انځور: خواله رسنۍ

د لوبو پر ډګر د تمدنونو ټکر

شمشاد زلمی

په دې وروستيو کې د افغانستان د سپورټ ستورو ګڼې لاسته راوړنې درلودې چې ځينو يې په رسنيزه او ولسي کچه زيات انعکاس پيدا کړ او د عامو خلکو ډېره پاملرنه يې جلب کړه. په دې لړ کې د کرکټ په نړيوال پنځوس اوريز جام کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بريا په يوه عام جشن واووښته او په زرګونو کسانو په هيواد کې دننه او پر ټولنيزو رسنيو په خوښيو ولمانځله. د پاکستان پر وړاندې بريا ته ځکه غبرګون پراخ و چې افغانستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې د پاکستان د لاسوهنو له امله کړېږي  او عام افغانان په خپلو بدمرغيو کې پاکستان هم پړ ګڼي چې نه شي کولای په خپل ګاونډ کې يو سيال او پرمختللی افغانستان وويني. د خلکو په زړونو کې ښايي همدا پټه کرکه او حقارت د دې لامل شوی وي چې د پاکستان پر وړاندې بريا په هيواد کې دننه په پراخه کچه ولمانځل شوه. په دې لړ کې د پام وړ خبره دا وه چې طالبانو هم په عملي توګه د خلکو د خوښۍ مخه نيوله او هم له طالبانو سره ګڼو تړلو افرادو پر ټولنيزو رسنيو په پرلپسې توګه ليکل چې د طالبانو حکومت بايد د کرکټ لوبې مخه ونيسي او اداره يې وتړي ځکه د دوی په اند لوبې د تمدني يرغل برخه دي او لوېديځ هڅه کوي چې له دې لارې مسلمانان له خپل تمدن او کلتور څخه لېرې کړي.

مسلمانې سختدريځې ډلې ځانته يو ځانګړی نړۍ ليد لري او د پېښو او مسايلو په شننه کې هم د واقعيت پر ځای هڅه کوي چې هر څه له خپل ځانګړي لرليد او زاويې څخه وارزوي. اوس چې عملا په افغانستان کې يوه سختدريځه بنسټپاله ډله په واک کې ده، ټوله هڅه يې دا ده چې خپله ګروهه پر نورو وتپي او ټولې چارې له خپل ځانګړي ديني-اسلامي تعبير سره سم مخته يوسي. په دې لړ کې يې نه يوازي نجونې او ښځې له زده کړې او کاره منعه کړې دي، بلکې د هنرونو لکه موسيقۍ او نقاشۍ او همدا راز نورو هنرونو مخه يې هم نيولې او همدا راز اوس هڅه کوي چې د لوبو په ډګر کې هم تر ديني پوښ لاندې بنديزونه ولګوي او يا هم لوبې خلکو ته د اسلام او اسلامي تمدن مخالف څه وښيي او هغوی يې له کولو او لمانځلو راوګرزوي.

د لوبو، هنرونو، زده کړو، ښځو، حکومتولۍ، سياست او نورو ټولو چارو په اړه د طالبانو نظر د يوه ځانګړي ديني ايډيولوژيک ليد پر بنسټ دی. پر همدې اساس د دوی باور دادی چې «کفار» د مسلمانانو د عقيدې د خرابولو او د هغوی د ګمراه کولو لپاره له بېلابېلو حربو کار اخلي چې په دې کې نه يوازې سپورټ، بلکې هنرونه او داسې نور څه هم شامل دي. کله چې مې د لوبو او يا هم په ځانګړې توګه د کرکټ په اړه د دوی وروستي بحثونه ليدل، نو د پخوا په توپير يې دا ځلې دې شيانو ته د تمدني ټکر اصطلاح کاروله چې ماته د دوی په ادبياتو کې نوې اصطلاح ښکاره شوه. له دې تعبير سره سم، په عموم کې لوبې او په ځانګړې توګه مشهورې لوبې لکه فوټبال او کرکټ د لوېديځ او «کفري» تمدن برخه دي او هغوی هڅه کوي چې د دې لوبو د دود کولو له لارې خپل تمدن پراخ کړي او اسلامي ټولنه هم په خپل تمدن ورننګوي او په دې توګه د اسلامي تمدن ځانګړنې او شاخصونه ختم کړي او بالاخره اسلامي هويت له منځه يوسي.

د نورو ټولو مسايلو په څېر په دې لړ کې هم د طالبانو استدلال حيرانوونکی دی ځکه واقعيت ته په کتو سره تر مسلمانانو زيات نامسلمان وګړي په لوبو زيات مصروف دي او ښايي په کلنۍ توګه تر مسلمانانو پر لوبو زيات لګښت کوي. بله خبره داده چې دا ښايي د يوه تمدن برخه وي، خو په نړۍ کې يې د پراخېدلو عمدي هڅې هم ځکه طبيعي دي چې هيڅ تمدن په خپل ذات کې بشپړ نه دی او هر تمدن اړ دی چې د خپلې ارتقا او دوام لپاره نوي څه ومني، زاړه څه پرېږدي او په لومړي سر کې رامنځته کېدل يې هم په بشپړه خالصه بڼه نه وي. دې ټکي ته په پام، له يوې خوا د تمدن په اړه د دې افراطيانو درک ناسم دی او له بل لوري له واقعيت څخه په ناخبرۍ د يوې پېښې په تحليل کې له يوې داسې تيوري استفاده کوي چې په سياسي علومو کې له ګڼو نيوکو سره مخ ده او د واقعيتونو په تشرېح کې يوه نيمګړې تيوري ګڼل شوې ده.

دا تيوري په لومړي ځل د سامويل هنټينګټن له لوري د ۱۹۹۳ پر مهال د نړيوالو اړيکو په يوه ژورنال کې او د ۱۹۹۶ پر مهال په (The Clash of Civilization and Remaking of World Order) نومي کتاب کې وړاندې شوه. نوموړي استدلال کړی و، چې تر سړې جګړې وروسته نړۍ کې به تر ډېره حده د تمدنونو ترمنځ جګړې او شخړې د ايډيولوژيکو او اقتصادي لاملونو پر ځای د کلتوري او ديني توپيرونو له وجې پېښېږي. هنټينګټن څو لوی تمدنونه لکه لوېديځ، اسلامي، کنفيوشس، هندو، ساويک-ارتودوکس، لاتين امريکايي او افريقايي تمدنونه را اخيستي و، چې هر يو يې خاصې کلتوري، ديني او تاريخي ځانګړنې لري. د ده انګېرنه دا وه چې د همدې تمدنونو ترمنځ تعاملات او شخړې به د راتلونکو نړيوالو سياستونو لوری ټاکي.

د تمدنونو د ټکر د تيوري منتقدين استدلال کوي چې دا تيوري د جيوپاليټيکس پېچلو موضوعاتو ته له ساده زاويې ګوري او د اقتصادي ګټو، سياسي ايډيالوژيو او ځايي نارضايتونو په څېر مهم عوامل له پامه غورځوي. د دوی په اند، شخړې عموما د ګڼو عواملو له کبله رامنځته کېږي، نه يوازې د تمدن د ټکر له وجې.

همدا راز، له اوسمهال سره د دې تيورۍ د تړاو په ارتباط هم اندونه وېشلي. ځينې لاهم انګېري چې د لوېديځ او اسلامي نړۍ ترمنځ ترينګلتياوو ته د تمدن د ټکر له زاويې کتل کېدلای شي خو د نورو په اند، دا تيوري د معاصرو شخړو ډايناميکس نه شي تشرېح کولای او د ملتپالنې او اقتصادي ګټو په څېر نور عوامل په دې لړ کې ډېر اغېزناک دي. که څه هم په نړيوالو سياسي بحثونو کې پر دې تيوري بحث کېږي خو ډېری پوهان او پاليسي جوړوونکي په دې اند دي چې شخړې ګڼ اړخيزې وي او يوازې د تمدن تر ټکر پورې نه شي منحصر کېدلای.

سره له دې چې د تمدن د ټکر (Clash of Civilization) تيوري ګڼ بحثونه راپارولي دي، خو د اوسمهال د مسايلو او موضوعاتو په تشرېح کې يې رول او تړاو تر پوښتنې لاندې دی او د سياسي علومو ډېری پوهان په دې اند دي چې دا تيوري نړيوالو پېچلو سياسي کشالو ته له ډېره ساده اړخه ګوري.

د دې تيوري له سياسي تشرېح او په دې اړه له شويو بحثونو څخه جوتېږي چې د سياسي ښکېلتياوو او شخړو په اړه د دې تيوري تشرېح نيمګړې ده او نه شي کولای د اوسني مهال سياسي پېښې او تعاملات تشرېح کړلای شي. له همدې کبله په لومړي سر کې د دې تيوري په استدلال د ځينو مسايلو لکه لوبو په اړه نظر ورکول ناسم دي ځکه دا تيوري په خپله نيمګړتياوې لري. همدا راز، که لوبې او يا داسې نور څه د تمدني يرغل برخه هم وبولو نو په دې اړه بايد پرېکړه او نظر ورکول د واقعيت او د ځان ګټې ته د کتلو پر اساس وي. لوبې د خلکو د مصروفيت، د هغوی د تفرېح او تر هرڅه مهم د هغوی د عايد يوه ښه سرچينه ده، که له خلکو د خوښۍ، عايد او بوختيا دا وسيله اخيستل کېږي، سختدريځي بنسټپالي ورته په بديل کې څه لري؟ اصلا دوی ويني چې له سختدريځي حاکميت او د سختدريځۍ لپاره له پراخو تبليغاتو سره-سره د خلکو ترمنځ د دوی تفکر هغسې مقبوليت نه لري لکه لوبې او يا دې ورته نور هنرونه، دې شيانو ته د خلکو پاملرنه نه يوازې د دوی له سختدريځ ايډيولوژيک ليد سره ټکر ده بلکې دا په عملي او غير مستقيمه توګه د ملا او طالب له کښل شويو محدودوونکو کرښو د پرګنو بغاوت دی. دوی به يې پر وړاندې له ډنډو، ټوپکو او سختدريځو ايډيولوژيو سره راووځي خو د پرګنو د طبيعي تمايلاتو پر وړاندې دا خاشاک د تمېدو نه دي.