خوست کې په یوې خپلمنځي شخړه کې يو قومي مشر ووژل شو

اطلاعات روز: خوست کې ځايي سرچينې وايي، د دې ولایت په مرکز  کې يو قومي مشر د خپلمنځي شخړې پر مهال په ډزو وژل شوی دی.

یوې ځایي سرچینې وویل، چې شخړه نن (شنبه، ۲۷ د لړم) د مرکز اړوند «ډيري نيازي» سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې وژل شوی قومي مشر حاجي پاچا خان نيازی نومېده او په دغه ولايت کې له ملي سوداګرو هم ګڼل کېده.

دا لا نه ده معلومه چې دغه وسله واله شخړه د څه له امله رامنځته شوې او نه هم د خوست لپاره د طالبانو ولايتي مسوولينو څه ويلي دي.

ډېر کله په خوست کې د ځمکې، غرونو او اوبو په سر قومي او کليوالي شخړې رامنځته کېږي چې يو بل ته په کې مرګ ژوبله هم اړوي.