اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس وایي، د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او درې تنه نور ژوبل شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۹ د لړم) د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند «چهاردهي» سیمه کې را منځته شوې.
د زابلي په خبره، پېښه د موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې موټر چلوونکی مړ او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې د یادې پېښې ټپیان د بټي کوټ ولسوالۍ ځايي روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.
زابلي د موټر د څرنګوالي په تړاو معلومات نه دي ورکړي، خو لامل یې د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودلې.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ هم د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د دوو موټر سایکلونو د ټکر له امله دوه کسان چې دواړه د موټر سایکلو چلوونکي وو مړه شوي وو.