انځور: خواله رسنۍ

تورخم دروازه د بار وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه

اطلاعات روز: د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې د پاکستاني پولیسو له لوري د تورخم دروازه په مشروط ډول د بار وړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.

تورخم ښارګوټي کې د طالبانو کمېسار مولوي عصمت الله یعقوب وایي، چې دغه دروازه نن ( سې شنبه، ۳۰ د لړم) غرمه ۱۲:۳۰ بجې تړل شوې.

عصمت الله یعقوب زیاتوي، چې پاکستاني ځواکونو له افغان موټر چلوونکو د پاسپورټونو او وېزو غوښتنه کوله، چې په مقابل کې دوی هم له پاکستاني موټر چلوونکو د پاسپورټونو او وېزو غوښتنه وکړه، چې د یاد اقدام په پایله کې پاکستاني پولیسو د تورخم دروازه د ټولو بار وړونکو موټر پر مخ وتړله.

هغه زیاتوي، چې تورخم دروازه د ناروغانو او مسافرو ته د تګ راتګ په موخه خلاصه ده او تراوسه په دې برخه کې کومه ستونزه نه ده پیدا شوې.

پاکستاني لوري تراوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلی.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د پاکستاني پولیسو او طالبانو د جنګیالیو ترمنځ د یوې امنیتي پوستې د جوړولو پر سر د نښتې له امله یاده دروازه دوه اوونۍ تړل شوې وه، چې مسافرو او سوداګرو ته یې ګڼ مالي زیانونه رسولي وو.