له لوړو زده کړو تازه فارغ محصلین: که دندې رانکړل شي، مجبور بهر ته مخه کړو

سږکال د سويل ختيځ زون د خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو له دولتي پوهنتونونو سلګونه ځوانانو په بېلابېلو پوهنځيو کې تر لوړو زده کړو کولو وروسته د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

که څه هم دغو سلګون ځوانانو په خورا سختو شرايطو کې د زده کړو په برخه کې يو لوی مسووليت بشپړ کړ، خو اوس د دوی لپاره تر ټولو لوی بار د دندې پيدا کول دي، کوم چې لا د تېر کال فارغان تراوسه نه دي توانیدلي چې د ځان لپاره مناسب کار پیدا کړي.

په يادو ولايتونو کې فارغ شوي ځوانان د طالبانو له حکومت دوی ته د کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوي او وايي، که ورته د کار زمينه برابره نه شي، مجبور دي د يوې ګولۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره سخت شرايط پر ځان ومني او بهرنيو هيوادونو ته په قاچاقي لارو لاړ شي.

په همدې حال کې بيا د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت چارواکو خوست او پکتيا ته په سفر کې له لوستو ځوانانو غوښتنه کړې چې د هيواد او اوسني نظام لپاره خدمت وکړي.

د کلنيو ازموينو له خلاصېدو وروسته په تېرو څو ورځو کې د خوست شيخ زايد پوهنتون له مختلفو پوهنځيو څخه څه باندې ۱۰۰۰ کسان فارغ او ورته باور ليکونه ورکړل شول، خو د دې فارغانو له ډلې يې زياته برخه د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي او وايي، اوس د کورنۍ مسووليتونه ور ترغاړې شوي او که دنده پيدا نه کړي ژوند به يې نور هم له کړاونو سره مخ شي.

د دوی په خبره د څلور کلنو لوړو زده کړو په ترسره کولو سره اوس کولای شي چې په اړونده برخو کې په ښه ډول دندې ترسره کړي او د دې لپاره د طالبانو حکومت مسوول ګڼي.

د خوست د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي تازه فارغ شوي محصلین. انځور: خواله رسنۍ

د شيخ زايد پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړيکو له پوهنځي تازه يو تن فارغ ځوان رسول ګل اطلاعات روز ته وويل، چې ټولګيوالو يې له فراغت وړاندې د دندې پيدا کېدو په اړه اندیښنه درلوده او په وينا يې که کاري زمينه ورته برابره نه شي نو د ځان په شمول به يې ملګری بهر ته په تګ مجبوره شي.

هغه وايي، د تحصيل کرده ځوانانو له وړتياوو دې حکومت ګټه واخلي او هغه بستونه چې غیرې مسلکي کسان په کې ګمارل شوي خالي او پر ځای دې نويو ځوانانو ته ځای ورکړي.

نوموړي وويل: «مونږ سږ کال دوره کې د شيخ زاهد له پوهنتون څخه فارغ شوو، ولې د دې په اړه مو له وړاندې اندېښنه وه چې څوک به وظيفه راکړي او کنه؟ زما ډېر ملګري دا تصميم لري که دولتي رياستونو او ادارو کې څوک دنده را نه کړي نو که هره ممکنه لاره وه په هغې به ځو، ځکه اوس راڅخه کور کې هم پيسې غواړي او دا يې حق هم دی.»

د رسول ګل په څېر د ډېرو نورو ځوانانو هم دغه کيسه روانه ده، په خوست کې يو بل ځوان نورالله چې تر ليسانس کچې پورې يې په پکتيا پوهنتون کې زده کړې بشپړې کړې، په اوسنيو شرايطو کې د دندې پيدا کول خورا ستونزمن بولي او وايي، کوم ځوانان چې تېر کال فارغ شوي لاهم بې روزګاره دي او يا يې يوه برخه مرګونو لارو ته په تګ مجبوره شوي دي.

نوموړی نيوکه کوي چې دولتي ادارو کې غیرې مسلکي کسان ګمارل شوي او په خبره يې چې د کار کولو حق اوس يوازې يوې طبقی خلکو ته ورکړل شوی دی.

هغه داسې وايي: «زه تېر کال د پکتيا له پوهنتون فارغ شوم، خپله د خوست اوسېدونکی یم ما تراوسه دنده نه ده پیدا کړې او ډېر کوښښ مې هم کړی، خو که ما د لوړو زده کړو پر ځای يوازې مدرسه ويلی وای، نو شايد اوس په دنده وای، خو متاسفانه چې نن سبا د عصري زده کړو د ټولو فارغو ځوانانو دا حال دی، چې زه يې د ټولنې په خیر نه بولم.»

له خوست وروسته د پکتيا او پکتيکا له پوهنتونونو هم ګڼ شمېر ځوانانو د لوړو زده کړو سندونه تر لاسه کړل.

د معلوماتو له مخې چې سږ کال د پکتيا پوهنتون د فارغو محصلانو مجموعی شمېر ۱۴۴۸ تنه او د پکتيکا پوهنتون بيا مجموعی شمېر ۳۲۰ کسان ښودل شوی دی.

غلام حضرت چې په ۶۰ کلنۍ کې یې د پکتیا پوهنتون څخه د فراغت سند ترلاسه کړ. انځور: خواله رسنۍ

د پکتيا پوهنتون د تعليم او تربيې پوهنځي شپيته کلن غلام حضرت هغه د اوږ عمر څښتن دی، چې سږ کال فارغ شو، هغه د فراغت پر لومړۍ ورځ دوه غوښتنې درلودې، لومړی يې له ځوانانو غوښتنه وکړه چې د زده کړو کولو لپاره ناوخته نه دی او ټينګار يې وکړ چې خپلو زده کړو ته بايد دوام ورکړي او هم يې له حکومت فارغ شويو کدرونو ته د کاري زمينې په برابرېدو ټينګار وکړ.

حضرت وويل: «په ژوند کې د زده کړو لپاره هيڅکله ناوخته نه دی، ما په ژوند کې ډېری ستونزې ګاللي او ځوانانو ته په کار ده چې له وخت سمه ګټه پورته کړي او غوښتنه مې له حکومت څخه دا ده تر څو د هيواد د آبادۍ لپاره له دې تعليم يافته ځوانانو ګټه واخلي او بې سرنوشته يې پرېنږدي.»

پکتيکا کې هم تازه فارغ شوي ځوانان دوی ته د کاري زمينې په برابرولو ټينګار کوي او په دغه ولايت کې د طالبانو  له ولايتي مسوولينو غوښتنه کوي چې دولتي ادارو کې خالي بستونه اعلان او په کې نوي فارغ شوي ځوانان په دندو وګماري.

د پکتیکا پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو فراغت غونډه. انځور: خواله رسنۍ

د سږ کال فارغ ځوانان په داسې مهال خپل راتلونکي ته اندېښمن دي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تدريسي معين خيرالله خيرخوا د فارغېدونکو محصلانو په فراغت غونډو کې د ګډون په موخه خوست او پکتيا ولايتونو ته د سفر پر مهال له نويو فارغ شويو ځوانانو غوښتنه کړې تر څو د هيواد د پرمختګ لپاره له اوسني نظام سره همکاري وکړي.

خيرخوا زياته کړې چې دوی بهر کې په ماسټرۍ برخه کې د ګڼو استادانو مالي لګښت پر غاړه لري او زرګونه ډالر پرې مصرفوي.

نوموړي همدا راز ځوانانو ته د کاري زمينې برابرول د حکومت مسووليت ياد کړ او ډاډ يې ورکړ، چې تعليم يافته کدرونه به په اړونده برخو کې په دندو ګمارل کيږي.

ځوانان داسې مهال د خپل راتلونکي په اړه اندیښنې شريکوي چې د تېر جمهوري نظام له بدلون وروسته د طالبانو له خوا ګڼ کسان له خپلو دندو شړل شوي او هغوی له محبوري اړ شوي چې د پيسو ګټلو لپاره بېلابېلو بهرنيو هيوادونو ته لاړ شي او دا لړۍ لاهم روانه ده.