اطلاعات روز: په لوګر او فاریاب کې ځایي سرچینې او د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، په دې ولایتونو کې د دریو جلا ترافیکي پیښو له امله درې تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
په لوګر کې ځايي سرچينې وايي، د دغه ولایت د مرکز پل عالم اړوند په «التمور» او «خضر» بازار سيمو کې د ترافیکي پیښو له امله دوه تنه مړه او اته تنه نور ټپیان شوي دي.
یوې ځایي سرچینې وویل، چې لومړۍ ترافیکي پیښه وړمه او دوهمه يې تېره ورځ (چهارشنبه، ۱ د لیندۍ) د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې دي.
تراوسه لا نه ده معلومه چې مړه شوي کسان د کومې پېښې قربانيان دي او نه هم د ترافيکي پېښو د نوعیت کره جزيات ورکړل شوي دي.
ورته مهال فاریاب کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې په يوه ترافيکي پېښه کې يو تن مړ او څلور نور ټپيان دي.
د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي شمس الله محمدي وايي، دغه ترافيکي پېښه تېره ورځ د المار-ميمنې پر لويه لاره د «الملیک» په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، په دې ترافيکي پېښه کې يو کرولا موټر او يو لېنډ کروزر موټر ټکر کړى، چې له امله يې دوه مېرمنې او دوه ماشومان ټپيان شوي او د کرولا موټر چلوونکى روغتون ته تر لېږدول کیدو وروسته مړ شوى دى.
د دې ترافيکي پېښې ټپيان د فارياب ولايت د المار ولسوالۍ د چغاتک کلي اوسېدونکي دي.
د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او تیز رفتار ښودلی دی.
د ترافيکي قوانينو نه مراعتول او په دې برخه کې د جدي څار نشتوالی، د سړکونو تنګوالی او د موټر چلوونکو تیز رفتار وخت نا وخت د ورته ترافيکي پېښو لامل ګرځي.