کندهار کې د زعفرانو نندارتون؛ کروندګر د بازار غوښتنه کوي

اطلاعات روز: د کندهار په دامان ولسوالۍ کې داسې مهال د زعفزانو لپاره یو ورځنی نندارتون جوړ شوی چې دغلته ځایي کروندګر د زعفرانو د پروسېس لپاره د اسانتیا نشتون لویه ننګونه یادوي او خپلو محصولاتو ته د بازار غوښتنه کوي.

يو تن کروندګر شمس الله وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د زعفرانو کښت کوي، خو په وینا یې چې تراوسه ورته د پروسېس اسانتیا نه ده برابره شوې او نه هم کورني او بهرني بازارونو ته لاسرسی لري، ترڅو خپل زعفران په ښه بیه وپلوري.

هغه وويل: «د زعفرانو د کښت طريقه آسانه ده، لږ اوبه غواړي، خو موږ ته يې بازار نه دی معلوم چې پر چا یې خرڅ کړو، اوس يې دوکان په دوکان ګرځوو هر څوک خپل د ځانه نرخونه رته وايې داسي نرخ لکه ګرام په ۵۰ يا ۱۰۰ افغانۍ حال دا چې موږ ته خپله ګرام په ۱۵۰ افغانۍ تمام دي.»

یو بل کروندګر صديق الله بیا وایي، له نورو کلونو په پرتله یې سږکال د زعفرانو حاصلات زیات، خو پلور ته يې وار خطا دی.

هغه وویل: «دغسې چې د هرات زعفرانو ته نندارتونونه جوړېږي دلته کندهار کې هم موږ دغسې نندارتونونه غواړو، زموږ زعفران دې تر نړيوالو مارکېټو او نندارتونونو ورسول شي.»

ورته مهال کندهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریيس محمود مظلوم زياتوي چې دغلته سږکال پر شاوخوا ۴۴۱ جريبه ځمکه زعفران کرل شوي او کروندګر به له همدې لارې ښه عايد ترلاسه کړي.

نوموړی وایي، د زعفرانو کښت د کوکنارو ښه بدیل دی او د همکارو موسېساتو په مرسته یې د دې بوټي د ترويج لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.

د ده په خبره: «په کندهار ولايت کې په مجموعي ډول پر ۴۴۱ جريبه ځمکه باندي زعفران کرل شوي، چې له جملې یې ۱۱۵ جريبه د هالینډ کمېټې په مالي لګښت او پاتې ۳۲۶جريبه د نورو همکارو موسېساتو لخوا کرل شوي دي.»

تر دې وړاندې هم بزګرانو د زعفرانو د وچېدو، نړيوالو او داخلي بازارونو ته د محصولاتو د نه رسیدو په اړه شکایتونه کړي وو، خو په دې برخه کې تراوسه کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.