د خوړو نړيوال پروګرام: له پاکستانه له جبري راستنېدونکو سره د مرستې لپاره ۲۷ ميليونه ډالرو بودیجې ته اړتيا لرو

اطلاعات روز: د خوړو نړيوال پروګرام وايي، چې له پاکستانه له جبري راستنېدونکو سره د مرستې لپاره ۲۷.۵ ميليونه ډالرو بودیجې ته اړتيا لري.

دې پروګرام نن (شنبه، ۴ د ليندۍ) پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې هره ورځ په زرګونو تنه اړ کېږي چې له پاکستانه افغانستان ته ولاړ شي.

د خوړو نړيوال پروګرام زياته کړې: «موږ په بېړنۍ توګه ۲۷.۵ ميليونه ډالرو ته اړتيا لرو چې له هغوی سره مرسته وکړو چې ژوند له سره پېل کړي او په ژمي کې روغ پاتې شي.»

دې پروګرام ويلي، ټاکل شوې چې له يو ميليون کسانو سره مرسته وکړي او تراوسه يې د دې شميرې له څلورمې برخې سره مرسته کړې ده.

پاکستان تېره مياشت د افغانستان د ۱.۷ ميليونه وګړو په ګډون «غير قانوني» کډوالو ته وروستۍ نېټه وټاکله چې دا هيواد دې پرېږدي.

تراوسه په سلګونو زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

په تازه توګه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ له پاکستانه غوښتي چې د ژمي پر مهال دې د بې اسناده افغان کډوالو او پناه غوښتونکو شړل ودروي.

د دې بنسټ وياند بابر بلوڅ ويلي: «د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ له پاکستاني دولته غواړي چې د ژمي په سخت موسم کې دې [د کډوالو د ايستلو بهير] ودروي، ځکه په افغانستان کې يخ واقعا وژونکی دی او کولای شي د انسانانو ژوند واخلي.»