ننګرهار او کونړ کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پېل شو

اطلاعات روز: ننګرهار او کونړ کې روغتیایي چارواکي وایي، چې د دې ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین اووه ورځنی کمپاین پېل شوی دی.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس مولوي شریف الله امین وایي، چې دا کمپاین نن (شنبه، ۴ د لیندۍ) پېل او اووه ورځې به دوام وکړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې د دغه کمپاین پرمهال به د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې له ۱۴ سوه زره ډیر د لسو کالو کم عمره ماشومان واکسین شي.

هغه ګوزڼ یوه نا علاجه او خطرناکه ناروغي وبلله او له خلکو یې وغوښتل، چې د واکسین له ټیمونو سره دې همکاري وکړي او خپل ماشومان دي واکسین کړي.

دغه راز باختر اژانس چې د طالبانو تر مدیریت لاندې فعالیت کوي راپور ورکوي چې کونړ ولایت کې هم د ګوزڼ اووه ورځنی کمپاین پېل شوی دی.

راپور کې راغلي چې دغلته به د ۸۵۰ ټیمونو له لوري ۴۰۰ زره تر لس کلونو کم عمره ماشومان د اووه ورځو په موده کې واکسین شي.

په ورته مهال د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر حکم خان ګلابزوی وايي، د پولیو واکسینو د کمپاین په دې اوه ورځينۍ دوره کې به د ختیځ زون په کچه له دوه نيم مليونه ډیر د لسو کالو کم عمره ماشومان واکسین شي.

بلخوا دیني عالمان وايي، په شرعي لحاظ د واکسین په تطبیق کې هيڅ ډول ممانعت نشته او په وینا یې ټول دیني عالمان د واکسین له کمپاین سره همکار دي.

ننګرهار کې داسې مهال د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پېلیږي، چې د دې ولایت په شپږو ولسوالیو کې د پولیو د شپږو مثبتو پيښو د ثبت کیدو خبر ورکړل شوی.

روغتیایې چارواکي یې لامل له پاکستانه د افغانانو راستنیدل او په ځینو سیمو کې د کورنیو لخوا له واکسین کولو د خپلو ماشومانو ګوښه ساتل یادوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته