اطلاعات روز: د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د اوبو هغه بند چې د نړېدو له ګواښ سره مخ و، نن (يکشنبه، ۵ د ليندۍ) يې د بيا رغونې کارونه پيل شول.
د لوګر د ولايتي مسوولينو په وينا، د دې بند پر بيا رغونې به شاوخوا ۱۰۰ ميليونه افغانۍ لګښت راشي. دوی نه دي ويلي چې دا بودجه له کوم ادرس څخه ورکول کېږي او د بيا رغونې چارې به په څومره وخت کې بشپړې شي.
شاوخوا يوه مياشت وړاندې اطلاعات روز ورځپاڼې د دې بند د خراب وضعيت په اړه راپور ورکړی و. په راپور کې د لوګر لپاره د طالبانو ولايتي مسوولينو ډاډ ورکړی و چې د بيا رغونې لپاره به يې کوټلي ګامونه واخلي.
د خروار اوبو بند په «تنګي» سيمه کې د چرخ پر اوبو جوړ شوی چې ۳۰ متره لوړوالی او د ۱۹ ميليونه متره مکعبه اوبو د زيرمې ظرفيت لري.