له پاکستان د افغان کډوالو په وتلو سره ځایي کاروبارونه په ټپه دریدلي

اطلاعات روز: پاکستان کې ځایي کاروباریان او سوداګر شکایت کوي، چې له دغه هیواده د افغان کډوالو په زوره ایستلو سره یې کاروبار نیم په نیم اغیزمن شوی دی.

احسان الله یو له هغو پاکستاني دوکاندارانو څخه دی، چې په پینډۍ کې د ښځینه جامو پلورنځی لري. هغه وایي، له کله چې له دغه هیواده د افغان کډوالو ویستل پېل شوي ورسره سم یې کاروبار په ټپه دریدلی دی.

د نوموړي په خبره په هټۍ کې یې ټول لباسونه د افغانانو د رسم رواج اړوند او مشتریان یې تول افغان کډوال وو، خو اوس یې څوک نه اخلي.

احسان الله زیاتوي: «زما په دوکان کې به د اویا لکه کالدارو لباسونه وي او دا ټول د افغانانو لپاره مونږ راوړي وو، ځکه دوی به له مونږ څخه د ودونو په دې موسم کې قیمتي لباسونه اخیستل او ښه مزدوري مو کیدله، خو کډوالو وتلو سره دا ټول افغاني لباسونه پر مونږ پاتې دي او له زیان سره مخ یو.»

نوموړی دغه راز د بریښنا لوړ بیلونه، اضافي ټکسونه او د کرایو زیاتوالی هغه ستونزې یادوي، چې له امله یې په پاکستان کې د سوداګرۍ چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

محمد انور چې په پېښور کې هوټل لري هم ورته شکایت کوي او وایي، د افغان کډوالو د شړلو لړۍ په پېل سره یې مشتریان آن دومره کم شوي، چې د هوټل ورځني لګښتونه هم نه شي پوره کولای.

هغه زیاتوي که څه هم دی په خپله د پاکستان دی، خو د حکومت له لوري لوړو ټکسونو او مشتریانو نشتون له امله د هوټل پلورلو ته اړ شوی دی.

محمد انور زیاتوي: «مونږ په هوتل کې تر ډیره افغاني خواړه تیارول او زیاتره مشتریان مو افغانان وو، خو کله چې د پولیسو له لوري د دوی نیول کیدل او شړل پېل شوي نو ورسره زمونږ کاروبار هم خراب شوی، ډیر کم مشتریان لرو د پخوا په پرتله او داسې اندیښنه کې یو چې نور تاوان ونه کړو ځکه حکومت ټکسونه پوره اخلي او مزدوري نه کیږي نو له همدې امله د هوټل پلور ته اړ شوی یم.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د پاکستان د حکومت له خوا د بې اسنادو کډوالو د ایستلو له پریکړې وروسته په دغه هیواد افغان سوداګرو خپل کاروبار تړلی او خپلې شتمنۍ یې افغانستان او یا بهرنیو هیوادونو ته انتقال کړي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت ویلي، چې له پاکستان څخه یې د افغانانو د پانګې د را ویستلو لپاره یو کمیسیون جوړ کړی، خو له دې سره سره د پاکستان په زیاتو سیمو کې د افغانانو شتمنۍ حکومت ضبط کړې او یا یې په نیمه بیه پلور ته اړ شوي دي.