اطلاعات روز: د دفاع وزارت پخوانی مرستيال او په بهر کې د طالبانو د مخالفو جريانونو غړی شاه محمود میاخېل وايي، چې په تېرو دوه نيمو کلونو کې له افراطيت سره د مبارزې لپاره يوه واحده پرېکړه نه ده شوې.
نوموړي په تاجکستان کې د هرات د امنيتي خبرو-اترو د کانفرانس پر مهال تر «ملي خبرو-اترو: د يوه ډيموکراټيک افغانستان پر لور» عنوان لاندې يوه ګردي ميز کې ويلي: «موږ په دې دوه نيمو کلونو کې ونه توانېدو چې له افراطيت سره د مبارزې لپاره واحد تصميم ونيسو.»
ده زياته کړې چې د اوسني افغانستان لپاره پخوانی روايت، فکر او پاليسي کار نه ورکوي.
د خبرو-اترو په دې ميز کې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د بهرنيو اړيکو مسوول علیمیثم نظري ويلي، چې يوه مشروع ولسي نظام ته د رسېدلو لپاره د دې جبهې اراده تر هيڅ بهرني هيواد پورې نه ده تړلې.
ده ويلي: «د طالب مستبدې ډلې او د خلکو وضعیت ته په پام د ملي مقاومت جبهې ستراتېژي داده چې طالبان وننګوي … زموږ هڅه داده چې ثابته کړو چې طالب ماتېدونکی دی؛ هغه که په نظامي توګه وي او که په سياسي.»
د نظري په وينا، «د افغانستان د ملي مقاومت جبهې» لومړيتوب د طالبانو ننګول او د برياليتوب هيلې ژوندۍ ساتل دي.
محمد امین کریم بیا «ملي خبرو-اترو: د يوه ډيموکراټیک افغانستان پر لور» میز کې د وروستيو دوو کلونو پر مهال د راغلو بدلونونو دفاع کړې او ويلي يې دي: «زه د دوو وروستيو کلونو پر مهال په افغانستان کې د بدلونونو پلوي يم. موږ بايد يو-بل ومنو.»
ده د طالبانو حکومت هم «نظام» بللی دی. شاه محمود مياخېل د محمد امين کريم څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي: «نظام يو بېل تعريف لري، نه شو کولای د طالبانو رژيم نظام وګڼو.»