اطلاعات روز: د کندهار په سپين بولدک او د فارياب په بلچراغ او دولت اباد ولسواليو کې د درو بېلابېلو پېښو پر مهال دوو نارينهوو او يوې نجلۍ ځان وژنې کړې دي.
په کندهار کې د طالبانو پوليس وايي چې تېره شپه (۶ د ليندۍ) د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند «حاجي ظاهر» کلي کې د «عبدالله» په نوم يوه دوه ويشت کلن ځوان د ماما په کور کې ځان زندۍ کړی دی.
د طالبانو د پوليسو په وينا، دا ځوان د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د «ريګو» سيمې اصلي اوسیدونکی و.
د طالبانو پوليسو ويلي، دا ځوان چې له لسو ورځو را په دې خوا سپين بولدک ولسوالۍ ته د مزدورۍ لپاره راغلی و، له څه وخت راهيسې په رواني ناروغۍ اخته و.
همدا راز سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې تېره ورځ (دوشنبه، ۶ د ليندۍ) د «دين محمد» په نوم يوه ځوان ځلمي د فارياب ولايت د بلچراغ ولسوالۍ په «کوليان» کلي کې ځان راځړولی دی.
د دې ځوان د ځان وژنې لامل کورنی جنجال ښوول شوی.
سرچينو ويلي چې دې ځوان دوې ورځې وړاندې له خپل پلار سره لفظي شخړه کړې او تر دې وروسته له کوره وتلی.
د سرچينو له وينا سره سم، د دې ځوان پلار د هغه راځړېدلی مړ د باغ په شاوخوا کې له يوې کنډوالې څخه تر لاسه کړی.
په يوه بله پېښه کې تېره ورځ د «ښايستې» په نوم يوې ۱۹ کلنې نجلۍ د فارياب ولايت د دولت اباد ولسوالۍ په «پلوردي» کلي کې «خپل ځان راځړولی».
يوې ځايي سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې دا نجلۍ کوژدن شوې وه او د نامعلومو دلايلو له وجې يې «ځان وژنه کړې».
په فارياب کې د طالبانو مسوولينو تر اوسه د دې دوو تنو د ځان وژنې په اړه رسنيو ته څه نه دې ويلي.
د تېرو دوو کلونو پر مهال چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي د ځوانانو او نجونو ځان وژنې زياتې شوې دي.
د فقر، بېکارۍ، خپګان او رواني ناروغيو تر څنګ رواني درملنو ته نه لاسرسی هم په هيواد کې د ځان وژنو اصلي لامل ګڼل کېږي.