ننګرهار کې څارویو ته د چینجیو د مخنیوي په موخه د درملو تطبیق کمپاین پېل شو

اطلاعات روز: د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست لپاره د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، چې د دوی په هڅو او د هالینډ کمېټې په مالي لګښت یې د دې ولايت په ۱۷ ولسواليو کې څارویو ته د داخلي چینحیو د مخنیوي په موخه د درملو د تطبیق کمپاین پېل کړی دی.

د یاد ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي عبدالستار محمد وایي، یاد کمپاین نن (چهارشنبه، ۸ د لیندۍ) پېل او پر مهال به یې ۸۵۶ زره څارویو ته درمل تطبیق شي.

هغه وویل، بهسود، کامه، دره نور، کوز کونړ، رودات، چپرهار، سره رود، خوږیاني، شېرزاد، حصارک، پچیراګام، هسکه مېنه، کوټ ،اچین، نازیان، غني خېل او دوربابا هغه ولسوالۍ دي، چې یاد کمپاین په کې پېل شوی او شل ورځې به دوام وکړي.

یاد کمپاین داسې مهال پېلیږي چې له دې یو کال وړاندې په دغه ولایت کې د پوستکي د یوې ناروغۍ له امله په زیات شمیر څاروي تلف شوي وو.