اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلونو کانفرانس چې «کوپ ۲۸» نومېږي، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د افغانستان د استازي له ګډون پرته پيل شو.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د چاپېريال ساتنې ادارې نن (پنجشنبه، ۹ د ليندۍ) اعلان وکړ چې «له بده مرغه دې کانفرانس ته د افغانستان استازي نه دې بلل شوي».
دې ادارې د اقليمي بدلونو په وړاندې د افغانستان متضررېدو ته په اشارې ويلي چې په دې غونډه کې د طالبانو نه ګډون «جفا او لوی ظلم» دی.
افغانستان له اقليمي بدلونو او طبيعي ناورينونو څخه د سختو زيانمنېدونکو لسو هيوادونو په کتار کې دی او د روان لمريز کال پر مهال د درېيم کال لپاره په پر له پسې توګه له وچکالۍ سره مخ دی.
د کړکېچ د نړيوالې ډلې له خپاره شوي راپور سره سم، د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلونو د غونډې جوړوونکو د نړۍ له لورې د طالبانو د نه رسميت پيژندنې له وجې ونشوای کولای چې دا ډله دې غونډې ته راوبولي.
د اقليمي بدلونو د کوپ ۲۸ غونډه د متحده عربي اماراتو په کوربتوب کېږي او مشري يې د دې هيواد د نفتو د ملي شرکت اجرايوي مدير سلطان احمد الجابر کوي.
د رويټرز د راپور له مخې، دا کانفرانس چې د ډسمبر تر ۱۲ به دوام کوي ښايي تر ۷۰ زرو زيات کسان به ګډون پکې وکړي.
د دې رسنۍ په راپور کې راغلي، تر ټولو بحثونو وړاندې لويه تمه داده چې د هيوادونو استازي به د يوه نوي صندوق د جوړولو په تړاو موافقه وکړي، تر څو له دې لارې هغو غريبو او متضررو هيوادونو ته د هغه زيان خساره ورکړي چې له اقليمي بدلونو ورته رسېدلی دی.
د نړۍ د هيوادونو استازي به په دې کانفرانس کې د ډبرو د سکرو، نفتو او ګازو د تدريجي ختمولو په اړه هم وږغېږي، همدا سونتونکي د اقليمي بدلون اصلي لامل ګڼل کېږي.
دا د اقليمي بدلونو په تړاو د ملګرو ملتونو اته ويشتم کانفرانس دی. د ۱۹۹۴ ميلادي پر مهال د اقليمي بدلونو په تړاو له لومړنۍ موافقې راهيسې په دې اړه د دې سازمان له لوري کلني کانفرانسونه جوړېږي.