اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو ځايي مسوولین وايي، چې پاکستان یاد هېواد ته د درملنې په موخه د ورتلوونکو اسناد لرونکو افغان ناروغانو پر وړاندې د تورخم دروازه تړلې او اجازه نه ورکوي، چې د خپلې درملنې لپاره ورشي.
ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور ریاست د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې پاکستان تورخم دروازه پرون (جمعه، ۱۰ د لیندۍ) ماښام د هغو ناروغانو پرمخ تړلې چې د پاسپورټ او ویزې پرته به په نوبتي شکل دغه هیواد ته د درملنې په موخه ورتلل.
د اطلاعاتو او کولتور ریاست د پاکستان له لوري د ناروغانو پر وړاندې د تورخم دروازې د تړل کېدو لامل نه دی روښانه کړی او نه هم تر اوسه پاکستاني لوري په دې تړاو معلومات ورکړي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور ریاست دغه راز له ټولو هغو ناروغانو چې پرته له پاسپورټ او وېزې د روغتیايي کمیسیون د تایید شویو اسنادو پر مټ پاکستان ته د درملنې په موخه ورځي غوښتنه کړې، چې د دوی له لوري تر بلې خبرتیا دې تورخم دروازې ته له تګ ډډه وکړي.
وړاندې د تورخم له لارې د هغو ناروغانو چې په کور دننه یې درملنه ممکنه نه وه ننګرهار کې د روغتیايي کمیسیون له لوري د تایید شویو اسنادو په واسطه له پاسپورټ او وېزې پرته کوزې پښتونخوا او پاکستان ته د درملنې په موخه ورتلل.