تورخم کې کډوالو ماشومانو ته د يونيسيف له لوري خوندي ځایونه جوړ شوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونيسيف) له پاکستانه په زور د را ایستل شویو افغان کډوالو ماشومانو لپاره د ننګرهار په تورخم کې خوندي ځایونه جوړ کړي دي.

ننګرهار کې د طالبانو د رسنیو له دفتره نن (یکشنبه، ۱۲ د ليندۍ) په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د يونيسيف له لوري ماشومانو ته دا جوړ شوي خوندي ځايونه به ۲۴ ساعته پرانيستي وي او له پاکستانه د ایستل شویو ماشومانو لپاره به رواني-ټولنیز ملاتړ او تفریحي فعالیتونه وړاندې کوي، تر څو له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

د ننګرهار د رسنيو دفتر له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د ماشومانو لپاره د جوړو شويو خوندي ځايونو د شمېر په اړه څه نه دې ويل شوي.

د معلوماتو له مخې، د داسې بې کوره شويو راشړل شويو ماشومانو شمېر لسګونو ته رسیږي چې عمرونه یې د اتو او ديارلسو کلونو تر منځ دي.

تورخم کې د افغان کډوالو ماشومانو لپاره دا خوندي ځایونه داسې مهال کې جوړیږي چې د نومبر په لومړۍ نېټه پاکستان د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، په دې ډله کې یو شمېر هغه افغان ماشومان هم شامل دي چې له خپلو کورنیو جلا او له سرپرست پرته افغانستان ته شړل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه