ننګرهار کې کروندګرو ته ٨٨ شنې خونې جوړیږي

اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې کروندګرو ته ٨٨  شنې خونې جوړیږي.

د یاد ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د اکشن ایډ موسېسي لخوا ۸۸ بزګرانو ته د شنو خونو په برخه کې روزنه ورکړل شوې، چې په روزنې سره به یې د شنو خونو په برخه کې شته ستونزې حل او شنې خونې به هم ورته جوړې شي.

د نوموړي په خبره یاد شمېر بزګران د چپرهار، پچیراګام، غني خېل، ګوشته،  سره رود،  بهسود او روداتو ولسوالیو اړوند وو، چې د شنوخونو جوړولو، د ځمکې اماده کولو، ګټو،  تخم انتخاب، هرزه ګیاوو کنټرول، اوبولګولو او سرو استعمال په برخه کې روزنه ورکړل شوې.

نوموړي زیاته کړه دغه بزګرانو ته خپلو اړوند سیمو کې ۸۸ بابه وړې شنې خونې جوړیږي، چې په نږدې ورځو کې به یې عملي چارې پېل شي.

هغه تمه لري چې د یادو شنو خونو په جوړیدو سره به، بزګران بې موسمه تازه سبزیجات بازار ته عرضه کړي.

بلخوا کروندګر وايي، چې د دې شنو خونو له جوړېدو سره به له خپلې ځمکې ډېره ګټه ترلاسه کړي.

دوی له مسوولو ادارو  په نورو ولسوالیو کې هم کروندګرو ته د شنو خونو د جوړېدو غوښتنه کوي، چې د بې موسمه سبزیجاتو اړتیا به په کور دننه پوره کړي.

ولسي خلک هم د شنو خونو جوړېدو ته خوشاله دي او وايي، که بزګرانو ته د دغسې پروژو پلې کول پېل شي نو هیڅوک به هم د کوکنارو او نورو نشه يي توکو کر ته زړه ښه نه کړي.

دوی وايي،حکومت دې د کروندګرو د ژوند ښه کېدو لپاره هغسې پروژې پلې کړي چې ګټه یې مخامخ دهقانانو ته ورسېږي، څو ژوند یې ښه او د کوکنارو له کښته راوګرځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته