تورخم دروازه یو ځل بیا د باروړنکو موټرو پرمخ وتړل شوه

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، د تورخم دروازه نن یو ځل بیا د پاکستان له لوري د باروړنکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.

د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب وایي، د تورخم دروازه نن (چهارشنبه، ۱۵ د لیندۍ) سهار پاکستاني لوري د ترانزیټ پرمخ داسې مهال تړلې، چې تېره شپه ناوخته پاکستاني پولیسو غوښتل تورخم دروازې ته څېرمه د افغانستان لوري شل متره مخکې د لوحې په بهانه یوه بله دروازه جوړه کړي، چې د دوی د مخنیوي په غبرګون کې پاکستان لوري د تورخم دروازه د باروړنکو موټرو پر مخ وتړله.

هغه زیاتوي دوی هم د پاکستان د یادې پریکړې پر وړاندې ورته اقدام کړی او هغه پاکستاني موټر چلوونکو ته یې اجازه نه ده ورکړې، چې سوداګریز توکي په کې بار دي.

پاکستان د تیرې عقرب میاشتې په ٣٠مه هم ورته اقدام کړی و او یاده لاره یې د نهه ساعتونو لپاره د سوداګریزو موټرو پرمخ په دې بهانه تړلې وه چې له موټر چلوونکو یې د پاسپورټ او ویزو غوښته کوله.

پاکستاني لوري د بار وړونکو موټرو چلوونکو ته شرط ايښی و، چې  نوامبر میاشتې له ٢١مې نېټې وروسته له ويزې پرته پر تورخم دروازه تګ راتګ نه‌شي کولای.

ځينې موټرچلوونکي هم د پاکستان ياده پرېکړه منصفانه نه بولي او وايي، موټرچلوونکو ته به د ويزو اخيستل ستونزمن شي او دواړه غاړو ته به سوداګريز مالونه لېږد رالېږد هم ټکنی شي.

دوی د طالبانو او پاکستان له حکومتونو غواړي چې موټر چلوونکو ته دې په پخواني سيستم د تګ راتګ اجازه ورکړي او د سیاسي مسایلو پرسر دې سوداګرۍ ته زیان نه رسوي.

پاکستان په دې وروستیو کې دغه هیواد ته د تورخم له لارې د تلوونکو ناروغانو د ورتګ بهیر هم تر نامعلومې نېټې ځنډولی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه