پاکستان کې افغان خبریالان له کړاو ډک ژوند تیروي

اطلاعات روز: له افغانستان څخه د طالبانو له ویرې وتلي افغان خبریالان چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي وایي، چې د دغه هیواد د پولیسو له ویرې د قانوني اسنادو سره سره په خپلو کورونو کې ارام نه دي او د دې ویره شته چې په زوره به له دغه هیواده و ایستل شي.

د روح الله په نامه یو افغان خبریال چې له یو نیم کال راهیسې له خپلې میرمنې او دوو کوچنیو اولادونو سره پاکستان ته کډه شوی وایي، افغانستان ته بیرته ستنیدل یې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کوي.

هغه زیاتوي په افغانستان کې یې له ځینو هغه رسنیو سره کار کړی، چې د طالبانو په تور لېست کې وې او کوم راپورونه چې خپاره شوي له امله هغه ګواښل شوی او دیته مجبور شو چې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډوال شي.

روح الله زیاتوي:« ما په افغانستان کې له ځینو بهرنیو رسنیو سره کار کړی او راپورونه مې زیاتره د بشر حقونو، ښځو په اړه جوړول نو له همدې امله بیا زه د طالبانو د منفي تبلیغاتو او همدارنګه د ښځو د حقونو څخه د ملاتړ له امله د عدلي تعقیب لاندې وم او پوهیدم که نور پاتې شم یا مې وژني او یا به د ډیر وخت لپاره زندانی وی. خو اوس چې دلته پاکستان ته راغلی یم، اقتصادي ستونزې شته د پولیسو د نیولو ویره هم ده او دلته هم هیڅ د ارامۍ احساس نه کوم.»

یو بل خبریال چې ځان په مستعار نوم پرویز معرفي کوي، هم د طالبانو د ګواښونو له امله پاکستان ته کډوال شوی.

هغه وایي، طالبانو له یوې بهرنۍ رسنۍ سره د کار کولو له امله د څو ځلي ګواښونو او یوې میاشتې زنداني کیدو وروسته اړ شوی چې پاکستان وتښتي.

د نوموړي په خبره د پاسپورټ او پاکستان ویزې سره سره ترې پولیس پېسې غواړي چې له امله یې په دغه هیواد کې د نورو عادي افغانانو سربیره افغان خبریالان هم له کړاوه ډک ژوند تیروي.

پرویز زیاتوي: «زه طالبانو یوه میاشت له یوې بهرنۍ رسنۍ سره د کار کولو په تور بندي کړی وم او بیا په ضمانت خوشې شوی یم هلته مې نور ژوند سخت و، ځکه دنده مې نه شوه ترسره کولای او د طالبان تر څار لاندې وم؛ نو بیا پاکستان ته راغلم نوره کورنۍ مې په کلي کې ده خو دلته پاکستان کې هم د پولیسو له لوري زورول کیږو او دغه راز کیسونو د مخه تګ پروسه ډیر وخت نیسي غوښتنه کوو له ملاتړو ادارو د افغان خبریالانو ژوند ته پام وکړي او دوی بهر ته وباسي ځکه افغانستان کې خبریالان له ګواښ سره مخ دي. »

نوموړی زیاتوي کوم خبریالان چې له طالبان سره په زندان کې وي، استخباراتي کسان یې په دغه موده کې د هغوی ګرځنده ټیلیفون او ایمیلونه پلټي او بیا له څه وخت ورورسته یې په دې ضمانت خوشې کوي، چې نه به بهرني هیواد ته تښتي او نه به له رسنیو ته پر ده زندان کې تیرې شوې کېسې کوي.

د دغه خبریال د وینا له مخې په افغانستان کې د خبریالانو ژوند ډیر سخت شوی او اوس ددې جرات نه کوي چې خپل غږ پورته کړي.

د مرضیه په نامه یوه بله افغان خبریاله چې د طالبانو د حکومت له راتګ ورورسته پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تیروي وایي، د پاکستاني پولیسو له لوري نیول کیدل، د ویزو نه تمدید،  بهر ته د تګ کېسونو پر وخت نه څیړل او د بد اقتصادي وضعیت له امله زیاتره خبریالان له روحي ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړې همداراز زیاتوي چې ماشومان یې ښوونځي ته نه شي تللی او پاکستاني پولیسو پرې د ژوند کړۍ راتنګه کړې ده.

مرضیه زیاتوي: «زه د خپل خاوند او درې اولادونو سره پاکستان ته راغلې یم، خو دلته قیمتي ډیره او کار نشته پولیس مو هره ورځ کورته راځي د ویزو او پاسپورټ غوښتنه کوي له کوره نه شو وتلی اولادونه مو ښوونځي ته نه شي تللی، د کېسونو هم پته نه لګیږي هر هر دفتر ته چې ورځو وایي، انتظار وکړئ دلته افغان خبریالان له زیاتو ستونزو سره مخ دي. »

په همدې حال کې تازه پاکستان کې د پاک ـ افغان خبریالانو اتحادې غړو د بې پولې خبریالانو سازمان«RSF» له مشرانو سره د اسلام آباد پریس کلب کې کتلي دي.

د پاک ـ افغان خبریالانو اتحادې مشر قمر یوسفزي ویلي، چې د یاد سازمان له غړو سره یې د افغان خبریالانو بهر ته د تګ قضیو په ځنډ څیړل، مالي امکاناتو نشتون، د پولیسو له لوري نیول او ګڼ شمیر نورې ستونزې شریکې کړي چې هغوی یې د حل ډاډ ورکړی دی.

که څه هم د پاکستان حکومت د افغان خبریالانو د شته ستونزو په اړه څه نه دي ویلی، خو دمخه د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې پاکستان زیان مننونکو کډوالو د خوندیتوب په برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ دی.