له اقليمي بدلون سره د مبارزې نړيوال بهير او د افغانستان حيثيت

نیکبخت آجه

تقريبا دوه دېرش کاله کېږي چې د اقليمي بدلونونو د پايلو، د هغو د مخنيوي او له راغلي بدلون سره د ځان عيارولو په اړه هر کال کانفرانسونه کېږي. سږ کال دا کانفرانس د «کوپ ۲۸» په نوم د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د نوامبر په ۳۰مه جوړ او ټاکل شوې چې د ډسمبر تر ۱۲مې به دوې اونۍ روان وي. د اقليمي بدلون د اصطلاح مفهوم د آب وهوا تغيير او د ځمکې تودېدو ته اشاره کوي چې د وروستيو ۵۰ کلونو پر مهال د فوسيلي سون توکو د زيات مصرف له کبله دا تودوخه ډېره چټکه شوې ده. د ځمکې ګرمېدلو د ژوند معادلې سرچپه کړي، د وښو، حيواناتو او انسان د ژوند پر چاپېريال يې ويجاړوونکې اغېزې کړې دي. له دې استثناوو پرته داسې ښکاري چې له اقليمي بدلونونو سره مقابله له هغو کم شمېره مواردو څخه ده چې تقريبا د نړۍ په کچه يې ټول سياستوال، پوهان او مدني ټولنه متحد کړي. تقريبا د ټولې نړۍ هيوادونو د فوسيلی سون توکو (نفت، ګاز او ډبرو سکاره) د مصرف کمولو او پاکې انرژۍ د توليد زياتولو لپاره ځينې برنامې په پام کې نيولې دي او ډېريو يې دوې زمانې مقطعې مشخصې کړې دي: يو، د فوسيلي سون توکو د مصرف نزولي سير او دويم، د کاربن صفر نقطې ته رسېدل. خو په دې لړ کې د افغانستان وضعيت دردوونکی دی.

د نړيوالې ټولنې اقدامات

د شلمې پېړۍ د اتيايمې لسيزې له وروستيو څخه د اقليمي بدلونو (آب و هوا) موضوع او د هغې پايلو ته په نړيواله کچه پام واووښټ او د ۱۹۹۲ پر مهال د برازيل په «ریودوژانیرو» ښار کې د آب و هوا لومړی کانفرانس جوړ شو. د دې کانفرانس په پايله کې د «ريو کنوانسيون» تصويب شو او اقليم د بدلون لپاره د ملګرو ملتونو د چارچوپ له تعيين سره-سره د ځمکې په اټموسفير کې د شين کوريزو غازونو د کنټرولولو لپاره د يو لړ فعاليتونو ټولګه تياره شوه. ۱۹۵ هيوادونو اعلان وکړ چې د کنوانسيون په ګټه به ګډون کوي. تر دې وروسته – له يو څه ځنډ سره – په لنډ نوم «کوپ» سره د ملګرو ملتونو له لوري کلني کانفرانسونه جوړ شوي چې غړو هيوادونو ګډون په کې کړی دی؛ د دې کانفرانسونو موخه نه يوازې د ياد کنوانسيون د ګټو تعقيب، بلکې د پوهانو او د چاپېريال د ساتنې د فعالانو پوښتنو او نويو هيلو او همدا رز په نړيواله کچه عمومي افکارو ته د رسيدګۍ په موخه جوړېده. په کلنۍ توګه د اقليمي بدلونونو په اړه د ملګرو ملتونو ځينې نور کانفرانسونه هم جوړېږي چې مهم بحثونه يې رامنځته کړي دي: کيوتو کانفرانس، دوربان کانفرانس، پاريس کانفرانس او ګلاسکو کانفرانس.

د ۱۹۹۷ پر مهال د «کوپ ۳» کانفرانس د جوړېدو په درشل کې د «کيوتو د چاپيريال ساتنې پروټوکول» تصويب شو، مخ پر ودې هيوادونو په دې ادعا سره چې د فوسيلي سون توکو او شين کوريزو غازونو د خپرېدو اصلي لامل پرمختللي هيوادونه دي، له همدې کبله يې ټينګار کاوه چې دا هيوادونه بايد مشخص مسووليتونه ومني. د دې فشار په ترڅ کې او د کيوتو پروټوکول په چوکاټ کې د نړۍ پرمختللي هيوادونه د لسو کلونو په موده کې د پنځه سلنې شين کوريزو غازونو کمولو ته اړ کړای شول او  په ۱۹۹۰ کال کې د شين کوريزو غازونو د خپرېدو کچه د مقايسې د معيار په توګه وټاکل شوه. شين کوريز غازونه د «دی اکسيد کربن» يا «متان» ګاز په څېر د فوسيلي سون توکو له سوځېدو را پيدا کېږي او د ځمکې په اټموسفير کې يې د کچې په زياتېدو د دې سيارې د ګرمېدو لامل کېږي.

خو زيات وخت نه و تير شوی چې څرګنده شوه چې د پرمختللو هيوادونو اقدامات د شين کوريزو غازونو د کمولو لپاره کافي نه دي. د ۲۰۱۱ کال پر مهال په جنوبي افريقا کې د «کوپ ۱۷» دوربان کانفرانس په درشل کې د چاپېريال ساتنې د کارپوهانو له لوري د خپرو شويو څېړنو پايلو وښوده چې دې کانفرانسونو د ځمکې پر وخيم وضعيت اغېز نه دی کړی او د چاپيريالي ناورين پر لور د دې سيارې تګ هماغسې چټک دی. له همدې کبله اړينه ده چې د نړۍ ټول هيوادونه په دې کې ونډه واخلي. خو د مخ پر ودې هيوادونو ستونزه دا وه چې چې د ګډون کولو لپاره يې کافي عملياتي بودیجه نه درلوده. په دوربان کانفرانس کې د «زرغون صندوق» جوړېدل د دې مشکل د حل يوه هڅه وه. د مخ پر ودې هيوادونو د شين کوريزو غازونو د کمولو لپاره د زرغون صندوق جوړېدل تر اوسه تر ټولو لوی نړیوال صندوق دی.

له دې سره-سره، په را روانو کلونو کې څېړنو وښوده چې د فوسيلي سون توکو د سوځېدو کچه په خطرناک شکل مخ پر زياتېدو ده. له دې څېړنو سره سم، په تېرو ۱۵۰ کلونو کې د ځمکې تودوخه ۱.۱ سانټي ګراډ زياته شوې او که د فوسيلي سون توکو د سوځېدو بهير تم نه شي، نو ډېر ژر به د تېرو ۱۵۰ کلونو په پرتله د ګرمۍ زياتېدل له دوو درجو زياته شي او پر چاپېريال به يې اغېزې د کنټرول وړ نه وي. دې شننو د اقليمي بدلونونو په تړاو د عمومي افکارو انديښنې زياتې کړې او د چاپېريال ساتنې د ملاتړ په موخه په بېلابېلو بڼو فعاليتونه زيات شول. په دې لړ کې لاريونونه وشول، څېړنيز راپورونه خپاره شول، هنري نندارتونونه جوړ شول، د خبرو—اترو محفلونه جوړ شول او همدا راز د چاپېريال د ملاتړ ټولنې رامنځته شوې. ځينې کسان چې په دې لړ کې يې پراخې هلې-ځلې وکړې، په نړيواله کچه يې فکري او رواني اغېز پرېښود. د سويډنۍ ګرتا تونبرګ په څېر يوه ماشومه يې بېلګه ده چې ښوونځي ته له تلو يې ډ‌ډه وکړه او د نوښګرو برنامو په کارولو سره يې زياتو ماشومانو او ځوانانو ته الهام ورکړ. همدا راز برېتانوي ډيويډ اتنبروی په مختلفو ابعادو او د ځمکې په بېلابېلو ګوښو کې د چاپېريال د ويجاړۍ مستند فلمونه جوړ کړل او نړۍ ته يې اخطار ورکړ چې که له طبيعت سره خپل تعامل بدل نه کړو، نو ژر به د ناورين شاهدان شو. د اقليمي بدلونو په اړه ګڼو څېړنيزو راپورونو ويل چې د جبران اقداماتو فرصتونه په چټکۍ پر کمېدو دي او که کلک اقدامات ونه شي، نو شونتيا داده چې د اقليمي تغييراتو بهير به د بشر له کنټروله ووځي. اوس عمومي افکار او ډېری سياستوال دې پايلې ته رسېدلي چې بايد سره کرښه وټاکو او هماغې ته ژمن پاتې شو.

د ۲۰۱۵ پر مهال د پاريس «کوپ ۲۱» کانفرانس دې غوښتنې ته ځواب و. په پاريس کې ۱۹۰ هيوادونو هوکړه‌ليک لاسليک کړ چې اصلي موخه يې د دوو درجو سانټي ګراډ په شاوخوا کې د ګرمۍ د زياتېدو محدودول و. بله موخه، د اقليمي بدلونونو له پايلو سره د هيوادونو د ځان عيارولو وړتيا زياتول و. د يو شمېر دولتونو استازو د لوېديځې اسيا د ځينو مهمو هيوادونو لکه ايران، ترکيې او عراق د دې توافق‌ليک له لاسليکولو ډډه وکړه. د دوی په اند د مخنيوي اقداماتو اړتيا دومره ډېره نه ده چې دوی دې يې له امله دا توافق‌ليک لاسليک کړي. په دې کې ځينو دولتونو اقليمي بدلونونه د «لوېديځ ستونزه» ګڼله چې د دوی له ورځني ژوند سره اړه نه لري. په ۲۰۱۷ کال کې د پاريس د چاپيريال ساتنې له تړون څخه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې استدلال چې پر دې تړون عمل د امريکا اقتصاد ضعيف کړی، د امريکا وتلو ناهيلي خپره کړه. خو د وچکاليو، توپانونو، اورونو، طبيعي کنګلونو ويلي کېدو او د ژوند د تنوع د نابودۍ چټکېدونکې کچې بشري ټولنې ته له دې پرته بل انتخاب ورنه کړ چې په لا نور قوت او انګېزه د مخنيوي تدابير ونيسي. نوې ترسره شوې څېړنې سپارښتنه کوي چې د دوو درجو په شاوخوا کې د ګرمۍ کنټرول نه مهارېدونکې پايلې لري او بايد تدابير او برنامې په داسې توګه تنظيم شي چې د ګرمۍ زياتوب په شاوخوا يوه نيمه درجه کې وساتل شي.

د ۲۰۲۱ پر مهال په سکاټلينډ کې د ګلاسکو «کوپ ۲۶» په کانفرانس کې ژمنه وشوه چې مهم پړاو راتلونکی دی. په دې کانفرانس  کې کم سياستوال داسې پيدا کېدل چې د چاپېريال ساتنې له جبراني يا د زيان د مخنيوي له برنامو سره د مخالفت جرأت يې کړی وای. د نړۍ تر ۲۰۰ زياتو هيوادونو استازو تر ۲۰۳۰ کال پورې د خپلو قوي ژمنو تر څنګ د شين کوريزو غازونو د کمولو په تړاو خپل سياستونه اعلان کړل. کله چې نړۍ د داسې اقداماتو لپاره منظمه شوې وه، اصلي پوښتنې دا وې چې په عملي توګه به د شين کوريزو غازونو توليد څه وخت کمېږي او څه وخت به دا بهير صفر ته رسېږي. صفري نقطه يعنې د شين کوريزو غازونو د توليد کچه بايد په هغه حد کې وي چې له هماغې کچې سره هممهاله بيرته جذب شي.

د لومړۍ پوښتنې ځواب تقريبا همدا کال تر لاسه شو. د «امبرز» معتبرې موسېسې له راپور سره سم، د ۲۰۲۳ کال پر مهال د بادي او لمريزې برېښنا توليد به د تقاضا تر کچې زيات وي چې د دې مطلب د نړۍ په کچه د شين کوريزو يا ګرموونکو غازونو د نزولي تصاعد پېل دی. خو د شين کوريزو غازونو د تصاعد پايلې به لسيزې دوام ولري. د کوپرنيک د اقليمي بدلونو د موسېسې له څېړنې سره سم، د ۲۰۲۳ په دوبي کې جولای مياشت د ګرمۍ د ثبت له وخته د ځمکې تر ټولو  ګرمه مياشت وه. د نړيوالې ټولنې سياستوال او د چاپېريال ساتنې کارپوهان به دوې اونۍ په دوبۍ کې پر همدې بحث وکړي چې د شين کوريزو غازونو د خپرېدو د مخنيوي لپاره نور کوم اقدامات کولای شي تر څو ژر تر ژره خوندي ځمکې او زغمل کېدونکې هوا ته لاسرسی وشي.

په افغانستان کې وضعيت

جګړه، شديد فقر، په حاکميت کې د ارادې نشتون او د عمومي افکارو نه پوهاوی د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د اقليمي بدلونونو په تړاو حساسيت کم شي. يو له اتو هدفونو چې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۵ پورې پلان شوي وو، د چاپېريال ساتنې د پايدارۍ تضمين و. د افغانستان دولت دا اهداف نيمه لسيزه وروسته يعنې په ۲۰۰۵ کال کې د پرمختيايي بهير د بنسټ په توګه تعيين کړل او د هغو په پلي کولو کې يې هم بې کفايتي او غفلت وښود. د پايدار پرمختګ په برخه کې د افغانستان د دولت اقدام هم ډېر ځنډنی و. د پايدارې ودې له ۱۷ اهدافو يو هدف چې ۱۹۳ هيوادونو هم هوکړه پرې کړې او له ۲۰۱۵ کال څخه پېل او په ۲۰۳۰ کال کې پای ته رسېږي، له تغييرېدونکې آب و هوا سره قوي مبارزه او ور څخه د پېښو زيانونو مخنيوی دی. د افغانستان دولت دوه کاله وروسته د ۲۰۱۷ کال په جولای کې د اجراييه رياست په چوکاټ کې د پايدارې پرمختيا اهداف رامنځته کړل. په همدې کال د جمهوري رياست د هغه وخت لومړي مرستيال سرور دانش د اقليمي بدلون په نړیواله اونۍ کې افغانستان د اقليمي بدلونونو په لړ کې تر ټولو زيانمن هيواد ياد کړ. داسې ښکاري چې له پورتنيو عواملو سره-سره، د ناامنيو د پراختيا او په حاکميت کې د تاوتريخجن بدلون له کبله افغانستان نور هم زيانمن شوی دی. د طالبانو د لومړي وزير اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ۲۰۲۳ کال پر مهال د اقليمي بدلون په نړيواله اونۍ کې نوې نړیواله ارزونه ومنله چې افغانستان په نړۍ کې د اقليمي بدلونونو له اړخه شپږم تر ټولو زيانمن هيواد دی.

دا وضعيت خبرداری ورکوي چې افغانستان پر يوه بشپړ ناسم او خطرناک مسير روان دی. هغه مسير چې د مخنيوي او جبران هيڅ اغېزناکه برنامه په کې نه تر سترګو کېږي. د فوسيلي سون توکو سوځېدل مخ پر زياتېدو دي، طبيعت خپل حال ته پرېښودل شوی او له خطر سره مخ ځنګلونه، بوټي، الوتونکي مرغان او وحشي حيوانات همداسې پرېښودل شوي دي. دې وضعيت له وړاندې لا د افغانستان د چاپېريال ساتنې د فعالانو وضعيت خراب کړی دی. زيات فقير او مخ پر ودې هيوادونو د ملګرو ملتونو له زرغون صندوق څخه په استفادې د پاکې انرژۍ (بادي، لمريزه او نورې پاکې انرژۍ) پراختيايي برنامې چټکې کړې، خو افغانستان اوس مهال د نړيوال رسميت د نه لرلو له کبله له دې صندوق څخه استفاده نه شي کولای. حتا افغانستان سږ کال د دوبۍ په کانفرانس کې د ګډون اجازه نه ده تر لاسه کړې. له همدې کبله، د افغانستان د سياسي رژيم وضعیت د خپلې بې کفايتۍ تر څنګ د شديد فقر او د ټولنې د ناپوهاوي په ملتيا له اقليمي بدلون څخه راپېښو خطراتو ته لاس ورکړی او دا هيواد په دې لړ کې مخ پر ځوړ روان دی.