UN Photo / Jean Marc Ferré

ريچارډ بينټ: افغانستان له تېرو څو لسيزو راهيسې د مجازاتو له معافیت سره مخ دی

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ريچارډ بينټ وايي چې دا هيواد له څو لسيزو راهيسې د مجازاتو له معافیت سره مخ دی او د ده په وينا، د بشري او جنګي جنايتونو عاملين ځواب ويلو ته نه دې اړ کړل شوي.

ده دا څرګندونې پرون (جمعه، ۱۷ د ليندۍ) «په افغانستان کې د جنګي جنايتونو په تړاو ځواب ويل: نړيواله جنايي محکمه او تر دې هاخوا» نومې غونډه کې وکړې.

بينټ ويلي، څو لسيزې کېږي چې افغانستان د بشري حقونو د نقض او د جنګي او بشريت ضد جنايتونو په تړاو د مجازاتو له معافیت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي د خپل ماموريت په تشرېح کولو سره ويلي چې همکاره ډله یې په افغانستان کې د جنايتونو په تړاو د معلوماتو په مستند کولو او خوندي کولو بوخته ده.

ده وويل چې د بشري حقونو نقض په ۲۰۲۱ کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نه دی پيل شوی، خو تر دې نېټې وروسته تشديد شوی دی. بينټ زياته کړې چې په افغانستان کې د جنګي جنايتونو عاملين يوازې له طالبانو او د داعش له خراسان څانګې سره تړاو نه لري.

بينټ غوښتنه وکړه چې د ملګرو ملتونو غړي هيوادونه دې په افغانستان کې د نړيوالې جنايي محکمې د څېړنو مالي او سياسي ملاتړ وکړي.

ده همدا راز د بشري حقونو د هغو سازمانونو ملاتړ ضروري وګاڼه چې د تخلفاتو د موندنې او راپور ورکولو په برخه کې کار کوي.

په دې غونډه کې له افغانستانه د حقوقي مسايلو کارپوه هم د جنايتونو په اړه خبرې وکړې.

ده وويل چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د بشري حقونو نقض کم شوی دی، ځکه په تېرو وختونو کې ځيني ځانمرګي بريدونه طالبانو کول چې اوس پر افغانستان واکمن دي.

خو حکيمي د ښځو او نجونو وضعيت غميزه وبلله او ويې ويل چې د ځينو ډلو لکه هزاره‌وو پر خلاف هدفي بريدونه روان دي. ده په هرات کې وروستي بريد ته اشاره وکړه چې د دوو هزاره روحانيونو په ګډون پکې شپږ تنه د نامعلومو افرادو له لوري ووژل شول.

ده زياته کړه چې د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې هم هزاره د داعش او نورو ډلو له لوري د خپل هويت له وجې په نښه شوي دي.

حکيمي زياته کړې چې طالبانو هم د هزاره‌وو عام وژنې کړې دي. ده د نويمې لسيزې پر مهال په مزار شريف کې د هزاره‌وو عام وژنې ته اشاره وکړه.

ده همدا راز وويل چې طالبانو په پنجشير کې جنګي جرايم کړي او تاجيکان يې په ډلييز ډول مجازات کړي او په دې وروستيو کې يې په شمال کې ازبکان هم بې ځايه کړي دي.

«په افغانستان کې د جنګي جنايتونو په اړه ځواب ويل: نړيواله جنايي محکمه او تر دې هاخوا» نومې غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو فعال هادي معرفت وويل چې په افغانستان کې د جناياتو په تړاو پلټنې له ننګونې سره مخ دي.

د ده په وينا، اوس مهال په افغانستان کې د بشري حقونو څېړونکي نشته او طالبان هم اطلاعاتي کنټرول لري.

نړيوالې جنايي محکمې په وروستيو کلونو کې اعلان کړی و چې په افغانستان کې د جناياتو په اړه خپلې څېړنې بيرته پيلوي.

د بښنې نړيوال سازمان په تازه توګه له دې محکمې غوښتي چې تر ۲۰۲۱ کال وړاندې چې په افغانستان کې د طالبانو او نورو ډلو له لوري د شويو جناياتو د قربانيانو لپاره د عدالت پلي کول خپل لومړيتوب وګڼي او بهير دې يې چټک کړي.

دې سازمان ويلي چې په افغانستان کې د نړيوالې جنايي محکمې د څېړنو په اړه د پام وړ پرمختګ غوښتونکي دي او په علني او شفاف ډول بايد د دې څېړنو راپور ورکړل شي تر څو د قربانيانو او پاتې شونو د معنادار ګډون شونتيا برابره شي.

د بښنې نړيوال سازمان زياته کړې چې په افغانستان کې د څېړنو د بيرته پیلولو په تړاو د نړيوالې جنايي محکمې پرېکړې د جناياتو زرګونه قربانيان عدالت، حقيقت او غرامت ته د لاسرسي موندلو لپاره هيله من کړي او دا محکمه هم بايد په څېړنو کې پرمختګ کولو ته ژمنه وي.