اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (يوناما) د بشري حقونو په نړيواله ورځ ويلي، چې د ۲۰۲۱ کال تر اګست وروسته د وسله والو نښتو د کمېدو په پايله کې د امنيتي وضعيت له ښه کېدو سره-سره په افغانستان کې لاهم د بشري حقونو وضعيت بدتر دی.
د يوناما په وینا، چې د ښځو او نجونو پر خلاف په سيسټماټيک تبعيض سره د طالبانو د بشري حقونو مخينه مشخصه شوې ده.
يوناما ويلي، چې پر ښځو او نجونو له سختو بنديزونو سره-سره دا دفتر د غير قانوني وژنو، شکنجې او بد چلند، بدني شکنجې، خپلسرو نيونو او د زندانيانو د حقونو د نقض موارد مستند کوي.
همدا راز د يوناما په اعلاميه کې راغلي چې کوم کسان د بشري حقونو د دفاع په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو خبرې کوي، له خپلسرې نيونې، ګواښ او سانسور سره مخ کېږي.
په دې اعلاميه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ استازې فيونا فريزر ويلي: «په داسې حال کې چې د بشري حقونو ورځ لمانځو، د بشري حقونو د هغو افعان مدافعينو درناوی کوو او پیوستون ورسره ښيو چې د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې د اساسي اصولو، عدالت او ازادۍ لپاره سخته بيه پرې کوي.»
يوناما له طالبانو غوښتي چې د يوه باثباته، سولييز او پرمختللي افغانستان لپاره دې د بشري حقونو تعهدات د يوه بنسټ په توګه ومني او ملاتړ دې يې وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا يادونه کړې چې دا هيواد د بشري حقونو د نړيوالو تړونونو غړی دی او په دې لړ کې يې تاريخي رول ادا کړی دی.
د دې په وينا، طالبان هم قانوني تعهد او هم د افغانستان د ټولو وګړو پر وړاندې مسووليت لري او له دې سره-سره بايد د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ وکړي.
اوتنبايوا ټينګار کړی: «د افغانستان د راتلونکې سوکالۍ، يووالي او ثبات لپاره بايد بشري حقونه خوندي شي.»