Photo: Chekad.tv

د روغتيا نړیوال سازمان: سږکال په افغانستان کې دوه زره او ۵۱۳ تنه د تنفسي ناروغيو له کبله مړه شوي

اطلاعات روز: د روغتيا نړیوال سازمان وايي، چې د روان ميلادي کال له پېله په افغانستان کې له خطرناکو تنفسي ناروغيو سره د اړوندو مړينو دوه زره او ۵۱۳ پېښې ثبت شوې دي.

د دې سازمان له راپور سره سم، ډیری قربانيان ښځې او ماشومان دي.

د روغتيا د نړیوال سازمان په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ راهيسې ټولټال د ۲۳۷ زره او ۷۸۲ پېښو راپور ورکړل شوی چې په ټول هيواد کې په تنفسي ناروغيو اخته شوي.

د دې راپور له شمېرو سره سم، په دې ټولو مواردو کې ۶۱ سلنه تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان او ۴۸ سلنه يې ښځې دي.

د روغتيا نړیوال سازمان ويلي، چې فعال موارد د دریو کلونو پر مهال د ورکړل شويو راپورونو تر شمېر د ښه راپور ورکولو له کبله زيات دي.

د ژمي د موسم په را رسېدو او په ښارونو کې د ککړتيا له زياتېدو سره شونتيا شته چې په هيواد کې تنفسي ناروغۍ زياتې شي.