له پاکستانه راستنې شوې کورنۍ وایي، د یوې میاشتې په تیریدو سره لاهم سرپناه نه لري

اطلاعات روز: د افغانستان له نورو سیمو سربیره ختیځو ولایتونو ته له پاکستانه تازه راستنې شوې کورنۍ شکایت کوي، چې څه د پاسه یوې میاشتې له تیریدو وروسته ورته لاهم سرپناه او نورې اړینې اسانتیاوې نه‌ دي برابرې شوي.

دوی وايي، زیاتره کورنۍ خیمو ته لاسرسی نه لري او تر پلاسټیکي ټوټو او ترپالونو لاندې شپې او ورځې تېروي.

قدرت الله چې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه هیواد ته راستون شوی اوسمهال د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «شیخ مصري» سیمه کې له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره په یوه خېمه کې د ژمي یخې شپې تیروي.

نوموړی د طالبانو پر حکومت او مرستندویه ادارو نیوکه کوي، چې له پاکستانه له راستنیدو وروسته ورسره له لس زره افغانیو پرته هېڅ مرسته نه‌ ده شوې.

هغه زیاتوي، د ده په ګډون راستانه شوي ډیری کډوال تر خیمو لاندې ژوند کوي او په وینا یې چې د ژمي په رارسېدو سره لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه راز د لغمان اوسیدونکی حجت خان چې تازه له پاکستان څخه د خپلې کورنۍ سره راګرځیدلی وایي، پاکستان کې یې خپل څاروي او د کور نور وسایل په نیمه بیه پلورلي او هیواد ته خالي لاس راستون شوی دی.

هغه چې د اوسیدو ځای نه لري، اوسمهال په کرایه کور کې ژوند تیروي وایي، د کار نشتون او د ژوند د نورو اړتیاوو سربیره د کور کرایې اندیښمن کړی دی.

نوموړی د طالبانو له حکومت او مرستندویه موسېسو غوښتنه کوي، چې راستنو شویو کورنیو لپاره دې دايمي سرپناه برابره کړي.

همدارنګه د کونړ نورګل ولسوالۍ اوسیدونکی حشمت الله د طالبانو له حکومت څخه بیا غواړي چې د اوسېدو ځای برابرولو برخه کې ورسره مرسته وکړي.

حشمت الله وویل: «یوه میاشت کېږي چې خپل هیواد ته راغلی یم او اوس دلته د یو خپلوان په کور کې اوسیږم اته غړي یو د کورنۍ خپله ځمکه او کور نه لرم، له حکومت څخه غواړو چې کورونه راته جوړ کړي، ځکه دا د ژوند لومړني خدمتونه دي چې موږ باید ورته لاسرسی ولرو.»

بلخوا د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، هغه افغانان چې له پاکستانه را اېستل شوي او د اوسېدو ځای نه لري، د هغوی له پېژندنې وروسته به یې د کورنۍ د غړیو شمېر ته په کتو ځمکه ورکړل شي.

دطالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري ویلي، پر دغو کورنیو به په ټول هېواد کې ۲۰۰۰۰۰ نومرې ځمکه ووېشل شي.

پاکستاني حکومت د تېرې نوامبر میاشتې له دویمې نېټې راهیسې څه باندې ۴۱۸ زره هغه افغانان چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، په زور له خپل هېواده را شړلي او دا لړۍ په چټکۍ دوام لري.