انځور: لوګر کې د کرنې ریاست

لوګر کې د لبنیاتو د پروسېس مرکزونو بازار پیکه شوی

لوګر د هیواد هغه ولایت دی، چې د اوسېدونکو نیمايي برخه یې په کرنه او د څارویو په روزنه بوخت دي او له دې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي، په دې ولایت کې د لبنیاتو د پروسېس یو شمیر مرکزونه فعال دي، چې د دې ولایت له مرکز او ځینو لېرې پرتو سیمو ورته خلک شېدې راوړي.

د دغو مرکزونو مسوولین وايي، له تېر یو نیم کال راهیسې یې کاروبار پیکه شوی او د بازار نشتون له امله اړ شوي چې خپل مرکزونه وتړي، خو د لوګر لپاره د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست بیا ویلي، چې دوی څه موده وړاندې د هالینډ کمیټې په مالي ملاتړ په مرکز پل عالم کې د لبنیاتو د پروسېس یو لوی مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته یې سپارلی دی.

په مرکز پل عالم کې د لبنیاتو د پروسېس د یو مرکز مسوول نور جمال وايي، دوی ته له لېرې سیمو کوچیان او نور ځايي خلک شېدې د پروسېس لپاره راوړي، خو زیاتوي چې د کمزوري بازار له امله نه شي کولای چې له مالدارانو په زیاته کچه تولیدات راټول او پروسېس کړي.

د نوموړي په وینا پخوا به د لوګر سربېره پلازمینې کابل او پکتیا ولایتونو ته هم په زیاته کچه پروسېس شوي لبنیات د خرڅلاو لپاره وړاندې کېدل، خو په خبره یې چې اوس یادو ولایتونو ته هم د لبنیاتو په انتقال کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

جمال وویل: «مونږ پخوا ډېر ښه تولیدات لرل، که به هر چا شېدې راوړې ترې اخیستلې به مو او له پروسېس وروسته به مو پل عالم، پکتیا او کابل ته وړلې، خو اوس که خلک راته شېدې راوړي نو نه شو کولای ټولې ترې واخلو، ځکه مونږ ورته بازار نه لرو او راباندې تاوانیږي، چې وروسته د ګټې پر ځای له لوی زیان سره مخ کېږو.»

د لوګر د پروسېس په مرکزونو کې د شېدو له یوې برخې څخه مستې جوړيږي او وروسته نورو سيمو ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کېږي. انځور: خواله رسنۍ

لوګر کې صدف، ضیاء انصاف او ځینې نور د پروسېس هغه مرکزونه دي، چې تر نورو ډېر لبنیات پروسېس کوي، په دغو مرکزونو کې په کار بوخت ځوانان وايي، دوی ته هر ورځ شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ سلګونه لېټره شېدې د پروسېس لپاره راوړي، خو د کمزوري بازار له امله مجبور دي، چې دا شمېر نور هم راکم کړي.

دوی زیاتوي چې د پروسېس په دغو مرکزونو کې د شېدو لومړی کيفيت معلوموي او وروسته يې پروسېس ته وړاندې کوي.

د دغه ولایت د حصارت ولسوالۍ یو اوسېدونکي ریس خان چې د څارویو روزنه کوي، اطلاعات روز ته وویل، چې نوموړی له څلورو غواګانو، ۲۱ واړه څاروي لري، چې له دې وړاندې به یې خپل تولیدات د پروسېس مرکزونو ته ور وړل، دا چې اوس یې کاروبار پیکه شوی نو له دوی څخه زيات تولیدات هم نه اخلي.

هغه وايي، مجبور دی چې خپل څاروي هم راکم کړي، ځکه چې ساتنه يې ډېر مصرف غواړي.

هغه وویل: «زمونږ غواګانې او څاروي د ګټې وټې يوازينۍ لاره ده، شېدې ترې ترلاسه کوو او وروسته يې د پروسېس مرکزونو ته لېږو، خو اوس هغوی هم زمونږ ډېر مواد نه اخلي او راته وايي، چې مونږ يې زيات نه شو خرڅولی او له دې کبله ورسره زمونږ کار هم خراب شوی دی.»

لوګر کې د لبنیاتو د پروسېس په یو مرکز کې له شېدو څخه جوړ شوی پنیر. انځور: د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست

په همدې حال کې د لوګر ولايت لپاره د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست ولايتي مسوولين وايي، دوی هڅه کوي تر څو لوګر کې د لبنياتو توليدات پراخه او نورو سيمو ته يې هم وغځوي.

دوی د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د مرکز پل عالم اړوند دوشنبې په سيمه کې يې د درې لکه او ۵۰ زره افغانيو په ارزښت د هالینډ کمېټې له خوا د لبنياتو د پروسېس يو مرکز له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته سپارلی دی.

په خبرپانه کې زياته شوې چې له دې مرکز به له ۱۳ کليو څخه لسګونه څاروي لرونکي ګټه پورته کړي او هره ورځ به په کې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ لیټره شيدې ټوليږي.

لوګر کې د لبنیاتو د پروسېس تازه جوړ شوی مرکز. انځور: خواله رسنۍ

د دې سربېره لوګر کې د طالبانو د اقتصاد رياست مسوولينو که څه هم د لبنياتو د پروسېس مرکزونو د ستونزو په اړه څه نه دي ويلي، خو له خپل ادرس څخه يې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دوی وخت ناوخت له دغو مرکزونو څارنه کوي تر څو باکيفيته لبنيات بازار ته وړاندې شي.

د يادولو وړ ده، چې د لبنياتو د پروسېس په يادو مرکزونو کې شېدې پروسېس کېږي، چې وروسته ور څخه کوچ، مستې، پنير، چکه او کورت لاسته راځي او بیا یې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کوي.