ننګرهار کې د درې سوه زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د کان عالي لېسې ته ودانۍ جوړه کړې ده.

ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست رییس مفتي حضرت حبیب حقاني وایي، چې د یاد ښوونځي ودانۍ تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۲ د لیندۍ) ګټې اخېستنې ته سپارل شوې ده.

نوموړی زیاتوي، د ښوونځي دغه ودانۍ پر ۴ جریبه ځمکه د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې.

نوموړی زیاتوي، چې د یادې لېسې ودانۍ په دوو پوړونو کې د یوه کال په موده کې جوړه شوې، چې ۱۲ درسي خونې، ۴ اداري خونې، ۵ تشنابونه، یو کمپیوټر لیب او نور اړین ملحقات لري.

د معلوماتو له مخې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یونېسیار موسېسې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې ۱۵ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي دي.