اطلاعات روز: پاکستاني چارواکو ويلي، چې د بې اسناده پناه غوښتونکو د استوګنې جريمه چې په نورو هيوادونو کې د ميشتيدنې هڅه کوي، له ۸۰۰ ډالرو څخه ۴۰۰ ډالرو ته کمه شوې ده.
د ډان نيوز له راپور سره سم، د افغانستان بې اسناده پناه غوښتونکي بايد دا پيسې له پاکستانه د تګ پر مهال ادا کړي.
د پاکستان د اطلاعاتو لنډمهالي وزير مرتضی سولنګي پرون چهارشنبه (۲۲ د ليندۍ) په يوې خبري غونډه کې ويلي، چې د قانوني اسنادو د ترلاسه کولو او يا له دې هيواده د تخليه کېدو لپاره د افغان کډوالو وخت له ۳۱ ډسمبر څخه تر د ۲۰۲۴ کال د فبروري تر ۲۹مې پورې غزول شوی دی.
پاکستان په اکتوبر مياشت کې اعلان وکړ چې د افغانستان ټول بې اسنادو کډوال بايد له دې هيواده ووځي، که نه وبه شړل شي.
په دې پرېکړه سره هغه له خطر سره مخ افراد او پناه غوښتونکي د ايستلو له خطر سره مخ دي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي وو.
ويل کېږي چې پاکستان د امريکا په غوښتنه هغه کډوال نه باسي چې له نورو هيوادونو يې د ميشتېدو ژمنه ترلاسه کړې وي.