له پاکستانه د کډوالو ايستل؛ د يوه انساني کړکېچ د سياسي انګېزو او پايلو په تړاو راپور

جليل رونق او امير بهنام

په پاکستان کې افغان پناه غوښتونکي به د تېرو دوو مياشتو پر مهال له دې صحنې سره مخ شوي وي چې پاکستاني پوليس د مسجدونو د سپيکرونو له لارې له بې اسناده کډوالو غواړي چې «مهرباني دې وکړي او په خپله خوښه دې خپل هيواد ته ستانه شي». دوی خبرداری ورکوي چې له مخالفت کوونکو سره به قانوني چلند وشي. دا اخطارونه تر هغه وروسته شروع شول چې د پاکستان لنډمهالي حکومت پرېکړه وکړه چې بې اسناده کډوال له دې هيواد څخه وباسي. اوس ډېری هغه کسان چې اسناد نه لري، بايد خپل کور او نغری پرېږدي او له خپلو هغو کمو امکاناتو او پيسو سره افغانستان ته روان شي چې د وړلو اجازه يې ورکول کېږي. رحيم هم له همدې کډوالو څخه دی. دی د کراچۍ په ښار کې پيدا شوی، په اردو ژبه خبرې کوي او له پښتو او فارسي سره بلد نه دی. رحيم د يوه کوچني بار وړونکي موټر شاته ولاړ دی، اولادونه يې د هغه تر شا ناست دي. دی وايي چې کراچۍ ښار يې کور دی، هلته زېږېدلی او کار يې کړی او ورسره بلد دی، خو له افغانستان سره بلد نه دی او نه پوهېږي څه وکړي. رحيم په اردو ژبه وايي چې که د پاکستان دولت ورته اجازه ورکړې وای، هيڅکله يې هم نه غوښتل چې افغانستان ته ستون شي.

د سږکال د اکتوبر مياشتې پر درېيمه د بې اسناده کډوالو د ايستلو په اړه د پاکستاني دولت پرېکړې د رحيم په څېر تر ۱.۷ ميليونه زياتو وګړو برخليک په داسې توګه بدل کړ چې هغوی نه غوښت. د پاکستاني چارواکو له لورې له وړاندې شويو شمېرو سره سم، په پاکستان کې شاوخوا څلور ميليونه کډوال موجود دي. په دې کسانو کې د پام وړ برخه هغه کسان هم دي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال يې له خپله هيواده د طالبانو له وېري تېښته کړې. ډېری نور يې بيا د رحيم په څېر دي چې په پاکستان کې زېږېدلي، يا يې هم کلونه-کلونه هلته ژوند کړی او اوس بايد په يوه داسې هيواد کې خپل نوی کور ولټوي چې ورسره اشنا نه دي. د دې کډوالو ډلييزې شړنې ګڼې اندېښنې را پيدا کړې دي. له بې‌کارۍ، لوږې او د طالبانو له چلند څخه وېره، له افغانستان څخه نورو هيوادونو ته د کډوالۍ زياتېدل او د ټولنيزو درزونو زياتېدل همداسې ځينې اندېښنې دي.

د کډوالۍ لومړۍ څپه

د افغانستان خلک له ۱۹۷۰ يمې لسيزې راهيسې د نړۍ د کډوالو او پناه غوښتونکي لړليک په سر کې دي. د جماهیر شوروي د اتحاد د تېري او بيا وروسته د کورنيو جګړو له کبله په ميليونونو افغانان له جنګ او د هغه له پايلو د تېښتې په موخه هيواد پرېښود. له شمېرو سره سم، په دې موده کې د افغانستان تر ۲۰ سلنې زياتو وګړو خپل وطن پرېيښی وو. د افغانستان تر ټولو زيات پناه غوښتونکي ايران او پاکستان ته تللي دي. هغه وخت ايران او پاکستان تر شپږ ميليونه زياتو کډوالو ته د ځای په ورکولو سره د افغانستان د بې ځايه شويو تر ټولو لوی مېشتځای و.

افغانستان له دې دواړو هيوادونو سره زيات مشترکات لري او همدا د دې لامل شوي دي چې زيات کډوال همدې دوو هيوادونو ته ولاړ شي. افغانستان تر ټولو اوږدې پولې له پاکستان او ايران سره لري. دواړه هيوادونه د جهادي ډلو فعال کوربانه و او د هغوی په تجهيز، وسلې سمبالولو، زده کړې او سياسي ملاتړ کې يې فعاله ونډه اخيسته. پاکستان – د سړې جګړې په چوکاټ کې – د امريکا او غربي او عربي هيوادونو په ملاتړ د جهادي ډلو د رامنځته کولو او د هغوی د روزنې او تجهيز په موخه دې ډلو ته سرپناه، امن چاپېريال، امکانات او سياسي، نظامي او مالي اسانتياوې برابرې کړې وې. ايران هم د ډېرو متفاوتو دلايلو له کبله د کمونيسټي دولت او او شوروي جماهيرو د اتحاد پر وړاندې د مجاهدينو ملاتړ کاوه او د ميليونونو افغان کډوالو کوربه و. په دې دوره کې تر دریو ميليونو زياتو کډوالو په پاکستان او همدومره شمېر په ايران کې ژوند کاوه.

په ګاونډيو هيوادونو کې د افغان کډوالو ټولټال شمېر

پر طالبانو د امريکا تر نظامي بريد وروسته پاکستان د دې ډلې د جنګياليو او ملايانو په اصلي پټنځای بدل شو. د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال، طالبانو، القاعدې او سيمه‌يیزو متحدينو يې وکولای شول چې په ډېری قبايلي سيمو او بلوچستان ايالت کې خپل پټنځايونه، زدکړييزې مدرسې او نظامي کمپونه پراخ کړي او د زرګونو سرتېرو او ځانمرګو بريدګرو په جذبولو سره د افغانستان د پخواني دولت او د امريکا تر مشرۍ لاندې بهرنيو ځواکونو پر خلاف جګړې ته دوام ورکړي. د طالبانو د ډلې د لومړي رهبر ملا عمر زوی په کراچۍ کې مدرسې ته ولاړ، همالته را لوی شو او اخر هم له کوټې شورا سره چې د طالبانو مشري يې کوله، يو ځای شو. د دې ډلې رهبران او غړي په ديوبندي مدرسو کې په ازاده توګه په تدريس او زده کړې کې مصروف وو. د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال د کوټې، پېښور او ميرانشاه شوراګانې د طالبانو اصلي سرچينې بلل کيدې په پاکستان کې وې او د طالبانو مشرانو د همدې شوراګانو له لارې د امريکا، افغان دولت او د هغو د نړيوالو متحدينو پر وړاندې  یې جګړه رهبري کوله.

په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د طالبانو تر سقوط وروسته هيواد ته د کډوالو راستنېدل هم زيات شول. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ د اټکل له مخې يوه لسيزه وروسته د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ ۵.۷ ميليونه کډوال بيرته هيواد ته راستانه شوي دي. افغانستان ته د کډوالو راتګ د هيواد نفوس په پام وړ کچه زيات کړ، هغه مهال د هيواد نفوس ۲۵ سلنه زيات شو.

د کډوالۍ دويمه څپه

تر ۲۰۱۴ کال وروسته تر ډېره حده د ځوانانو ترمنځ د هيواد د امنيتي او اقتصادي وضعيت د ښه کېدو په تړاو ناهيلي خپره شوه او تر ډېره حده د اروپايي هيوادونو پر لور تګ پېل شو. دا مسئله د عربي هيوادونو په ځانګړې توګه په جګړه کې د ښکيلې سوريې د کډوالۍ له څپې سره هممهاله وه. په افغانستان کې د کډوالۍ دې بهير صعودي تګ کاوه تر دې چې د ۲۰۲۱ کال تر نيمايي پورې د افغانستان د پخواني دولت تر پاشل کېدو او د طالبانو په بيا واکمنېدو سره خپل اوج ته ورسېد.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له ارقامو سره سم، د طالبانو له واکمنېدو راهيسې بيا تر اوسه د افغانستان تر ۱.۶ ميليونه زيات وګړي ګاونډيو هيوادونو ته کډوال شوي دي. په دې توګه په پنځو ګاونډيو هیوادونو کې د افغان کډوالو شمېر تر ۸.۲ ميليونه وګړو زيات شوی دی. په دې لړ کې څلور ميليونه او ۵۰۰ زره په ايران، درې ميليونه او ۷۰۰ زره په پاکستان، ۱۱ زره او ۷۰۰ په ازبکستان، ۱۱ زره په تاجکستان او پنځه زره په ترکمنستان کې کډوال دي. په دې کډوالو کې زياتره يې له غير رسمي لارو کوربه هيوادونو ته تللي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ د کال په منځني راپور کې چې د اکتوبر د مياشتې پر ۲۷مه نېټه خپور شو، په کوربه هيوادونو کې د کډوالو وضعيت يې «سخت» ګڼلی دی.

پاکستان او د افغان کډوالو مسئله

پاکستان تر ترکيې، ايران، جرمني او کولمبيا وروسته په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو ستر کوربه هيواد دی او تر ايران وروسته د افغان کډوالو دويم لوی کوربه دی. د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، په پاکستان کې له ټولو درې ميليونه او ۷۰۰ زره افغان کډوالو څخه يوازې يو ميليون او ۳۳۰ زره يې په دې هيواد کې د پناه غوښتونکي په توګه ثبت دي. په دې لړ کې ۷۰۱ زره او ۳۵۸ تنه په خيبرپښتونخوا، ۳۲۱ زره او ۶۷۷ په بلوچستان، ۱۹۱ زره او ۵۳ تنه په پنجاب، ۷۳ زره او ۷۸۹ په سيند، ۴۱ زره او ۵۲۰ په اسلام اباد او څلور زره او ۳۵۲ تنه په جامو او کشمير کې د روان کال د می مياشتې تر اخر پورې ثبت شوي دي. همدا راز ۸۴۰ زره افغان وګړو (ای سي سي) کارډونه ترلاسه کړي او ۷۷۵ زره نور پناه غوښتونکي په پاکستان کې د اقامې له هر ډول اسنادو پرته ژوند کوي. د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، د ثبت شويو کورنيو ۱۴۶ زره او ۲۴۰ تنه افراد هم په پاکستان کې دي. د طالبانو تر واکمنېدو وروسته چې کوم ۶۰۰ زره پناه غوښتونکي پاکستان ته تللي دي، د اوسيدنې هيڅ ډول اسناد نه لري. د دې پناه غوښتونکو په ګډون تر يو ميليون او ۵۰۰ زره تنه زيات وګړي په پاکستان کې له کوم ډول اسنادو پرته ژوند کوي او افغانستان ته د شړل کېدو له خطر سره مخ دي. د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بوګټي په پاکستان کې د اوسېدونکو پناه غوښتونکو چې قانوني اسناد نه لري په تړاو له فرمان ورکولو سره هممهاله د اکتوبر پر درېيمه وويل، چې په پاکستان کې يو ميليون او ۷۰۰ زره افغان پناه غوښتونکي په «غير قانوني» توګه ژوند کوي. همدا راز پاکستاني حکومت په پاکستان کې د ټولو افغان کډوالو شمېر تر څلور ميليونه کم ياد کړی دی.

د دې نوې پرېکړې له مخې د پاکستان لنډمهالي حکومت خپل هيواد ته د دې کډوالو د اختياري ستنيدنې لپاره د اکتوبر مياشتې له پېله يوه مياشت وخت وټاکه او له دې افرادو غوښتل شوي و چې په دې وخت کې دې په داوطلبانه توګه له پاکستانه ووځي. له دې اعلان سره سم د اسنادو نه لرونکي کډوال به د نوامبر مياشتې له پېله په جبري توګه پېژندل کېږي، نيول کېږي به او بيا به خپل هيواد (افغانستان) ته ستنول کېږي. د دې برنامې له مخې، پاکستانی دولت په لومړي سر کې هغه کډوال چې «هيڅ ډول اسناد نه لري، په پاکستان کې د اوسېدو جعلي اسناد يې جوړ کړي او هغه کسان چې تر حد زيات وخت يې خپله ويزه تمديد کړې» شړي. د دې مرحلې لپاره پاکستان په علني ډول هيڅ زماني حد نه دی ټاکلی. په دويمه مرحله کې داسې شونتيا هم شته چې د افغان پاسپورټ لرونکي پناه غوښتونکي به هم تعقيب او وشړل شي. داسې ښکاري چې په درېيمه مرحله کې به هغه کسان هم وشړل شي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ له لوري ثبت شوي دي. د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ په پاکستان کې د مېشتو کډوالو په تړاو د دې هيواد له دولت سره توافق کړی و چې دا سازمان به افغان کډوال ثبتوي او هغوی ته به د اقامت او ژوند اسانتياوې برابروي. کومو کدوالو چې د دې سازمان اسناد درلودل کولای يې شول چې په ازاد ډول يې په دې هيواد کې ژوند کړی وای، خو دا توافق سږ کال په جولای مياشت کې پای ته ورسېد او تر اوسه يې د تمديد په اړه څه نه دې ويل شوي. له شمېرو سره سم، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له لوري په پاکستان کې ۸۵۰ زره افغان پناه غوښتونکي ثبت شوي دي.

په پاکستان کې افغان کډوال: قانوني وضعيت

د پاکستان حکومت د بې اسناده کډوالو د ايستلو لپاره د دې هيواد په څلور ګونو ايالتونو کې پراخ عمليات کړي دي. پوليس د مسجدونو د سپېکرونو له لارې خلکو ته خبرداری ورکوي چې د بې اسناده کډوالو په راټولولو کې دې مرسته وکړي، دوی پر هغو سيمو هجوم ور وړی چې هلته عموما کډوال ژوند کوي او په ډلييزه توګه يې نيسي. د پاکستان حکومت یوه نوې ټليفوني کرښه پرانيستې او د دې هيواد له وګړو يې غوښتي چې د بې اسناده کډوالو د ليدلو پر مهال دې له همدې لارې راپور ورکړي. د دې هيواد حکومت هغه کډوال هم ښايي مجرمين وګڼي چې دا کډوال ساتي. داسې راپورونه ورکړل شول چې پاکستاني پوليس هغه کسان جرمانه کوي چې بې اسناده کډوالو ته کور په کرايه ورکوي، يا يې هم د کارمند په توګه استخداموي. همدا راز د پاکستان حکومت د هغو کډوالو لپاره چې دا هيواد پرېږدي د اموالو او خپلو پانګو د انتقال په برخه کې مشخص محدوديتونه وضع کړي دي. د دې محدوديتونو له مخې، هر کس کولای شي حد اکثر ۵۰ زره پاکستانۍ کالدارې چې د ۱۲ زرو او ۵۰۰ افغانيو معادل کېږي، له ځان سره له پاکستانه وباسي.

اټکل کېږي چې د معتبرو اقامتي اسنادو د نه لرونکو کډوالو د ايستلو په تړاو د پاکستان د لنډمهالي حکومت د پرېکړي له عملي کېدو راهيسې تر ۳۰۰ زره زيات وګړي له دې هيواده وتلي دي.

د پاکستان د دې پرېکړي علتونه څه دي؟

د پاکستان حکومت په دې هيواد کې د امنيتي ګواښونو مهارول او د اقتصادي کړکېچ مديريت د دې اقدام اصلي انګېزه ګڼي، خو داسې ښکاري چې له دې مواردو سره-سره له طالبانو سره اختلاف او په پاکستان کې عمومي افکار چې د افغان کډوالو په تړاو بدګومانه دي او هغوی د کاري بوختياوو په اخيستلو تورنوي، په دې پرېکړه کې رول لري.

کورنی اقتصادي کړکېچ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونوم د عالي کميشنرۍ له اعلان سره سم، په پاکستان کې د کډوالو او د هغوی د ځايي کوربنو وضعيت د اقتصادي کړکېچ په زياتېدو او تېر کال په دې هيواد کې د سيلابونو د راوتلو له کبله په زياتيدونکې کچه «ننګوونکی» دی. پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې له برېتانيا د خپلواکۍ تر اخيستلو وروسته اوس مهال له بدترين اقتصادي کړکېچ سره مخ دی. د سږکال په جولای مياشت کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت تر ۱۹۹۸ کال وروسته د ډالر په مقابل کې وروستۍ کچې ته ټيټ شو. له دې سره-سره اقتصادي کړکېچ، د تېرو کالو ويجاړوونکو سيلابونو او د نړيوالې انرژۍ بحران دا هيواد د ګړنګ پر غاړه درولی دی. دې سيلابونو د پاکستان يو پر درې خاوره تر اوبو لاندې کړه او دا هيواد په وروستيو کلونو کې له يوه بدتر طبيعي افت سره مخ دی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ ويلي، چې د اقتصادي کړکېچ په زياتېدو سره په پاکستان کې د توکو، اساسي خدماتو او کور د کرايې بيه لوړه شوې چې د پناه غوښتونکو او د هغوی د کوربنو پر وضعيت يې منفي اغېز کړی دی. د اوچا له شمېرو سره سم، په پاکستان کې د ۴.۵۴ ميليونه افغان کډوالو او د هغوی د کوربنو وضعيت ته د رسيدګۍ لپاره د روان ميلادي کال پر مهال ۳۸۳.۸ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده. خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ ويلي، چې له دې ټولو پیسو څخه د سږ کال تر لومړي نيمايي يوازې ۱۰۴.۲ ميليونه ډالر تر لاسه شوي دي.

له طالبانو ناهيلي

په پاکستان کې پر نظاميانو او دولتي اهدافو د تروريستي بريدونو ۶۰ سلنه زياتوالي، د پاکستاني طالبانو د تحريک، د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي ځواک، د داعش خراسان څانګې او تحريک جهاد پاکستان ورځ په ورځ زياتېدونکي ځواک؛ په چترال کې پر يوه پوځي مرکز د پاکستاني طالبانو د تحريک بريد او په پنجاب کې پر يوه هوايي اډه د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي پوځ بريد، د دې هيواد امنيتي انديښنې په جدي توګه زياتې کړې دي.

په افغانستان کې د ايران پخواني سفير رضا بهرامي له پاکستانه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د جبري ستنونې په اړه ځينې دلايل داسې بيان کړي: «د افغانستان له جغرافيې څخه د پاکستاني طالبانو د تحريک د استفادې له شونتيا سره-سره، په پاکستان کې په پېښو شويو ناامنيو کې د افغان اتباعو ګډون او د دې پديدې د مهارولو لپاره له پاکستان سره په نږدې همکارۍ کې د طالبانو مسووليت نه منل هغه مهمې انګيزې دي چې اسلام اباد يې له امله غواړي د کډوالو د کارډ په کارولو سره پر طالبانو فشار راوړي.»

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزير د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د نوامبر مياشتې پر اتمه په يوه خبري کانفرانس کې وويل، چې افغانستان ته د بې اسناده کډوالو شړل د طالبانو هغه نه تمايل ته غبرګون دی چې نه غواړي د هغو «تروريستانو» پر خلاف اقدام وکړي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې تروريستي بريدونه کوي. د ده په وينا، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په کلي توګه په پاکستان کې تروريستي بريدونه ۶۰ سلنه او «ځانمرګي بریدونه ۵۰ سلنه» زيات شوي دي. کاکړ زياته کړه چې واک ته د طالبانو په رسېدو سره د پاکستان هيله دا وه چې د افغانستان په خاوره کې به د پاکستان د مخالفو ډلو په ځانګړې توګه تحريک طالبان پاکستان پر خلاف جدي اقدامات وشي. د ده په وينا، طالبانو په افغانستان کې دا هيله نه ده پوره کړې. د پاکستان د کورنيو چارو وزير هم د اکټوبر په درېيمه نېټه وويل، چې افغان وګړي د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې په تروريستي بريدونو کې لاس لري. د ده په وينا، د روان ميلادي کال په نهو مياشتو کې له ۲۴ ځانمرګو بريدګرو څخه ۱۴ تنه يې د افغانستان وګړي وو. ده وويل چې پاکستان په دې اړه اسناد هم لري.

ميشل کوګلمن د کړکېچ د نړيوالې ډلې په يوه شننه کې ليکلي، چې داسې ښکاري چې د پاکستان د لنډمهالي حکومت د پرېکړې تر شا د دې هيواد پوځ دی. ده ليکلي: «پاکستان د يوه لنډمهالي غير سياسي حکومت له لوري اداره کېږي تر څو هيواد په جنوري کې ټولټاکنو ته تيار کړي. پوځ چې لنډمهالي رژيم زيات اغېز لري، ښايي د دې سياست تر شا وي (د پوځ مشر په ښکاره د دې اقدام ملاتړ وکړ او د دې برنامې په نهايي کوونکې غونډه کې يې ګډون وکړ)، خو غواړي چې هر ډول عمومي انتقاد پر موقت حکومت – هغه چې د سياسي راستنيدنې هيله نه لري – وشي. له دې سره-سره، له طالبانو سره د پاکستان اړيکې خرابې شوې دي ځکه اسلام اباد په دې باور دی چې دې ډلې په افغانستان کې د ټي ټي پي جنګياليو او پټنځايونو د مهارولو لپاره کافي هڅې نه کوي. اسلام اباد ښايي د طالبانو د مجبورولو لپاره تر يوه حده د کډوالو د ايستلو له سياست څخه استفاده وکړي، تر څو له تروريزم د مبارزې په برخه کې زياته مرسته وکړي. طالبانو د کډوالو د ايستلو اقدام غندلی دی.»

طالبانو تر واکمنېدو وروسته د څو مياشتو لپاره د پاکستان د دولت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو کوربتوب وکړ. کله چې دا مذاکرات ناکام شول، پاکستاني طالبانو اوربند ختم کړ او په ټول هيواد کې يې بريدونه پېل کړل.

پاکستان د افغانستان په چارو کې خپل ځانګړی استازی اصف درانی د يوه پلاوي په مشرۍ د روان کال په جولای مياشت کې کابل ته ولېږه. ده د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د فعاليتونو د مخنيوي په اړه طالبانو ته روښانه پيغام درلود. د پاکستاني ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې له راپور سره سم، اصف دراني د طالبانو لوړپوړو مشرانو ته ويلي و، چې يا دې «پاکستان انتخاب کړي او يا هم د پاکستاني طالبانو تحريک». د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په پاکستان کې د جنګ د حرام والي په اړه يو اجرايي فرمان ورکړ. د طالبانو د مشر فرمان د دې ډلې د لوړپوړو غړو له لوري په کابل کې دراني ته په ډاګه شو. طالبانو د پاکستان له مکررو غوښتنو سره-سره هغه فرمان تر اوسه نه دی علني کړی خو د دې ډلې د دفاع د وزير محمد يعقوب په ګډون د طالبانو مشرانو يې ضمني يادونه کړې ده. نوموړي د دې پاکستاني پلاوي تر سفر يوه مياشت وروسته په يوه غږیز پيغام کې وويل، چې د طالبانو د مشر له خبرو سره سم، «هر څوک چې له افغانستانه د جهاد په نيت وځي، دا عمل يې جهاد نه ګڼل کېږي».

اصف دراني وويل، چې طالبانو په افغانستان کې د ټي ټي پي شاوخوا شپږ زره جنګياليو ته ځای ورکړی دی او هغوی پر ګډه پوله د پاکستاني امنيتي ځواکونو پر خلاف په بريدونو کې لاس لري.

همدا راز دراني د سږ کال د نوامبر په لومړيو کې وويل، چې پولې ته له څېرمه سيمو څخه د ټي ټي پي د غړو لېرې کول او بل ځای يې مېشتول يو وړانديز و، خو عملي نشو. تر ده وړاندې د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي و چې له طالبانو سره يې هوکړه کړې چې د پاکستاني طالبانو د تحريک غړي به د دې هيواد له پولې لېرې د افغانستان په خاوره کې ځای پر ځای کوي. د پاکستان د ډيلي رسنۍ په وينا، پاکستان حتا دا هوکړه هم کړې وه چې د ځای پر ځای کولو د دې پروژې مالي لګښت هم پرې کړي. د تېرو دوو کلونو پر مهال له پاکستانه او په جنوب کې له سرحدي سيمو په سلګونو کورنۍ د «ناقلينو» په نوم تر ډېره حده شمالي ولايتونو ته يووړل شوې. د هغوی د ځای پر ځای کولو بهير د طالبانو له لوري مديريت کېده چې له کبله يې له سيمه‌ييزو اوسېدونکو سره خونړۍ شخړې پېښې شوې او همدا راز په سلګونو اصلي ځايي اوسېدونکي کډوال کړل شول. شنونکي وايي چې د دې ځای پر ځای کولو اصلي موخه د پښتنو په ګټه د نفوسو تغيير او د تروريزم د جغرافيې بدلون دی.

له دې سره هممهاله ايکسپريس ټريبيون راپور ورکړ چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې خپل سياست بدل کړی دی او پرېکړه يې کړې ده چې نور به په نړيواله کچه د دې ډلې ملاتړ نه کوي. د طالبانو د يوه اصلي ملاتړي په توګه د پاکستان په چلند کې بدلون په نړيواله کچه د دې ډلې رسميت ستونزمن کوي. د پاکستان لنډمهالي لومړي وزير هم په اسلام اباد کې د سياستولۍ د څېړنو په انسټيټيوټ کې د «مارګلا ۲۰۲۳ خبرو-اترو» په نوم کانفرانس کې وويل چې د افغانستان ستونزې هغه وخت کمېږي چې په دې هيواد کې يو مشروع حکومت راشي.

پاکستاني دولت په يوه بې مخينې اقدام کې له افغانستان سره پر پوله په پېژندپاڼو تګ-راتګ بند کړ او د نومبر له لومړۍ نيټې يې له افغانستان سره پر ټولو پولو په پاسپورټ د تګ-راتګ سيسټم فعال کړ. دې هيواد اعلان وکړ چې له افغانستانه مسافرين يوازې د پاسپورټ او ويزې په وسيله کولای شي پاکستان ته ورشي. د بلوچستان ايالت د چمن سرحدي سیمې وګړو د پاکستان پر دې پرېکړه اعتراض وکړ. تر يوې مياشتې زيات وخت کېږي چې اعتراض کوونکو پرلت وهلی او د نومبر له ۲۱مې نيټې راهيسې يې د چمن-کوټې لار د تګ-راتګ پر وړاندې تړلې ده. دوی د پېژندپاڼو په وسيله پر تګ-راتګ د لګېدلي بنديز د لېرې کېدو غوښتونکي دي. پاکستان وايي، چې هره ورځ ۴۰ زره پاکستانيان له چمن-سپين بولدک لارې تېرېږي. د بلوچستان ايالت د اطلاعاتو وزير جان اڅکزي له معترضينو سره خبرې پېل کړي او د پاکستان په خاوره کې دننه هغوی ته د کار موندلو هڅه کوي. د پېژندپاڼې په وسيله پر تګ-راتګ بنديز هغه وخت نور ختموي چې د ډيورنډ کرښې دواړو اړخونو ته پرتو قبايلو به يې په وسيله د تګ-راتګ حق درلود. په افغانستان کې پخوانيو دولتونو ډيورنډ کرښه «فرضي کرښه» بللې ده او د دې کرښې شاخوا ازاد تګ-راتګ يې د قبايلو طبيعي حق ګاڼه. د طالبانو بهرنيو چارو وزارت هم د پاکستان دې اقدام ته په ځواب کې وويل، چې د ډيورنډ کرښې دواړو اړخونو ته پر سفر بنديز يو اړخيزه پرېکړه ده او د «تاريخي حقايقو او عيني واقعيتونو» خلاف ده. د دې وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د کرښې دواړو اړخونو ته مېشت خلک له يوه-بل سره ديني، قومي، ژبني، سوداګريزې او د خپلوۍ اړيکې لري او «د تاريخ په اوږدو کې د ځينو حکومتونو له جبرونو سره-سره د دې سيمې خلکو ته ځانګړي حقونه ورکړل شوي او درناوی يې شوی دی». تر دې وړاندې د تورخم پر پوله هم پاکستان په پېژندپاڼو سره تګ-راتګ قبلاوه. د پاکستان قبايلي سيمې باجوړ، مهمند، خيبر، اوګرزۍ، کرم، شمالي او جنوبي وزيرستان دي چې چې د ۲۰۱۹ کال پر مهال يې خپلواکي ختمه کړل شوه او له خيبر پښتونخوا ايالت سره يو ځای شوې. دې اقدام د افغانستان د پخواني دولت توند غبرګون را وپاراوه او هغه وخت د افغانستان دولت وويل، چې پاکستان د قبايلي سيمو د مدغمولو حق نه لري. پاکستان د ۲۰۱۶ کال په وروستيو کې هم اعلان وکړ چې په دې هيواد کې د قبايلي سيمو اوسېدونکي يوازې د پاکستاني پاسپورټ په ترلاسه کولو او د افغانستان د ويزې په اخيستلو سره سفر کولای شي. خو هغه وخت د افغانستان د سرحدونو او قبايلو وزارت اعلان وکړ چې داسې پرېکړه کول يوازې د افغانستان صلاحيت دی او دا پرېکړه د افغانستان لپاره رسميت نه لري.

د کډوالو وېره

د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو ايستل ګڼ شمېر کډوال له سخت حالت سره مخ کړي دي. په دې کډوالو کې زياتره يې داسې کسان دي چې څو لسيزې يې په پاکستان کې ژوند کړی دی او يا هم په دې هيواد کې زېږېدلي دي. کومو ښځو او نجونو چې کار کاوه او يا هم ښوونځيو ته تللې، افغانستان ته په ستنېدو له دې حقونو بې برخې کېږي. له دې سره-سره، د تېرو دوو کلونو پر مهال تر ۶۰۰ زره زياتو بې اسنادو کډوالو د طالبانو له وېرې پاکستان ته پناه وړې ده. په دې کسانو کې ډېری يې د بشري حقونو فعالان، خبريالان، د پخواني دولت نظامي او ملکي کارمندان او جنسيتي لږکي دي. دوی د انتقام اخيستنې له خطر سره مخ دي.

مهران د پخواني پوځ غړی و. له خپلې ميرمنې او ۱۵ کلنې لور سره يې په غزني ښار کې ژوند کاوه، خو د طالبانو د نيونې له ويرې يې کورنۍ کابل او بيا کوټې ښار ته يووړه. مهران، ميرمنې او لور يې ژوند د تېر کال له لړم مياشتې راهيسې ژوند د کوټې ښار په شاوخوا کې پېل کړ. يوه خونه او پخلنځی يې په ۱۵ زره روپۍ مياشتنۍ کرايه ونيول او ويې کولای شول چې مزدوري پيدا کړي. له هغه وخته يې تر يوه کال پورې ساختماني کارونه وکړل. مهران او ميرمن او لور يې په پاکستان کې د کډوالو په توګه ثبت نشول. کله چې د پاکستان دولت د بې اسناده کډوالو د ايستلو پرېکړه وکړه، نو دوی هم په کې راتلل. کله چې د پاکستان دولت د دې پرېکړې عملي کول وغوښتل، د کور څښتن مهران ته وويل، چې کور تش کړي. مهران ټينګار وکړ چې «تر څو کور په کور پلټنه نه وي پېل شوي، دی پاتې کېږي او کله چې پېل شي، دی کډه تړي او ځي». شاوخوا درې اونۍ په کور پسې وګرزېده، خو کور يې پيدا نه کړ. کور په کور پلټنه پېل شوه. لارې او کوڅې وتړل شوې. ټولو په يوه ځل په کور کې د پاتېدو پرېکړه وکړه خو مهران لاهم د سرپناه په لټه و او د هغې د پيدا کولو په موخه کور په کور ګرزېده.

له سړکه د اوښتلو پر مهال پاکستاني نظاميانو دی ودراوه او کله چې يې د اوسيدنې اسناد ورته ونه ښودل، ونيول شو او حوزې ته يې يووړ. «موږ يې اول تاڼې (حوزې) ته يووړ، وروسته يې د شړلو کمپ (د کډوالو د ساتنې مرکز) ته. شپه مو همالته وه او بيا چمن ته يو وړل شوو.» پاکستان په دې هيواد کې د کډوالو د ساتنې ۴۹ مرکزونه جوړ کړي دي. د بښنې نړيوال سازمان په يوه راپور کې ويلي، چې د دې مرکزونو جوړول قانوني نه دي. دې سازمان لږ تر لږه په اوو موردونو کې منلې ده چې د نيول شويو کډوالو قانوني حقوق لکه د وکيل درلودل او د کورنۍ له غړو د اړيکې درلودل نه مراعت کېږي. د بښنې نړيوال سازمان زياته کړې وه چې په دې مراکزو کې د ازادۍ حقوق او په عادلانه ډول د پروسې مخته وړل نقض کېږي. د مهران کيسه دا موندنې تاييدوي. «[د کډوالو د ساتنې مرکز] د يوه زندان په څېر و. نه وکيل و او نه کوم پوښتونکی.» دی په دې مرکز کې د يوې شپې تر تېرولو وروسته چمن ته يو وړل شو. له چمنه يې له خپلې ښځې او لور سره د ټليفون له لارې خبرې وکړې او کيسه يې ورته وکړه. «ورته ومې ويل چې په کوټه کې دې پاتې شي او زه بيرته له افغانستان څخه راځم.» پوښتنه مې ترې وکړه چې دوی خو هم د ايستل کېدو له خطر سره مخ دي، ولې نه غواړي چې افغانستان ته راشي. د ده ځواب دا و چې لومړی دليل يې د ده لور او بل د ده کاري سابقه ده. «سوسن (مستعار) اووم ټولګی وايي. په افغانستان کې يو کال له درس څخه پاتې شوه. که افغانستان ته ولاړه شي، بيا له درسه پاتېږي. دا مې په کوټه کې د پاتېدو تر ټولو ستر دليل دی. که مې زر ځله هم وشړي، بيا هم نه غواړم چې لور مې له درسه پاتې شي.»

د دوو وروستيو کلونو پر مهال چې اکثريت کسانو پاکستان ته پناه وړې ده په لوېديځو هيوادونو کې د پناه اخيستنې په لټه دي. دوی يا په افغانستان کې خپله دنده بايللې ده او يا هم د خپلې پخوانۍ دندې له امله د خطر احساس کوي. د دا ډول قانوني اسناد نه لرونکو کډوالو لپاره افغانستان ته بيرته تګ يو وېروونکی خوب دی. فريبا فيضي چې د افغانستان په سويل لوېديځ کې يې په يوه راډيو کې کار کاوه او مور يې څارنواله وه، فارن پاليسي ته يې ويلي، چې د خپلې دندې تر بايللو او خطر تر احساسولو وروسته يې پاکستان ته پناه وړې ده. دا اوس پر يوه اته کلن اولاد حامله ده او د يوه محلي سازمان په مرسته چې د خبريالانو لپاره جوړ شوی، ژوند کوي ځکه د کور څښتن يې د بې اسناده کډوالو د ايستلو د لړۍ تر پېل وروسته دا او کورنۍ له کوره ايستلي دي.

روح الله (مستعار) يو خبريال دی چې تېر کال پاکستان ته ولاړ تر څو هلته خپل کار ته دوام ورکړي. روح الله او کورنۍ يې د نيول کېدو له وېرې هيڅکله هم دباندې نه وزي او د کور دروازې له بهر څخه قلفوي. دی وايي چې د دې طرحې تر پېل وروسته د کورونو اکثريت څښتنان او مالک پناه غوښتونکي باسي او يا هم دوی ته له کور ورکولو انکار کوي. داسې اقدامات د پناه غوښتونکو مالي لګښت ډېر زياتوي.

پر قانوني اسناد نه لرونکو کډوالو سربېره د پاکستان د دولت وروستۍ طرحې د قانوني اسناد لرونکو کډوالو پر وضعيت هم سيوری غوړولی. د تېرو دوو مياشتو پر مهال د اوسيدنې د قانوني اسنادو لرونکو پناه غوښتونکو د نيولو راپورونه هم ورکړل شوي دي. په کراچۍ ښار کې يوې وکيلې منيژې کاکړ ټايم ته ويلي، چې په يو زر او ۵۰۰ نيول شويو افغانانو کې ۸۰ سلنه يې ثبت او قانوني اسناد لرونکي کډوال دي.

پناه غوښتونکي تر پولې د رسېدو تر وخته له يوې دردناکې تجربې تېرېږي. د حمل او نقل لګښت لوړ شوی او دولت د مالونو او نقدو پيسو په انتقال کې پر کډوالو محدوديتونه لګولي دي.

د دې هيواد د کورنيو چارو وزارت له اعلاميې سره سم، هره راستنيدونکې کورنۍ کولای شي يوازې ۵۰ زره پاکستانۍ کالدارې له دې هيواده وباسي. نورې نغدې شتمنۍ هم بايد د بانکي بهيرونو له لارې انتقال شي. په دې هيواد کې اکثريت کډوال د اوسيدنې د قانوني اسنادو نه لرلو له کبله بانکي حسابونه نه لري.

مهران افغانستان ته د تګ پر مهال په يوه اوږده کتار کې پنځه ساعته انتظار وکړ. د پولې پر ټولو اوښتونکو لارو اوږده کتارونه جوړېږي او ستنېدونکي کډوال د اوښتلو تر وخته ځينې وختونه په کتارونو کې شپې او ورځې تېروي. شفيع الله چې لاهم په تورخم کې د طالبانو په کمپ کې دی وايي، چې د خيبرپښتونخوا له «مردان» سيمې په داوطلبانه ډول افغانستان ته راغلی دی. ده وويل چې يوه شپه او ورځ په کتار کې پاتې شوی دی. «تقريبا په دوو ساعتو کې دوه متره مخته ولاړو. کار ډېر ورو دی.» يو بل راستون شوی کډوال عادل وويل، چې د خپلې کورنۍ له غړو سره څلور ورځې په کتار کې پاتې شوی دی.

بختيار يو بل افغان کډوال دی او په رضاکاره توګه يې پاکستان پرېيښی، له همدې لارې افغانستان ته راغلی دی. دی وايي چې په پاکستان کې له ميرمنې سره يو ځای تر شپږ مياشتې ژوند کولو وروسته اړ شو چې هغه ځای پرېږدي. دوی خپل ځانونه له کوټې بيا تر چمن-سپين بولدک پورې ځانونه په قاچاقي ډول ورسول. «کرايه لوړه شوې وه. له قاچاقبر سره مو اړيکه ونيوه. تر پولې پورې د هر کس کرايه ۲۵ زره روپۍ وه. د دوو نفرو مو ۵۰ زره ورکړې. تر دې وړاندې پر يوه نفر پنځه زره روپۍ اخيستل کېدې.»

راستنېدونکي کډوال د را اوښتلو پر وخت لومړی د پاکستان له لوري بايوميټريک کېږي او هويت يې تثبيتېږي. تر دې وروسته افغانستان ته ځي. د اوښتلو پر وخت کډوالو ته د توکو او وسايلو د وړلو اجازه نه ورکول کېږي. طالبانو په لومړي سر کې يوازې د افرادو هويت ثبت کاوه او افغانستان ته يې د ورتګ اجازه ورکوله. اوس بايوميټريک هم کوي. نوم، د پلار نوم، په افغانستان کې د ولايت او ولسوالۍ پر اساس د اوسیدنې اصلي ځای او په پاکستان کې د اوسيدنې ځای ثبتوي. تر دې وروسته افرادو ته د ورستنېدو اجازه ورکوي چې يا د طالبانو په کمپ کې پاتې شي او يا هم په خپل شخصي لګښت ځان تر ولايتونو ورسوي. مهران نه دی بايوميټريک شوی، خو بختيار او ميرمن يې بايوميټريک شوي دي.

د کډوالو د جبري ستنيدنې په اړه د نړيوالو سازمانونو اندېښنه

د بشري حقونو بنسټونو او نړيوالو سازمانونو اکثريت وخت له پاکستانه د کډوالو د ايستل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له پاکستانه يې غوښتي چې دا بهير دې ودروي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو د اکتوبر پر ۱۷مه په يوه ګډه اعلاميه کې وويل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغان کډوالو ستنول اندېښمنوونکي دي او د دوی ډېری په خپل هيواد کې د بشري حقونو د جدي نقض په څېر له نه جبرانېدونکو زيانونو سره مخ کوي. دوی له پاکستانه غوښتي چې د کډوالو د خونديتوب په لړ کې دې ښځو، نجونو، د لوړ عمر لرونکو افرادو او همدا راز د افغانستان د پخواني دولت چارواکو او امنيتي کسانو، د بشري حقونو مدافعينو، د مدني ټولنې فعالانو او رسنيزو کارکوونکو ته لومړيتوب ورکړي. همدا راز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ او د کډوالۍ نړيوال سازمان ويلي، چې د افغان کډوالو شړل کولای شي کورنۍ سره بيلې کړي، تر قانوني عمر کم افراد په کې وايستل شي او د بشري حقونو شديد نقض په کې پېښ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميشنرۍ هم ويلي، چې له ايستل کېدو سره ډېری مخ کسان به د ستنېدو په صورت کې د خپلسرې نيونې، شکنجې او نورو غير انساني چلندونو په ګډون د بشري حقونو له جدي نقض سره مخ شي. دې بنسټ زياته کړې چې د ډلييزې شړنې او شخصي شرايطو ته د نه پاملرنې مطلب د نړيوالو قوانينو او د پناه غوښتونکو حقونه له پامه غورځول دي. د بشر حقونو څار هم ويلي، چې جبري ستنونه ډېری افغان پناه غوښتونکي له امنيتي خطرونو سره مخ کولای شي، ځکه په افغانستان  کې وضعيت د ډېری هغو کسانو لپاره چې تښتېدلي دي لاهم خطرناک دی او د هغوی افغانستان ته شړل به هغوی د طالبانو له ځورونې او اذيت سره مخ کړي. د دې بنسټ له اعلاميې سره سم، پاکستان د شکنجې پر خلاف د ملګرو ملتونو د کنوانسيون د غړي او همدا راز له خطر سره د مخ وګړو خپل هيواد ته د نه ستنونې په اړه د نړيوال حقوقي اصل د غړي په توګه خپل تعهد نقضوي. د بښنې نړيوال سازمان هم ويلي، چې د افغان پناه غوښتونکو په ځانګړې توګه ښځو ايستل د دوی ځان او حقونه له جدي خطر سره مخ کوي. دې بنسټ ويلي، چې ښځې د خپل جنسيت له کبله په افغانستان کې د زده کړې او کار له حق څخه محرومې دي او په پاکستان کې د اکثريت ښځو او نجونو لپاره د تحصيل زمينه برابره ده. د پاکستان د بشري حقونو کميسيون ويلي، چې د افغان پناه غوښتونکو ايستل د بشري حقونو له نړيوالو قوانينو سره په تضاد کې دي.

بې پولې خبريالانو ويلي، چې شاوخوا ۲۰۰ خبريالان چې د طالبانو د ګواښونو له کبله يې پاکستان ته پناه وړې د ايستل کېدو له خطر سره مخ دي او د هغوی ستنول هغوی له ښکاره خطر سره مخ کوي. يوه خبريال دې سازمان ته ويلي، چې افغانستان ته د ده لېږل مرګ ته د ده استول دي. د سولې او انتقالي عدالت نړيوال سازمان د څارنوالانو او قضايي سيسټم د کارمندانو د ستنونې په اړه ويلي، چې دا کسان په افغانستان کې له «ګواښ، ځورونې او اذيت، شکنجې او وژنې» سره مخ دي او امنيت او مرستې ته اړتيا لري. «طالبان د ځورونې او اذيت، شکنجې او غير قانوني وژنې په ګډون د ۲۹ څارنوالانو په ګډون د دولتي چارواکو او بشري حقونو د مدافعينو پر خلاف اقدامات کوي، افغانستان ته د دې افرادو ستنول ډېر خطرناک دي.» د سولې او انتقالي عدالت سازمان ويلي، چې يو پخوانی څارنوال چې د پاکستان ويزه يې هم درلوده شړل شوی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ويلي، چې د ژمي د را رسېدو په درشل کې او د افغانستان په لوېديځ کې فاجعه‌ناکې زلزلې ته د رسيدګۍ پر مهال د کډوالو ناڅاپي ستنول په دې هيواد کې انساني کړکېچ بدتر کوي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ په وينا چې اوس هم ستانه شوي د منابعو او خدماتو له جدي کمښت سره مخ دي. دې سازمان زياته کړې چې نړيوال مرستندویه بنسټونه هم په افغانستان کې د اړمنو وضعيت ته د رسيدګۍ لپاره کمه بودیجه لري.

د خوراک د نړیوال سازمان له شمېرو سره سم، د افغانستان دوه پر درې نفوس د لوږې له خطر سره مخ دی. اوس مهال دا هيواد د نړۍ له يوه ستر بشري کړکېچ سره مخ دی او له وروستۍ ويجاړوونکې زلزلې، اقتصادي ننګونو او بنديزونو څخه کړېږي. د ځينو شنونکو په اند، د دې وضعيت معنا داده چې ښايي ستنېدونکي په يوه ډېر بد وخت کې خپل هيواد ته ستنېږي.

د خوراک نړيوال پروګرام په سپټمبر مياشت کې وويل، چې د پراخ مالي بحران او بودیجې د کمښت له کبله اړ شوي دي چې په افغانستان کې له لس ميليونه وګړو سره بېړنۍ مرستې ودروي. له دې سره-سره، د ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو همغږي کوونکي او د بشرپالو چارو مرستيال مارټين ګريفټيس د نوامبر پر ۲۰مه له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو وضعيت ته د رسيدګۍ لپاره د لس ميليونه ډالرو د ځانګړي کولو خبر ورکړ. دا پيسې د راستنېدونکو د لومړنيو بشري اړتياوو د پوره کولو په موخه د ملګرو ملتونو له بېړني صندوق څخه ځانګړې شوې دي.

اروپايي ټولنې هم په افغانستان کې د متضررو افرادو، جبري راستنېدونکو او همدا راز په پاکستان کې د کډوالو د ملاتړ په موخه ۶۱ ميليونه يورو مرسته کړې ده. دې اتحاديې ويلي دي چې په دې لړ کې يو ميليون يورو په پاکستان کې مصرفېږي او پاتې نورې پيسې د بشرپالو سازمانونو له لوري په افغانستان کې لګېږي. د اروپايي اتحاديې د دفتر له اعلاميې سره سم، د دې بودیجې يوه برخه افغانستان ته د راستنېدونکو پناه غوښتونکو د ملاتړ په موخه په کوربه ټولنه کې خونديتوب او ملاتړ ته په پام مصرفېږي.

د کړکېچ مديريت

تر اوسه لږ تر لږه ۴۵۰ زره تنه له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. دا خلک په ننګرهار کې پر تورخم، په کندهار کې پر سپين بولدک، په پکتيا کې پر انګور اډه، په هلمند کې پر بارامچه، په پکتيا کې پر ډنډ پټان او په زابل کې پر ځنځير لارو را اوښتي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ له شمېرو سره سم، د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ دریو ربعو کې (د سپټمبر تر پايه) ۱۲ زره او ۷۹۵ تنه په داوطلبانه ډول افغانستان ته ستانه شوي دي. ۹۶ سلنه يې له پاکستانه راستانه شوي او ۷۸.۷ سلنه افراد ښځې او ماشومان دي. همدا راز په ۲۰۲۲ کې دا شمېر شپږ زره او ۵۰۶، په ۲۰۲۱ کې يو زر او ۴۲۹، په ۲۰۲۰ کې دوه زره او ۳۳۱ او په ۲۰۱۹ کې اته زره او ۴۰۴ تنه و. د تېرو دوو کلونو پر مهال بيا تر سپټمبر مياشتې پورې له پاکستانه د ناقلينو انتقال ښايي د داوطلب راستنېدونکو د زياتېدو يو بل عامل وي؛ که څه هم د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ دې ته هيڅ اشاره نه ده کړې. له پاکستان څخه تر جبري راستنيدنې وروسته د راستنېدونکو شمېر بې مخينې دی. په ۲۰۰۲ کې د راستنېدونکو تر ټولو لوړ شمېر يو ميليون او ۹۷۵ تنه، په ۲۰۰۴ کې ۸۷۹ زره، په ۲۰۰۵ کې ۷۵۲ زره، په ۲۰۰۶ کې ۳۸۷ زره او په ۲۰۱۶ کې ۳۸۳ زره ښودل شوی دی.

د طالبانو حکومت اعلان کړی چې له پاکستانه د شړل شويو کډوالو وضعيت ته د رسيدګۍ په موخه يې دوه ميليارده افغانۍ ځانګړې کړې دي. د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت له اعلاميې سره سم، دا پيسې د شړل شويو کډوالو د لومړنيو اړتياوو پر پوره کولو لګېږي. دا ډله پر پوله هرې شړل شوې کورنۍ ته چې د هويت تثبيت يې کېږي او بايوميټريک کېږي، لس زره افغانۍ ورکوي. همدا راز د طالبانو په وينا «اړمنو» ستنو شويو ته ولايتونو ته د سفر لګښت هم ورکول کېږي. دا ټول لګښتونه د دې ډلې د «کډوالو ستونزو ته د رسيدګي د عالي کميسيون» له لوري کېږي. دا کميسيون د لړم پر څلورمه نېټه د طالبانو د مشر په امر سره رامنځته شو. مشري يې د طالبانو د لومړي وزير اداري مرستيال عبدالسلام حنفي کوي او د دې ډلې ۳۱ لوړپوړي چارواکي يې غړي دي. په دې کميسيون کې د مالي کميټې په ګډون ۱۲ کميټې دي. ثبت، تثبیت، هرکلی، خدمات، روغتيايي چارې، لنډمهالې مېشتېدنه، ټرانسپورټ، کارموندنه، اطلاعات او عامه پوهاوی، د مسجدونو تنظيم او د مرستو راجلبول د دې کميسيون نورې کميټې دي. طالبانو د دوه ميليارده افغانيو له ځانګړي کولو سره-سره د مرستو د راټولولو کمپاين هم پېل کړی دی. د افغانيو بانکي حساب د دې ډلې تر واک لاندې په مرکزي بانک او ډالري بانکي حساب په يوه خصوصي «افغان يونایټیډ بانک» کې جوړ شوي دي. د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم له خصوصي سکتور څخه غوښتي چې «د سلګونه زرو کډوالو د راتلو له کبله د بشري ناورين عمق ته په پام» له کډوالو سره مرسته وکړي. د کډوالو ستونزو ته د رسيدګۍ لپاره د طالبانو د کميسيون د مرستو د جلب او جذب کميټې د سرای شهزاده صرافان او په کابل د واده د سالونونو څښتنان هم مکلف کړي دي چې له پاکستانه له راتلونکو کډوالو سره مرسته وکړي. دوی د طالبانو غوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې ژر تر ژره خپلې مرستې را ټولوي او له دې ډلې سره په همغږۍ يې کډوالو ته رسوي. مخابراتي شرکتونو هم خپلو پېرودونکو ته اسانتياوې جوړې کړې دي او هغوی کولای شي د کريډيټ کارډ له لارې د راستنېدونکو د مديريت لپاره د مرستو د راټولولو له کمپاين سره يو ځای او مرسته ورسره وکړي.

طالبانو همدا راز له پاکستان سره پر پولو لنډمهالي پنډغالي جوړ کړي دي. په تورخم کې عمري کمپ، د بولدک کمپونه، رحمتي، سپين بولدک، ښوراندام او تخته پل په کندهار کې او همدا راز پر نورو سرحدي لارو هم يو-يو کمپ شته. په کندهار، ننګرهار او پکتيا کې ځايي خبريالانو چې دا کمپونه يې ليدلي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره يې په بېلابېلو خبرو-اترو کې ويلي، چې د جامو، خوراک او اوبو اکثريت برخه د خيريه بنسټونو او سوداګرو له لوري چمتو کېږي. دا خبريالان تاييدوي چې په دې ټولو کمپونو کې هيڅ حمام نشته او د هوا د سوړ والي او بد روغتيايي وضعيت له کبله د راستنېدونکو او شړل شويو کډوالو ترمنځ فصلي ناروغۍ خپرې شوې دي. د ماشومانو د خونديتوب نړیوال سازمان هم د راستنېدونکو کډوالو په ځانګړې توګه ماشومانو ترمنځ د ساري ناروغيو د خپرېدو خبر ورکړی دی. د دې سازمان له اعلان سره سم، دا ناروغۍ په چټکۍ خپرېږي.

راستانه شوي کډوال هم په دې کمپونو کې د اسانتياوو، روغتيايي امکاناتو او خېمو له نشتون څخه شکايت کوي. د تورخم په عمري کمپ کې يوه راستانه شوي کډوال اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي: «[زياتې] ښځې او ماشومان خيمه نهلري … نور شيان هم نشته لکه تشناب. [له دې سره-سره] پنځه يا شپږ ورځې تېرېږي.» په دې کمپ کې يوه بل راستانه شوي کډوال عادل ويلي، چې طالبان له کډوالو سره دوه ګونی چلند کوي. د ده په وينا، کوم افراد چې د طالبانو ترمنځ اشنايان لري، هغوی ژر له دې کمپ څخه وړل کېږي. دی چې د کونړ اصلي اوسېدونکی دی، ويې ويل: «نن مې دلته شپږمه ورځ ده… ما نه انتقالوي. کله چې طالبانو ته مراجعه کوم، وايي چې تورخم ته ولاړ شه. څلور شپې وروسته له تورخم څخه دلته راغلم خو هيڅوک نه وايي چې ستونزه چيرته ده.» طالبان راستانه شوي کډوال پر پوله د دې ډلې له کمپونو څخه خپلو سيمو ته انتقالوي. پر پوله له کمپونو پرته طالبان توانېدلي چې يوازې په دوو ولايتونو بلخ او کندهار کې کمپونه جوړ کړي. د کډوالو ستونزو ته د رسيدګۍ لپاره د طالبانو د کمیسيون وياند يوسف احمدي اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې ځيني راستانه شوي کډوال دې دوو کمپونو ته انتقالېږي. د ده په وينا، طالبان نه دې توانېدلي چې د کډوالو لپاره کوم ښارګوټی فعال کړي. د لړم مياشتې پر درېيمه نېټه، خليل الرحمان حقاني وويل، چې په ۲۸ ولايتونو کې د کډوالو ښارګوټي شته، خو اړتيا ده چې چمتو کړل شي. ده د دې ښارګوټو د چمتو کولو لپاره د نړيوالې مرستې غوښتنه کړې ده.

د کلونو له مخې افغانستان ته د راستانه شويو کډوالو شمېر

د پناه غوښتونکو د جبري راستنيدنې پايلې

میشل کوګلمن په یوه مطلب کې ليکلي، چې د پاکستان د پرېکړې احتمالي پايلې ويجاړوونکې دي. افغانستان د طالبانو تر مشرۍ لاندې په زيات شمېر کې راستنېدونکو کډوالو ته تيار نه دی چې له يوه پراخ انساني کړکېچ سره مخامخ شي. ۱۵ ميليونه افغانان د وچکالۍ، سيلابونو او سختې زلزلې له کبله له پېښې شوې غذايي ناامنۍ سره مخ دي. همدا راز افغانستان پر خپلو پولو د طالبانو د سياستونو له کبله د نړيوالو مرستو د کمښت او د نړيوالو مرستندويو ډلو له کموالي کړېږي.

د شنونکو په اند د ۱.۷ ميليونه افغان وګړو شړل به ويجاړوونکې پايلې ولري. دا کسان يوه داسې هيواد ته ستنېږي چې له يوه انساني کړکېچ سره مخ دی. همدا راز افغانستان د نړيوالو مرستو او نړيوالو مرستندویو ډلو له کمښت سره مخ دی.

ډېری افغانان چې هيواد ته شړل کېږي، په افغانستان کې راتلونکی نه لري. دوی ښايي کار پيدا نه کړای شي، ښايي خپل اولادونه مدرسې ته ولېږي او يا هم د تاوتريخوالي پر وړاندې له ځانه دفاع ونه کړای شي.

د کړکېچ د نړيوالې ډلې د يوه کارپوه په وينا، افغانستان ته د لسګونو زرو کسانو ستنېدل به د دواړو هيوادونو لپاره يو وېروونکی خوب وي. د دې کارپوه په وينا، د افغانستان فلج اقتصاد همدا اوس نه شي کولای د هغو ۵۰۰ زرو کسانو لپاره کار پيدا کړي چې هر کال د کار بازار ته راځي. دا تصور خو بېخي نه شي کېدلای چې دا حکومت به زرګونو راستنېدونکو ته کار ورکړي. د شنونکو په اند، دا وضعيت د افغانستان ماتېدونکی اقتصاد تر فشار لاندې راولي.

په داسې وضعيت کې د لسګونو زرو کسانو راستنېدل په ځانګړې توګه له قبايلي سيمو څخه هغوی د پاکستاني طالبانو د تحريک او د منځنۍ اسيا د نورو بنسټپالو ډلو په ګډون د سخت دريځو ډلو لپاره د سرتيرو د جذب په مهمه سرچينه بدلوي. پاکستاني سیاستوال په دې وروستيو کې امو ټلويزیون ته ويلي، چې له دې کار څخه د پاکستان هدف د جيوپوليټيو سياليو په چوکاټ کې د ناامنيو پراخول دي.

له بله اړخه د طالبانو د حکومت له لوري د راستنو شويو کډوالو بيا ځای پر ځای کولو په عمومي افکارو کې بدبيني را پيدا کړې ده. په تېره يوه مياشت کې د ټولنيزو رسنيو د کاروونکو ترمنځ دا اندېښنه په تکراري ډول خپره شوې چې ښايي طالبان له دې لارې وغواړي چې د افغانستان د نفوسو جوړښت بدل کړي؛ هغه مسئله چې د تېرو دوو کلونو پر مهال يې شخړې زېږولې دي. جهادي رهبر اسماعيل خان د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې په يوه وروستۍ امنيتي غونډه کې ويلي، چې پاکستان د هيواد په شمال کې د ميليونونو وګړو ځای پر ځای کولو سره د هیواد په لوېديځو او شمالي پولو کې د ناامنۍ د خپرولو په لټه دی. ډېری کارپوهان له نورو هيوادونو څخه هم د افغان وګړو پراخه راستنېدنه اندېښمنوونکې بولي. تمه داده چې د اقتصادي وضعيت په خرابېدو سره به په زرګونو کسان له کډوالو سره يو ځای او له افغانستانه د وتلو هڅه به وکړي.