اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت سرپرست امير خان متقي د افغانستان په چارو کې د چين له ځانګړي استازي يو شيايوينګ سره په ليدنه کې د لوګر مس عينک پروژې د عملي کار پر پېلېدو ټينګار کړی دی.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي نن (دوشنبه، ۲۷ د ليندۍ) پر خپله ايکس پاڼه په کابل کې د چين له استازي سره د متقي د ليدنې خبر ورکړی دی.
د بلخي په وينا، په دې ليدنه کې د دوه اړخيزو اړيکو د وروستيو تحولاتو او په افغانستان کې د چين د پانګونې په اړه بحث شوی دی.
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست په پکن کې د دې ډلې د سفير د کار پېلېدل يو مهم بدلون ياد کړی او په نړيوالو غونډو کې يې د چين د دريځونو هرکلی کړی دی.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند ليکلي، چې د چين استازي متقي ته ويلي، چې هيواد يې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري او هيڅکله به هم د دې هيواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
د بلخي په وينا، متقي زياته کړې چې د مس عينک پروژې عملي کار بايد پېل شي او ډاډ يې ورکړی چې د طالبانو مسوولې ادارې په دې برخه کې بشپړ چمتووالی لري.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړې چې د چين ځانګړي استازي ټينګار کړی چې د دواړو هيوادونو اړوند بنسټونه بايد د مس عينک پروژې په عملي پېلېدو سره زيات کار وکړي.
طالب چارواکو تر دې وړاندې هم د لوګر د مس عینک کان د استخراج پروژې پر ژر پېلېدو ټينګار کړی او ويلي يې و چې قراردادي چينايي شرکت بايد د دې پروژې عملي کار تر دې زيات ونه ځنډوي.
د مس عينک دا کان د افغانستان د مسو تر ټولو لوی او د نړۍ په کچه دويم لوی کان دی. دا کان د لوګر ولايت په محمد آغه ولسوالۍ کې دی.
د دې کان د استخراج تړون په ۲۰۰۸ کال کې د د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د پخواني دولت له لوري له يوه چينايي شرکت سره لاسليک شوی دی.
د دې تړون له مخې چې دېرش کاله وخت لري، ټاکل شوې وه چې د استخراج عملي کار د تړن تر لاسليکېدو پنځه کاله وروسته پېل شوی وای؛ خو د شاوخوا ۱۵ کلونو په تېرېدو سره د دې پروژې هيڅ خبر نشته.
چين ته د افغان صادراتو پر زياتېدو د طالبانو ټينګار
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست د چين له استازي سره په لیدنه کې ټينګار کړی چې دواړه لوري بايد چين ته د افغانستان د صادراتو د لارو پر زياتېدو کار وکړي.
د چين استازي ويلي، چې هيواد يې د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زياتېدو په موخه له افغانستانه پر واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفه تر زياتې کچې لېرې کړې ده.
د بلخي په وينا، متقي او شيايوينګ د اړيکو پر پراختيا، د سوداګرۍ پر زياتېدو او په سياسي برخه کې د همکاريو پر ډېرېدو ټينګار کړی دی.
چين له هغو هيوادونو څخه دی چې له طالبانو سره نږدې اړيکې لري.
دا هيواد غواړي چې د افغانستان پر طبيعي منابعو لکه نفت او نورو کانونو پانګونه وکړي.
طالبانو د امو سیند د نفتي حوزې د نفتو استخراج يوه چينايي شرکت ته سپارلی دی.