د روغتيا نړیوال سازمان د درملو او افغانستان د روغتونو د ملاتړ لپاره د ۱۸۵ ميليون ډالرو غوښتنه کړې

اطلاعات روز: د روغتيا د نړیوال سازمان عمومي منشي تدروس ادهانوم قبریسوس وايي چې دا سازمان ۱۸۵ ميليون ډالرو ته اړتيا لري تر څو وکولای شي چې له خوارځواکۍ او خوراکي ناامنۍ څخه د مړه کېدونکو ماشومانو او ښځو د مخنيوي په موخه درمل برابر کړي او د افغانستان د روغتونو ملاتړ وکړي.

ده نن (چهارشنبه، ۲۹ د ليندۍ) پر ايکس ليکلي چې په افغانستان کې ۱۳ ميليون وګړي چې د دې هيواد د ټول نفوس ۳۰ سلنه کېږي له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي.

د ده په وينا، شاوخوا يو ميليون ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او ۲.۳ ميليون ماشومان د منځنۍ کچې له خوارځواکۍ کړېږي.

د روغتيا د نړيوال سازمان عمومي منشي ويلي چې د روغتيايي سيسټم د کمزورۍ او سخت ژمي له وجې د ساري ناروغيو له کبله د مړينې خطر زيات دی.

همدا راز د ده په وينا، د محدودو بشرپالو مرستو له وجې ښايي په راتلونکو اونيو او مياشتو کې په خوارځواکۍ د اخته افرادو شمېر نور هم زيات شي.

قبریسوس ليکلي: «د روغتيا نړیوال سازمان د خوارځواکۍ او خوراکي ناامنۍ له وجې د ماشومانو او ښځو د مړينې د مخنيوي په موخه د درملو چمتو کولو او روغتونو د ملاتړ لپاره ۱۸۵ ميليون ډالرو ته اړتيا لري.»

په افغانستان کې بشري کړکېچ د طالبانو تر واکمنېدو او د بهرنيو مرستو تر غوڅېدو وروسته پراخ شوی دی. ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال کې د مرستو رسولو لپاره د درې ميليارد ډالرو غوښتنه کړې.