ارماني نړۍ؛ د «يوټوپيا» اثر لنډيز

شمشاد زلمی

په سياست او ادبياتو کې د «يوټوپيا» تصور يو ځانګړی باب دی او دا تصور د رينسانس او روشنګرۍ له دورې څخه چې د منطق او فردي حقونو د ودې دوره ده، په قوي شکل را وزېږېد. د رينسانس دورې مشهور فيلسوف، لیکوال او سیاستوال توماس مور د «يوټوپيا» په نوم کتاب کې چې په ۱۵۱۶ ميلادي کې خپور شوی د يوټوپيا مفهوم وړاندې کړ. سلګونه پېړۍ وړاندې اپلاتون هم په خپل کتاب «جمهوريت» کې د يوې ورته ارماني نړۍ انځورګري کړې وه، خو د يوټوپيايي تصور په عامېدو سره د اپلاتون د جمهوريت کتاب هم له يوټوپيايي تصور سره غوټه کړای شو. د توماس مور له لوري د يوټوپيا د تصور تر مطرح کېدو وروسته د خيالي او ارماني نړۍ ابعاد نور هم پراخ شول او يوه مستقله بڼه يې خپله کړه چې وخت پر وخت له بېلابېلو اړخونو زياتونې پرې وشوې.

«يوټوپیا» لفظ له دوو يوناني لغاتو «ou» (نه) او «topos» (ځای) څخه جوړ دی، يعني هيڅ ځای. د دې نوم پراډاکسيکي ماهيت په خپله دا په ډاګه کوي چې دا د يوې داسې نړۍ د جوړېدو هېله ده چې په حقيقت کې وجود نه لري، بلکې ليکوال د همداسې يوې نړۍ د شتون او جوړېدو هېله من دی. د توماس د يوټوپيا په نوم کتاب يو خيالي داستان دی چې د مکالمې په شکل ليکل شوی او ليکوال په کې له هغه افسانوي کرکټر سره خبرې کوي چې دې د يوټوپيا په نوم خيالي جزيرې ته تللی، هلته يې وخت تېر کړی او د ژوند يوه داسې بڼه يې تجربه کړې چې له نورې نړۍ بيخي بېله ده. دا کتاب په حقيقت کې د توماس مور د سياسي او ټولنيزو افکارو استازيتوب هم کوي او دی غواړي له دې لارې پر شته ټولنيز او سياسي نظم نيوکه وکړي، که څه هم ده د کتاب په پېل کې ويلي دي چې دی د دې کيسې له ټولو جزيیاتو سره موافق نه دی خو دا خيالي ژوند ډېر داسې ښه اړخونه لري چې بايد خپل کړل شي.

يوټوپيايي تصور په ادبياتو کې د ليکوالو لپاره يوه بهانده چينه شوه او پر همدې اساس ليکوالو ګڼې خيالي ټولنې انځور کړې، تر څو يوټوپيايي اصول وپلټي. د هکسلي «Brave the New World» او يا هم د جورج اورويل «۱۹۸۴» اثار د همدې ژانر مخالف او يا هم دیسټوپين اړخ دی چې د ټولنيز کنټرول او استبداد پر خلاف ليکل شوي دي. همدا راز، په تاريخي توګه د يوټپيايي تصور او سياست ترمنځ هم تل نه شليدونکې اړيکې پاتې شوې دي او د افلاطون جمهوريت کتاب هم تر يوه حده په همدې لړ کې شمېرل کېږي. همدارنګه د کارل مارکس د کمونسيټې ټولنې تصور يوه يوټوپيايي ارزو ګڼل کېږي. له طبقو او نابرابرۍ د خلاصې او برابرې ټولنې ارزو په شلمه پېړۍ کې انقلابونه رامنځته کړل او د خلکو د هڅونې عمده دليل و. له دې سره-سره پر يوټوپيايي تصور د غير عملي‌توب او د استبدادي شونتيا له کبله نيوکې شوې دي. د منتقدينو باور دادی چې کله يوټوپيايي ارزوګانې خپل اوج ته ورسېږي، ډوګماټيکې ايډيولوژۍ ترې زېږي چې مخالفت او تنوع له منځه وړي. د جورج اورويل د «Animal Farm» کتاب د يوټوپيايي هيلو د پوره کولو په لړ کې د مطلق واک د خطراتو په اړه کښل شوی داستان دی. همدارنګه فيلسوف کارل پوپر په خپل کتاب «Open Society and its Enemy» کې د يوې بشپړې ټولنې پر خلاف استدلال کوي، دی ټينګار کوي چې د يوټوپيايي تصور د تعقيب پايله استبداد ده.

يوټوپيا د يوه تصور او خيال په توګه له بېلابېلو پېړيو، کلتورونو او انساني تجربو تېر شوی. د ښاغلي توماس له وخته بيا تر اوسه په ادبياتو، سياست او ان ټکنالوژي کې يې په پرلپسې توګه انساني ذهن بوخت ساتلی دی. که څه هم په عملي توګه د یوې بشپړې ټولنې جوړېدل محال ښکاري، خو يوټوپيايي ارمان لاهم د پرمختګ يو هڅوونکی ځواک دی او انسانان فکر کولو، پوښتنې کولو او د يوې ښې نړۍ جوړولو ته هڅوي. زه داسې فکر کوم چې په پښتو کې د داسې ادبياتو او افکارو تشه ډېره زياته ده چې زموږ په ټولنه  کې شته وضعيت له بېلابېلو اړخونو نقد کړي او يا هم د تېرو وختونو غميزې او ناخوالې په داسې هنري بڼه نقد کړي چې نه يوازې لوستونکي جذب کړي، بلکې هغوی ته د يوې نوې ټولنې او يوه نوي مثبت بدلون انګېزه او فکر هم ورکړي. د دې تشې د ډکولو يوه لار زما په اند له هغو ادبياتو سره اشنايي ده چې په همدې موخه ليکل شوي دي. زما له معلوماتو سره سم د توماس مور دا کتاب په پښتو ژبه نه دی ژباړل شوی، ما مناسبه وګڼله چې له خپل توان سره سم يې يو لنډيز دلته شريک کړم. دا کتاب ښايي په فارسي ژبه له ښې ژباړې سره پیدا شي، زما به لوستونکو ته توصيه دا وي چې که يې له دې لنډيز څخه خوند واخيست، اصل کتاب دې هرو-مرو ولولي.

د کتاب لنډيز

توماس مور په خپل کتاب کې د اوټوپيا، خيالي ښار او يا هم ارمانښار نقشه د لومړۍ شپې د مياشتې په شکل انځور کړې او وايي، دا يوه جزيره ده چې ۲۰۰ ميله مساحت لري. د يوټيوپس په نوم يو واکمن دا جزيره چې يو وخت د امريکا برخه وه، د ۱۵ ميله کانال په کيندلو له دې وچې جلا کړ او يو نوی هيواد يې رامنځته کړ چې د همده په نوم يادېږي. ليکوال وايي چې د دې جزيرې خلک له وړاندې هم مهذب خلک و، خو ډېر پرمختللي نه و مګر دوولس کاله وړاندې دې جزيرې ته څېرمه يوه مصرۍ او يا رومي کښتۍ ډوبېږي، ځينې ژغورل شوي کسان په يو ډول ځان تر دې جزيرې رسوي. دا چې هغوی له پرمختللې ټولنې راغلي و، هغه مهارتونه د همدې ټاپو خلکو ته ور ښيي او د دې ځای وګړي له نورې نړۍ سره له اړيکو جوړولو پرته ډېر پرمختګ کوي او په يوناني طريقه سره موسيقي، منطق، رياضي او هندسه زده کوي.

تر شپاړسمې پېړۍ يعنې د ليکوال تر وخت پورې په دې ټاپو کې څلور څلوېښت پراخ ښارونه اباد شوي دي او په ټولو کې يو ډول  قوانين او دودونه دي. په دې ښار کې یو لوی او یو کوچنی سيند بهېږي او اوبو ته د لاسرسي داسې چاره شوې چې که دښمنان پر ښار بريد وکړي نو پر خلکو اوبه نه شي قطع کولای او همدا راز تر ځمکې لاندې د باران د اوبو ذخيره کولو ته هم پام شوی دی.

په دې خيالي نړۍ کې د شخصي ملکيت تصور نشته، يو څوک هر ځای اوسېدلای شي. البته د جبر او زور خبره نشته چې يو څوک به له يو کوره په زور شړل کېږي او هلته به بل څوک اړوي. يو کس بايد په هرو لسو کلونو کې خپل کور بدل کړي او بل هر هغه ځای ته ولاړ شي چې خوښه يې وي. البته په دې لړ کې د پام وړ خبره داده چې ټول کورونه په يوه ډول جوړ دي او همدا راز د دې ښار وګړي ټول يو رنګ جامې اغوندي تر څو په هيڅ ډول هم د خلکو ترمنځ د لوړوالي او ټيټوالي له امله فرق ونه شي.

دلته حکومتي نظام پر کورنيو وېشل شوی دی، په هره کورنۍ کې شاوخوا څلوېښت نارينه او ښځې او دوه غلامان وي. دېرش کورنۍ په يو ځای کېدو سره يو ټيټ پوړی چارواکي ټاکي، تر دې چارواکي لوړ يو بل چارواکی وي. دوه سوه چارواکي په يو ځای کېدو د خپل ښار لپاره شهزاده ټاکي او همدا د ښار واکمن وي. د شهزاده د ټاکلو لپاره رايه مخفي وي او د شهزاده د مقام لپاره د ښار درې غوره وګړي نوماند کېږي. همدا راز، هر کال د هر ښار درې استازي د يوټوپيا پلازمينې ته لېږل کېږي چې هلته په مرکزي شورا کې ونډه واخلي. هغوی ټولې پرېکړې په جمهوري توګه کوي. ټوله هڅه دا کېږي چې واکمن خلک د ځان غلام نه کړي او خپلې غوښتنې پرې تحميل نه کړي. ان که پر شهزاده دا ثابته شي چې د ولسي ګټو پر خلاف کار کوي، نو ګوښه کېږي. د يادونې وړ خبره داده چې شهزاده د ټول عمر لپاره انتخاب کېږي او يوازې هغه وخت ګوښه کېږي چې د ولسي ګټو پر خلاف کار وکړي. له حکومتي شوراګانو سره-سره د ځينو مسايلو لپاره د عامو وګړو رايه هم غوښتل کېږي.

د يوټوپيا په اړه په زړه پورې خبره د هغه ځای ټولنيز او اقتصادي سيسټم دی. په دې ځای کې د شخصي ملکيت هيڅ تصور نشته او هر څه عامه ملکيت دي. هر څوک کولای شي چې کوم شي ته يې اړتيا وي هغه په مفت ډول ترلاسه کړي او څومره چې غواړي اخيستلای يې شي. په ښارونو او کليو کې اوسېدونکي وګړي د يوه-بل د اړتيا وړ مواد چمتو کوي او د ژوند د اړتيا وړ موادو په چمتو کولو کې له يوه-بل سره مرسته کوي، يعنې د کلي وګړي چې څه ته اړتيا لري، د ښار خلک يې ورته برابروي او د ښار خلک چې څه ته اړتيا لري، د کليوالو له لوري ورته چمتو کېږي. همدا راز، دواړه ډوله خلکو ته ښاري او کليوالي ژوند په منظم ډول ښودل کېږي او په کال کې يو ځل د ښار خلک کلي ته او د کلي خلک ښار ته ځي. په دې سیسټم کې هيڅوک هم بې کاره نه دي ناست، څوک چې د خلکو استازي او واکمن دي، هغوی هم د نورو په څېر سخت او درانه کارونه کوي. د دې ځای وګړو ته له ماشومتوب څخه زراعت ور ښودل کېږي او ضروري خبره داده چې هغوی بايد د زراعت تر څنګ په ژوند کې يو بل هنر هم هرو-مرو زده کړي. د دې ځای خلک يوازې شپږ ساعته کار کوي، نور وخت په خوب او د ژوند په نورو چارو کې تېروي. که څه هم شپږ ساعته کار ډېر کم وخت دی خو تامس مور وايي، چې په دومره لږ کار سره هم هغوی تر اروپايانو وړاندې دي، ځکه د ده په اند په اروپا کې د لوړې طبقې ګڼ خلک او همدا راز ښځې کار نه کوي خو په يوټوپيا کې هيڅوک هم له کار کولو مستثنا نه دي او د واکمنو په ګډون ښځې هم کار کوي، البته تامس مور وايي، چې هغوی ته کم درانه کارونه ور سپارل کېږي. په دې توګه د دې ځای وګړي خپل د اړتيا وړ مواد برابروي او کوم څه چې زياتېږي، ګاونډيو هيوادونو ته يې لېږي. د دې سوداګريزو توکو په اړه هم د يوټوپياوالو وينا داده چې اوومه برخه يې بايد هلته په هغو هيوادونو کې پر غريبو ووېشل شي. په پاتې برخه سوداګريز مال يوټوپيا ته سره زر او نور قيمتي مواد او ارزښتمنې ډبرې راوړل کېږي. د دې شيانو د راوړلو موخه دا وي چې که يې له بهرنۍ نړۍ سره په تعامل کې ورته اړتيا شوه کار به ترې اخلي او همدا راز په خپل هيواد کې يې په تشنابونو او نورو ځايونو کې کاروي، تر څو د خلکو په زړونو کې د دې شيانو ارزښت ختم کړي او هغوی وپوهوي چې دا شيان هيڅ ارزښت نه لري. د دوی په اند طبيعت خاوره، اوبه، هوا او نور شيان چې په پراخه کچه موندل کېږي ځکه ډېر زيات پيدا کړي چې همدومره اړتیا ده ورته او نور شيان چې کم دي، همدومره بې ارزښته هم دي.

يوټوپياوال له جګړې هم نفرت لري، دوی په خپله له چا سره جګړه نه کوي او نه هم د کوم هيواد د لاندې کولو هڅه کوي، البته که د کوم بل ځواک له يرغل سره مخ کېږي نو بيا د خپلې دفاع لپاره له دریو لارو-چارو کار اخلي. لومړی دا چې، د دوی د دښمن هيواد ټول خلک د دوی دښمنان نه دي، بلکې واکمن او هغه ته نږدې کړۍ يې مخالفين او دښمنان دي، له همدې کبله هڅه کوي چې هغوی په خپل هيواد کې دننه له منځه يوسي. د دې لپاره هغوی خلکو ته د انعام ورکولو تمې ورکوي او په دې سره هڅه کوي چې خپل دښمن چې پر دوی يې بريد کړی، له منځه يوسي. که دا تکتيک بريالی نه شي، دويم پلان دادی چې يوه بل جنګيالي قوم ته پیسې ورکوي چې د دوی پر ځای د دوی له دښمن سره وجنګېږي، په دې توګه هڅه کوي چې خپل خلک له وژل کېدو وژغوري. که احيانا، دا حربه هم کاميابه ثابته نه شي نو بيا په خپله نر او ښځې جګړې ته مخه کوي. دوی خپل ښارونه قوي جوړ کړي او همدا راز خپلو وګړو ته جنګي هنرونه هم هر وخت ور ښيي. يوټپايايان دومره سولييز دي چې په خپل لاس حيوانات هم نه حلالوي او نه ورته ګوري بلکې په خپلو غلامانو له ښاره دباندې حيوانات حلالوي. همدا راز، دوی بې اړتيا ښکار کول هم ظلم ګڼي.

د يوټوپيا په ټولنيز ژوند کې ښځې د نارينه‌وو خدمت کوي او نارينه کولای شي د خپلو ماشومانو او ښځو د باډسپلين کولو لپاره له هغوی سره سخت چلند وکړي. البته ظلم نه شي پرې کولای، که په نارينه او يا ښځه کې هر يوه تر حد تېری وکړي، نو هغوی ته بيا تر جلا کېدو وروسته ټول ژوند د بيا واده کولو اجازه نشته او که د ښځې او نارينه ترمنځ همغږي نه وي، کولای شي د حکومت په اجازه طلاق واخلي. د دوی په اند، تر واده وړاندې جنسي اړيکې شرم او پيغور دی، ځکه دوی انګېري چې که تر واده وړاندې داسې اړيکې ساتل جواز ولري نو بيا به يو څوک واده ولې کوي؟

په يوټوپيا کې بېلابېل دينونه هم شته، خو هيچاته هم اجازه نشته چې پر همدې اساس له يوه-بله نفرت او جګړې وکړي. دوی ځانګړي مذهبي ځايونه لري او همدا راز د لمر او سپوږمۍ ځينې ځانګړي جشنونه هم لمانځي. په يوټوپيا کې ښځې هم ديني رهبرانې کېدای شي او په خاص ډول کونډې هڅول کېږي چې ديني رهبري وکړي. د دوی خدای میتراس نومېږي او د دوی په اند خدای يې له طبيعت سره مينې کولو ته هڅوي. دوی وايي چې منطق دوی د خدای د مينې لور ته بيايي او منطق د همدی ذهنونه له احساساتو لېرې ساتي. د دوی په اند د انسانانو خوشالي خوراک، څښاک، د خپل نسل دوام او موسيقي ده. دوی روغتيا هم د بدن خوښي ګڼي او دوی باور لري چې د ټولو خوښيو سرچينه روغتيا ده.

په يوټوپيا کې د مرګ سزا نشته او څوک چې د مرګ په سزا محکوم شوي وي، هغوی غلامان کېږي. همد اراز د يوټوپيا سوداګر چې نورې نړۍ ته ځي او د مرګ په سزا محکوم شوي خلک ويني، هغوی اخلي او خپل هيواد ته یې راولي. دوی د بهرنيو غلامانو پر ځای له خپلو غلامانو سره نسبتا زیات ستوغ چلند کوي، ځکه د دوی په اند چې دوی له ټولو اسانتياوو سره-سره ډېر لوی جرم کړی دی چې توجيه کېدلای نه شي.