ارګون

د ارګون ښارګوټي د بازار بې نظمي؛ ستونزه په ښاروالي کې ده، که تاسيساتو کې

خبریال: امېد اشنا

د پکتيکا ولايت ارګون ولسوالي د دې ولايت لويه، مهمه او د څو ولسواليو مرکزي سيمه ده، چې ارګون زون يې هم بولي.

ارګون بازار د دې ولايت له مرکز ښرنې وروسته لوی سوداګريز ځای او لا هم د پراختيا په حال کې دی.

د ارګون ښارګوټي بازار ډېر سړکونه او کوڅې لا هم خامه دي، چې ښاري بې نظمي او ستونزې يې زياتې کړي دي.

د اوړي په موسم کې د ګردونو او د واروې او باران د ورښت پر مهال پکې د زياتو اوبو او خټو له امله خلک او هټيوال له سختو ستونزو سره مخ وي.

خلک وايي ياده چاره د ښاروالي مسوليت دی، چې په دې برخه کې اقدام وکړي او د يادو ستونزو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه واخلي.

د دې ولسوالي اوسېدونکی عبدالصمد جلان وايي له ډېرو کلونو د ارګون ښارګوټي د ماسټر پلان عملي کېدو خبره کیږي، خو په خبره يې له ګڼو ژمنو سربېره تر دمه په دې برخه کې هېڅ عملي کار ندی شوی.

ارګون بازار د دې ولايت له مرکز ښرنې وروسته لوی سوداګريز ځای او لا هم د پراختيا په حال کې دی.

جلان نيوکه کوي چې له ښاريانو په بېلابېلو نومونو پيسې اخيستل کيږي، خو په بدل کې يې ورته وړاندې کېدونکي خدمتونه په نشت حساب دي.

نوموړي زياته کړه: «شاروالي د صفايي او جوازونو پيسې اخلي، خو خدمات يې د نشت برابر دي؛ تاسيسات له خلکو د کرايې پيسې اخلي، خو په مقابل کې يې هېڅ نکوي. د واورې او باران په وخت کې د خټو له امله څوک په بازار کې نشي ګرځېدی.»

د دې سيمې يو بل اوسېدونکی جان محمد وايي چې ارګون بازار زياتې هټۍ او اقتصادي فرصتونه لري او په ښه مديريت يې شته ستونزې حلېدی شي.

محمد وويل: «موږ نه پوهيږو چې دا مشکلات به تر کومه وخته روان وي؟ هېڅوک خپله د مسوليت احساس نکوي. پيسو ته تيار ناست وي، خو د خدمتونو وړاندې کولو لپاره څوک نشته.»

مدني فعال عبدالله عادل له اړوندو دولتي ادارو غواړي چې د ارګون بازار د هټيو ستونزه هواره او په ښارګوټي کې ټول دوکانونه او سوداګريز ځايونه د رڼې پروسې له لارې ښاروالي ته وسپاري.

عادل وايي: «دفاع وزارت دوکانونه څه کوي؟ طرزالعمل او مسودې شته، د هغه پر اساس دې دوکانونه ښاروالي ته ورکړل شي او شاروالي دې يې په شفاف ډول عوايد راټول او عرضه خدمات دې وکړي.»

د ارګون ښاروال نورعالم نوري هم يادې ستونزې مني، خو وايي چې د ارګون بازار د شاوخوا ۷۰ سلنه هټيو کرايه د ملي دفاع وزارت اړوند د تاسيساتو اداره اخلي او له دې امله يې په چارو کې لويه ګډوډي ده.

نوري وويل چې اوسمهال دوی له بازار څخه په کلني ډول شاوخوا ۳.۵ ميليونه افغانۍ عوايد ټولوي، چې په خبره د کموالي لوی عوامل يې د تاسیساتو ادارې اړوند د سلګونه هټيو لخوا ښاروالي ته د کرايې او صفايي د پيسو نه ورکړه ده.

نوموړی ياده چاره د ښاروالي په کارونو کې لوی خنډ بولي او وايي چې د ښار د پرمختيا او د ستونزو د حل لپاره ښاروالي ته د يادو هټيو سپارل اساسي اړتيا ده.

نورعالم نوري وايي: «شاوخوا ۱۵۰۰ دوکانونه د دفاع وزارت د تاسیساتو مربوط دي، چې کرايه يې هم هغوی اخلي. موږ ډېر ځله دا مسله له اړوندو ادارو او مسولينو سره شريکه کړې، خو لا هم دا ستونزه نده حل شوې.»

د ملي دفاع وزارت د تاسيساتو اداره په ټولو ولايتونو کې د دې وزارت اړوند ملکيتونه ساتي.

په ارګون کې د يادې ادارې سرپرست حسين احمد بشردوست هم د ارګون ښارګوټي حالت ناوړه بولي او ښاروال په خپلو کړنو کې په ناغيړي او پاتې راتلو تورنوي.

بشردوست د ارګون ښاروالي ميراثي بولي او وايي ښاروالي له هټيوالو د صفايي پيسې نشي اخيستی، خو د خپلې ناغيړي پټولو لپاره دوی پلمه کوي.

نوموړي زياته کړه: «په ارګون کې د تاسيساتو ۱۳۰۰ دوکانونه دي چې کرايه يې د افغانستان بانک له لارې ماليې وزارت ته جمع کېږي. موږ له دوکاندارانو نورې د صفايي يا په بل کوم نوم پيسې نه اخلو.»

ارګون د ۹ ولسواليو ټولنيز او سوداګريز مرکز دی، چې شاوخوا دوه زره دوکانونه او ګڼ مارکېټونه لري او د ماسټر پلان نه عملي کېدو له امله يې ستونزې ورځ تر بلې زياتيږي.

په ګردېز کې هم له ۲۰۰ زيات دوکانونه د ملي دفاع وزارت اړوند د تاسيساتو ادارې اړوند و، چې شاوخوا درې کاله وړاندې د ولسمشر په حکم ګردېز ښاروالي ته وسپارل شول.