ارزګان کې په یوې ترافيکي پيښه کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، د دې ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پیښې له امله درې ماشومان مړه او دوې ښځې او یو موټر چلوونکی ټپیان شوي دي.

ارزګان کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند بلال ارزګانی وايي، چې پيښه نن (سې شنبه، ۵ د مرغومي) سهار د دې ولايت د چنارتو ولسوالۍ  اړوند په «سور کوتل» سیمه کې د یوې مازدا ډوله موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې په موټر کې د موټر چلوونکي ترڅنګ ۳ ماشومان او دوې ښځې هم ناستې وې، چې په یاده سیمه موټر له کوتل لویدلی او پر مهال یې درې واړه ماشومان مړه او ښځې او موټر چلوونکی ژوبل شوي دي.

د بلال په وینا، چې ټپيان د درملنې په موخه تر ځايي روغتون رسول شوي دي.

هغه د دې پیښې لامل نه دی په ډاګه کړی، خو په هیواد کې د ډیری ترافیکي پیښو لامل د سړکونو خرابوالی او بې احتیاطي بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوې ورځې وړاندې هم په ترينکوټ کې په يوې ترافيکي پيښه کې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.