Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan - New Delhi

ولې بايد قونسلي خدماتو ته د طالبانو د لاسرسي په تړاو اندېښمن شو؟

علی‌تای ميرکشه

پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا ډله هڅه کوي چې د نړۍ په کچه د افغانستان پر ډيپلوماټيکو او قونسلي بنسټونو هم کنټرول ترلاسه کړي او نفوذ پرې ولري. سره له دې چې د طالبانو د نه رسميت پيژندنې جدي خنډ شته دی، خو بيا هم طالبان توانېدلي چې د سيمې په ځينو هيوادونو کې خپل دې هدف ته ورسېږي. دا مهال په کابل کې د طالبانو له ډلې سره د افغانستان د يو شمېر قونسليو د اړيکو خبرې کېږي او په دې لړ کې وروستۍ او جنجالي موضوع په هندوستان کې د افغانستان سفارت او قونسلۍ دي.

په دې لنډه ليکنه کې هڅه کېږي چې د افغانستان له ټولو خلکو په ځانګړې توګه متضررو کسانو لکه ښځو، پخوانيو دولتي کارمندانو، مدني فعالانو او د دې ډلې رسنيزو مخالفينو، امنيتي او دفاعي ځواکونو او د هزاره په څېر قومي ډلو او همجنسپالانو، هنرمندانو او نورو سره د دې ډلې له دښمنۍ ډک چلند ته په پام د دې لاسرسي امنيتي او حقوقي او په ځانګړې توګه خصوصي حقوقي پايلې وارزول شي.

قونسلي خدمات څه دي؟

د هيوادونو ترمنځ د قونسلي اړيکو په تړاو د وين د ۱۹۶۳ کال له کنوانسيون سره سم، دا بنسټ په کوربه هيواد کې د متبوع هيواد له اړخه د مهمو خدماتو د وړاندې کولو مرکز وي. د قونسلي خدماتو ډول ښايي د قوانينو او د هيوادونو د اداري سيسټم له اړخه کم يا زيات وي، خو مهم وړاندې کېدونکي قونسلي خدمات پر دوو برخو وېشل کېږي.

الف، د متبوع هيواد د وګړو لپاره قونسلي خدمات

د قونسلي خدماتو مهمه برخه د اداري او حقوقي خدماتو وړاندې کول دي چې له هيواده بهر قونسلي خدمات ګڼل کېږي. دا بنسټ مسووليت لري چې لانديني خدمات په کوربه يا هم ګاونډيو هيوادونو کې د متبوع هيواد د وګړو لپاره له خپلې کاري حوزې سره سم وړاندې کړي:

  • په کوربه هيواد کې د خپلو وګړو د حقونو ملاتړ؛
  • د پاسپورټ ورکول یا تمديدول؛
  • په کوربه هيواد کې د متبوع هيواد د اسنادو تاييدول؛
  • په کوربه هيواد کې تازه زېږېدلو افرادو ته پېژندپاڼه ورکول؛
  • د غيابي پيژندپاڼې ورکول؛
  • د وکالت نامې د ورکړې په شمول حقوقي خدمات؛
  • د زده کړو او سوداګرۍ له چارو سره اړوند د کوربه هيواد اسناد تاييدول؛
  • د نکاح خط، د زوجيت سند او طلاق خط ورکول؛
  • په رسمي اسنادو کې تاييد، د نوم او فردي مشخصاتو اصلاح کول؛

د متبوع هيواد د امنيتي بنسټونو په ځانګړې توګه پوليسو له معلوماتو سره سم د پخوانۍ جرمي سابقې ورکول.

په افغانستان کې دننه دا ټول خدمات په اجرايي او قضايي برخه کې د بېلابېلو دولتي بنسټونو له لوري وړاندې کېږي، خو له هيواده دباندې د بېلابېلو کورنيو بنسټونو صلاحيتونه قونسلۍ ته سپارل شوي دي. په واقعيت کې دا بنسټ د اداري، قضايي او سوداګريزو اسنادو د اجرا کولو او طی مراحل کولو صلاحيتونه لري.

ب، بهرنيو وګړو ته قونسلي خدمات

قونسلي بنسټ سره له دې چې د خپل هيواد وګړو ته خدمات وړاندې کوي، د کوربه يا نورو هيوادونو مراجعه کوونکو وګړو ته هم د ويزو د ورکړې (د پخواني جرمونو د معلوماتو وړاندې کولو) خدمات وړاندې کوي. له نورو هيوادونو سره د افغانستان دوه اړخيزو او څو اړخيزو تړونونو ته په پام، تراوسه له څو محدودو هيوادونو پرته، نور ټول بهرني وګړي افغانستان ته د تګ لپاره اړ دي چې له قونسلي بنسټونو ويزه ترلاسه کړي. يوازې په ځانګړو وختونو او د يو شمېر خاصو هيوادونو د وګړو لپاره ويزه افغانستان ته د ننوتلو او يا هم پولو (هوايي، ځمکني) ته له رسېدو سره سم ورکول کېږي.

بنسټيزه اندېښنه څه ده؟

لکه څرنګه چې وړاندې وويل شول قونسلي بنسټ کولای شي د افرادو د ډېرو خصوصي اطلاعاتو مهمو برخو ته لاسرسی ولري. انټرنيټ ته د لاسرسي او په مهمو مالي او اداري اسنادو کې هغه ته د وصل اړتيا ته په پام، له دې اطلاعاتو ناوړه ګټه اخيستنه کولای شي د دې اسنادو مالک ته امنيتی او حقوقي ستونزې را پيدا کړي.

امنيتي اندېښنه

د يوه قانونمند دولت په شتون کې د افرادو معلوماتو ته لاسرسی د هيڅ ډول انديښنې خبره نه ده. په داسې حالاتو کې دولتونه د دې اطلاعاتو د خونديتوب او له هغو څخه د ناوړه ګټه اخيستنې د مخنيوي مسووليت لري او د قانون هر ډول خلاف چاره او ناوړه ګټه اخيستنه د مجازات او پوښتنې لامل کېږي. مګر دا چې طالبان په خپلو کړنو کې هيڅ ډول قانون او مقررې ته ژمن نه دي، دا اندېښنه چې د افرادو له خصوصي اطلاعاتو به ناوړه ګټه واخيستل شي پر زياتېدو ده.

په قونسليو کې د طالبانو افراد د چارو د اجرا په پلمه د افرادو ټول معلومات په کابل کې د طالبانو له استخباراتي او امنيتي ادارو سره شريکوي. زما معلومات ښيي چې طالبانو د مشهد، زاهدان، کويټې، کراچۍ، پېښور، تاشکند او الماتا په قونسلګريو کې نه يوازې د خدماتو تعرفې زياتې کړې دي، بلکې پخوانۍ فورمې يې اصلاح کړې دي او له مراجعينو د خصوصي ژوند، په افغانستان کې د اړيکو او پخوانيو بوختياوو په اړه د دقيقو اطلاعاتو غوښتنه کوي. د هغو معلوماتو د نه بشپړېدو په صورت کې فورمه نيمګړې ګڼل کېږي او د خدماتو له وړاندې کولو ډډه کېږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې قونسلګرۍ اوس مهال د هغو افرادو اطلاعاتو ته لاسرسی لري چې د مرکزي احصایيې په رياست – برېښنايي پېژندپاڼو، لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت، د دفاع وزارت په بشري چارو او د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت د عمومي رياست په پيژنتونونو کې ثبت دي. قونسلي افراد د مراجعينو د پخوانيو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دې اطلاعاتو ته مراجعه کوي.

د طالبانو قونسلي څانګې کولای شي د ژوند د ځای، د اړيکو د شميرې، کار ځای او اړيکه نيوونکو کسانو په پېژندلو سره هغه کسان تعقيب کړي چې غواړي په نښه يې کړي.

لکه څرنګه چې ليدل کېږي پر ځمکنيو پولو په ځانګړې توګه له ايران سره پر پوله د امنيتي او دفاعي ځواکونو د منسوبينو او د طالبانو له مخالفو سياسي او نظامي ډلو سره د تړاو په تور د ملکيانو نيول زيات شوي دي. دا ټول کسان د بايوميټريک اطلاعاتو د زيرمې په څېر سيسټمونو کې د ثبت معلوماتو له مخې پېژندل شوي، وروسته نيول شوي او ورک شوي دي.

د خصوصي حريم اندېښنه

په ټولو کچو کې له خلکو سره د طالبانو په اړيکو کې روښانه شوې ده چې دا ډله د خصوصي حريم او انسان ته د درناوي په کډون د افرادو له انساني حقونو سره ډېره نابلده ده. په ځلونو مو ليدلي چې د دې ډلې له لوري د افرادو د نيولو، مجازات او نورو پر مهال حد اقل د افرادو خصوصي حريم ته درناوی نه کېږي. هر وخت او هر څنګه چې وغواړي د خلکو کور ته ننوزي او د پيسو تږو يوټيوبرانو ته اجازه ورکوي چې د خلکو د ژوند له ډېرو خصوصي ځايونو ويډيو وکړي او خپرې يې کړي. همدارنګه د طالبانو امنيتي ادارې د تورنو او نيول شويو افرادو هويت په داسې حال کې خپروي چې له کوم نهايي حکم پرته لاهم مجرم نه وي پېژندل شوي. د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې هم دا ډله انساني ارزښتونو ته ژمنه نه ده او پر عمومي مجازي پاڼو او د ادارو پر ديوالونو د افرادو مهم معلومات خپروي.

په ځلونو ليدل شوي چې د پاسپورټ او برېښنايي تذکرې په څېر ادارې د يوه اوږده ليست له لارې د مراجعينو ټول مشخصات خپروي او له دې ليست څخه د اطلاعيې په توګه کار اخلي. له دې اطلاعاتو ناوړه ګټه اخيستل کولای شي چې په مالي او اداري چارو کې خلکو ته زياتې ستونزې پيدا کړي.

په دې لړ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې قونسلي بنسټونه هم په پرلپسې توګه له پاسپورټ، پيژندپاڼې، نکاح خط او نورو اسنادو سره تړلي مهم معلومات په عامه ډول خپروي. له دې معلوماتو کلاهبردان، د برېښنايي جرايمو سازماني ډلې او جعل کاران په اسانۍ ناوړه ګټه اخيستلای شي. همداراز تاسو کولای شئ د انټرنيټ او «سافټويرونو» په مرسته د پاسپورټ د شمېرو له لارې د همدې افرادو ځمکني، هوايي او سمندري سفر تعقيب کړئ. مجرمين کولای شي د افرادو له خصوصي معلوماتو په ناوړه ګټې اخيستنې جعلي اسناد جوړ کړي او په وسيله سيم کارډ واخلي، د جرم په ځای کې يې پرېږدي او داسې نور.

د پناه غوښتونکو قضيو ته رسیدګي او د طالبانو د ادارې اطلاعات

ټول کډوال منونکي هيوادونه د امنيتي مسايلو له کبله هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې مراجعه کوونکی کس بده مخينه نه لري او د هغه منل د دوی ټولنې ته کوم ګواښ نه دی. په دې لړ کې يوه چاره داده چې دا کس د هغه هيواد امنيتي بنسټونو ته مراجعه وکړي چې ځان د هغه ځای او يا هم د هغه ځای اوږد مهالی اوسېدونکی ښيي.

په دې لړ کې له بده مرغه د تروريستي ډلو فعاليت او په افغانستان کې د جرمي سازماني او نشه يي توکو ډلو ته په پام، د کډوال منونکو هيوادونو په اند د افغانستان هر وګړی – د بری الذمه د اصل پر خلاف – يو ممکنه تورن دی. له همدې کبله اړينه ده چې په ظاهري توګه دا کس د خپل هيواد له رسمي سرچينو يوه تصديق پاڼه ولري. دا هيوادونه د رسمي استعلامونو له لارې د مراجعه کوونکي د متبوع هيواد له قونسليو د دې کس د جرمي مخينې په اړه د معلوماتو غوښتنه کوي. دا چې عموما قونسلۍ د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې د عمومي رياست ډيټابيس ته لاسرسی نه لري، بايد د بهرنيو چارو وزارت له لوري د رسمي مکتبونو په وسيله د معلوماتو غوښتنه وکړي. دا په داسې حال کې چې زما له معلوماتو سره سم، طالبانو – د پخيوانيو دولتي چارواکو، امنيتي او دفاعي ځواکونو، مدني او سياسي فعالانو – اوږد ليست په دې ډيټابيس کې زيات کړی دی او د تقاضا په صورت کې هغوی تر تعقيب لاندې او په ګڼو جرمونو  تورن ښيي.

که څه هم په لوېديځو کډوال منونکو هيوادونو کې د افغانستان اکثريت سفارتونه د طالبانو په کنټرول کې نه دي او له هغوی سره اړيکه نه لري، خو د هالینډ او هسپانيې په ګډون ځينو سفارتونو په رسمي ډول اعلان کړی دی چې په قونسلي برخه کې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزارت سره اړيکه لري. ځينو قونسليو که څه هم تراوسه اعلان نه دی کړی، خو د قومي او سياسي تمايلاتو او همدا راز د مالي ګټو له کبله د طالبانو د بهرنيو چارو له وزارت سره په اړيکه کې دي. په دې لړ کې يوه مهمه برخه د افرادو د جرمي سابقې په تړاو د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د بهرنيو چارو له وزارت سره اړيکه لرل دي. هغه څه ته په پام چې وويل شول، طالبان کولای شي د افرادو د جرمي سابقې په برخه کې د ناسمو معلوماتو په ورکولو سره د هغوی د پناه غوښتنې، پانګونې او ان په زدکړييزو ادارو کې د هغوی د شموليت بهير زيانمن کړي.

پايله

لکه څرنګه چې وړاندې وويل شول له قونسلي خدماتو سره تړلو معلوماتو ته د طالبانو لاسرسی د افغان وګړو او هغو خارجي افرادو لپاره ستونزې را پيدا کوي چې د ويزې ترلاسه کولو لپاره د پاسپورټ او بانکي حساب په ګډون د طالبانو له ادارې سره خپل خصوصي معلومات شريکوي.

طالبانو په جدي ډول له دې معلوماتو ناوړه ګټه اخيستې او پر انټرنيټي پاڼو په عامه توګه د دې معلوماتو په خپرولو سره د جرمي ډلو ته زمينه برابروي چې له دې معلوماتو ناوړه ګټه واخلي.

که د طالبانو له لوري وړاندې کېدونکو قونسلي خدماتو ته جدي اړتيا نه لرئ، دې بنسټونو ته مراجعه مه کوئ تر څو د دې ډلې د انتقامي اقداماتو قرباني نه شئ.