طالبان: ګاونډيو هيوادونو ۸۰۰ زره کډوال راشړلي دي

اطلاعات روز: د طالبانو د لومړي وزير اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وايي، چې ګاونډيو هيوادونو ۸۰۰ زره کډوال را شړلي دي.

نوموړي تېره ورځ (چهارشنبه، ۶ د مرغومي) په کابل کې د يوې غونډې پر مهال د دې شميرو په اعلانولو سره وويل، چې طالبان توانېدلي د کډوالو اخراج مديريت او هغوی ته امکانات برابر کړي.

په دې غونډه کې د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د نړۍ له هيوادونو غوښتي چې په دې سختو شرايطو کې دې کډوال ستنولو ته نه اړ باسي او هغوی ته دې د داوطلبانه ستنېدو اجازه ورکړي.

پاکستان د اکټوبر په مياشت کې د ۱.۷ ميليونه افغان وګړو په ګډون «غير قانوني» کډوالو ته وروستۍ نېټه وټاکله چې بايد دا هيواد پرېږدي، که نه وبه شړل شي.

تر دې نيټې وروسته يوازې له پاکستان څخه شاوخوا نيم ميليون افغانان خپل هيواد ته راستانه شوي دي.

ورته مهال له ايران څخه هم د کډوالو شړل او ستنېدل دوام لري.

په هيواد کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ځينې کسان کډوالۍ ته اړ شوي دي.

پاکستان وايي، چې «غير قانوني» کډوال د خپل امنيت له کبله باسي او په ايران کې هم د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کډوالو د شمېر د زياتېدو له کبله دا خلک له ځورونې سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه