اطلاعات روز: ټاکل شوې چې د پاکستان د ديني علماوو يو پلاوی د جمعيت علماء اسلام (JUI-F) ګوند د مشر ملا فضل الرحمان په مشرۍ د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ کابل ته ولاړ شي.
دا موضوع په کابل کې يوې سرچينې د پاکستان ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې ته تاييد کړې ده.
سرچينې ويلي، چې له پاکستاني پلاوي سره د بېلابېلو اړخونو لومړنۍ ليدنې وروستۍ شوي چې تمرکز يې د تحريک طالبان پاکستان ترمنځ موضوع ته رسيدګي او د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترينګلتيا حل کول دي.
د ايکسپريس ټريبيون له راپور سره سم، د دې ستراتېژۍ له مخې هڅه کېږي چې د مذهبي نفوذ له لارې د اسلام اباد غوښتنې پوره کړل شي.
د دې رسنۍ په راپور کې راغلي چې اټکل کېږي پاکستاني علما به د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له استازو سره هم په ځانګړي ډول وويني.
دې سرچينې زياته کړې، چې موخه داده چې د يو لړ پراخو مسايلو په تړاو د خبرو يو چوکاټ تيار شي او د بېلابېلو اړخونو نظريات راغونډ کړل شي.
کله چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړيکې د خيبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان کې تر بريد وروسته ترينګلې شوې، مولانا فضل الرحمان ته د روانې مياشتې په لومړيو کې طالبانو بلنه ورکړه چې کابل ته ورشي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې طالبان غواړي د جمعیت علمای پاکستان ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په وربللو سره «د تبليغاتو مخه ونيسي او د پاکستان له خلکو سره واقعيتونه شريک کړي».
د طالبانو د ویاند په وينا، مولانا فضل الرحمان «کولای شي د پاکستان خلک خبر کړي تر څو کېدونکي تبليغات او پروپاګنډ د [افغانستان] د خلکو پر خلاف د هغه هيواد عامه اذهان خراب نه کړي».
پاکستان وايي، چې طالبانو په افغانستان کې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې او دا ډله د افغانستان له خاورې خپل بريدونه پلانوي.
د پاکستان دولت بيا-بيا ټينګار کړی د افغانستان طالبان بايد د پاکستاني طالبانو پر خلاف اقدام وکړي.