«ملي مقاومت جبهه»: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو هرکلی کوو

اطلاعات روز: د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌ليک په غبرګون کې ويلي، چې دا جبهه د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو هرکلی کوي.

دې جبهې نن (يکشنبه، ۱۰ د مرغومې) پر ايکس په خپله پاڼه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ليکلي: «په افغانستان کې د يوه مشروع حکومت نشتون ته په پام سره، موږ د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو هرکلی کوو.»

د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» زياته کړې: «موږ په دې باور يو چې يوازې يو بې پرې استازی چې لوړ نړيوال اعتبار او په افغانستان کې د شخړې له ماهيت سره پوره بلدتيا ولري ښايي وکولای شي چې د شخړې له اصلي لوريو سره په مشوره د يوه واقعا سياسي، ټولګډونه او ډيموکراټيک بهير په جوړولو کې اغېز ولري او د افغانستان او ښکېلو نړیوالو اړخونو ترمنځ تعامل رامنځته کړي.»

دې جبهې همدا راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر چوکاټ لاندې د ټولو بنسټونو «فعال او بې پرې حضور» د هيواد د وضعيت د لا خرابېدو د مخنيوي په موخه ضروري ګڼلی دی.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په وروستي پرېکړه‌ليک کې د دې سازمان له عمومي منشي غوښتل شوي چې يو ځانګړی استازی دې وټاکي، تر څو «د افغانستان د خپلواکې ارزونې» وړانديزونه د يوناما د ماموريت له زيانمنولو پرته اجرا کړي.

طالبانو له دې وړانديز سره مخالفت کړی او ويلي يې دي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو «اړتيا» نشته.

د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» نن د خپلې اعلاميې په يوه برخه کې ويلي، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان د مشروعيت، بشرپالنې، بشري حقونو، ښځو او نجونو حقونو، امنيت، قوميت او اقتصاد په برخو کې له سترو ننګونو سره مخ دی.

د دې جبهې په اعلاميه کې راغلي، چې د افغانستان په اړه د «نړيوالې منسجمې ستراتېژۍ نشتون» د افغانستان د وضعيت د خرابېدو لامل شوی او له طالبانو او نورو ټولو ډلو سره مرسته کوي چې دا هيواد د سيمې د سولې، امنيت او ټيکاو لپاره په ګواښ بدل کړي.

دې جبهې ويلي: «له طالبانو سره پراخ او له مخالفينو او قربانيانو سره چې د افغانستان اکثريت جوړوي، طالبانو ته دا شونتيا ورکړې چې تر څو د ځانمرګو او مدرسه‌يي شبکو په ګډون د خپل جنګي ماشين له لارې پر هيواد خپل نظامي او ايډيولوژيک تسلط پياوړی کړي.»

د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» د افغانستان د خپلواکې ارزونې د وړانديزونو په چوکاټ کې د امنيت شورا د پرېکړه‌ليک خپرېدو ته په اشارې سره ويلي، دا چې دې شورا دا ارزونه د صريح تاييد پر ځای يوازې «د پاملرنې وړ» بللې، هرکلی کوي.

دې جبهې ټينګار کړی: «شورا او ټول غړي هيوادونه بايد محتاط وي او د خپلواکې ارزونې او د هغې د سپارښتنو اروزنې ته زيات وخت ورکړي او همدا راز د ټولو ښکېلو اړخونو په ځانګړې توګه سياسي، مدني او نظامي مخالفينو په ګډون د ټولو نظريات وارزوي.»

د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» ويلي، چې د دې جبهې په باور «له طالبانو سره د اقتصادي او امنيتي تعامل پر ځای بايد د مشروعيت مسئله، ټولګډونه حکومت، په بشري حقونو کې بېړني اصلاحات او همدا راز له تروريزم سره مبارزه او د باندينۍ مداخلې پای ته رسول لومړيتوب ولري.»

دې جبهې زياته کړې: «نړيوالې مرستې بايد د افغانستان له خلکو سره مستقيمې او د طالبانو له سوء استفادې څخه لېرې وي. يوازې په دې برخه کې واقعي او لمس کېدونکی پرمختګ کولای شي په نورو ټولو برخو کې له طالبانو سره تعامل توجيه کړي.»

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په وروستي پرېکړه‌ليک کې له هيوادونو غوښتل شوي چې په منسجمه، همغږې او منظمه توګه د نړيوال ګډون د زياتولو لپاره دې د افغانستان د خپلواکې ارزونې سپارښتنو ته پام وکړي.

دا ارزونه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو له لوري شوې.

دا ارزونه تر دې وړاندې د افغانستان د مدني او سياسي ډلو له پراخو نيوکو سره مخامخ شوې.

تر دې وړاندې د افغانستان ۷۰ مدني بنسټونو په يوه پرانيستي ليک کې ملګرو ملتونو ته ويلي و، چې دا ارزونه «له طالبانو سره د تعامل د وړاندينۍ فرضيې د سياست» پر اساس چمتو شوې.