اسلام قلعه

اسلام قلعه کې وېروونکی اور؛ لسګونه میلیونه ډالر دود او هوا ته لاړل

خبریال: واجد روحاني

ژباړن: بهادرخان رحماني

یوه ستره اورلګېدنه چې تېره شنبه د سلواغې په ۲۵مه د هرات اسلام قلعه په سرحدي ګمرک کې رامنځته شوه، درانه تاوانونه یې واړول. د سیمه ییزو چارواکو په وینا، په دې اورلګېدنه کې د سون توکو او له ایرانه نورو وارداتي توکو ډک له ۴۰۰ ډېر ټېلر موټر سوځېدلي او له ۵۰ میلیونه ډالرو زیات تاوان سوداګرو ته اووښتی دی.

له نفت او ګازو ډکو دې ټېلرو د چاودنې زور تر دې حده و چې ان له هوا د لیدو وړ و. د امریکا ملي هوایي چلند ادارې یا ناسا راپور ورکړی چې د هرات اسلام قلعه بندر کې دوه چاودنې دومره ځواکمنې وې چې په هوا کې د دې ادارې په سپوږمکیو کې لیدل شوي دي. د ناسا راپور پر بنسټ، لومړۍ چاودنه د شنبې په ورځ له غرمې وروسته یوه بجه او لس دقیقو کې او دویمه له دې نیم ساعت وروسته رامنځته شوې ده.

زیانمن سوداګر له حکومته غواړي چې باید د خوندیتوب سیسټم نه برابرولو له امله ورته تاوان ورکړي. د باروړونکو موټرو چلوونکي ادعا کوي چې د ګمرک کارکوونکو او دولتي ځواکونو له دوه اونیو زیات یې د اخاذیو په پلمه موټرونه په ګمرک کې درولي ول.

د علي احمد درې نفت ښکونکي په دې اور کې وسوځېدل. هغه اطلاعات روز سره خبرو کې وویلې، چې شاوخوا ۱۰۰ زره امریکایي ډالره زیان یې لیدلی دی: «ګمرک دننه د اخاذیو لپاره کندې ویستل شوي او یوازې باروړونکي موټر له ټاکل شوې لارې تېرېدی شي چې دولتي ځواکونو او د ګمرک مامورینو ته باج ورکړي.»

هغه له حکومته غواړي چې ګمرکونو کې فساد سره د مبارزې ترڅنګ، هغوی ته دې تاوان ورکړي. د باروړنکو موټرو ډېری مالکان د اسلام قلعه ګمرک دروازې تر شا په تمه دي، څو هغوی ته اجازه ورکړل شي، چې ګمرک ته دننه شي.

د بصیر ارین درې موټره چې ۹۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت په دې اورلګېدنه کې وسول، له اطلاعات روز سره خبرو کې وویل چې د ګمرک ځینې مامورین، دولتي ځواکونه او مافیا له باروړونکو موټرو د اخاذیو له ترلاسه کولو وروسته اجازه ورکوي چې توکي هرات ته دننه شي.

هغه وایي، چې د هرات سیمه ییزه اداره په هېڅ توګه د اور پر مهارولو توانمنده نه وه او شاوخوا ۱۵۰۰ باروړونکي موټر په اور کې سوځېدلي دي: «په سکواټور سره یې د هرات اسلام قلعه ګمرک ځینې برخې کیندلي دي، څو باروړونکي موټر له تنګو لارو تېر شي او له هرې لارۍ تر ۴۰۰ امریکایي ډالرو رشوت ترلاسه کړي.»

هغه د هرات سیمه ییزه اداره د دې اور کابو کولو کې په ناتوانۍ تورنوي.

ولسي جرګه کې د هرات خلکو استازی سید طاها صادق ادعا کوي چې له زرو ډېر باروړونکي موټر په اور کې له منځه تللي دي. هغه وایي، په دې ګمرک د خوندیتوب هېڅ کوم پروتوکول نشته دی.

هغه خبرداری ورکوي چې په دې ګمرک کې دا ډول اورلګېدنې به تر هغې شونې وي چې په پرمختللو تجهیزاتو برابر نه شي.

اسلام قلعه کې وېروونکی اور؛ لسګونه میلیونه ډالر دود او هوا ته لاړل. انځور: اطلاعات روز

میلیونونه ډالر زیان

د هرات په اسلام قلعه ګمرک کې له ایرانه واردوونکو سوداګرو ته سخت زیان واړوه. تراوسه د دې تاوان ټاکلې اندازه څرګنده نه ده، خو په سوداګرۍ خونه او د هرات پانګونه کې مسوولین اټکل کوي چې د اسلام قلعه ګمرک کې د اورلګېدنې پایله کې، د هېوادو اوسېدونکو ته له ۵۰ میلیونه ډالرو ډېر زیان اووښتی دی.

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال احمد سعید صدیقي اطلاعات روز ته وایي، چې اسلام قلعه کې د اورلګېدنې لامل، د مایع ګازو د یو موټر خرابوالی و چې له هغې وروسته نورو موټرو اور اخیستی دی.

د یادې خونې مسوولین وایي چې شاوخوا ۴۰۰ موټر په دې ګمرک کې ول چې له دې ډلې زیات یې سوځېدلی دي.

دغه مسوولین وایي، چې د تاوان دا شمېرې به له دې هم زیاتې شي. خو د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، چې د هرات اسلام قلعه ګمرک  کې یې له ۲۵۰۰ بار وړونکي موټر له سوځېدو ساتلي دي.

د هرات روغتیایي مسوولینو شمېرې ښیي چې په دې اورلګېدنه کې، ۱۷ تنه ټپيان او د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هرات عامې روغتیا وزارت ویاند محمد رفیق شېرزي اطلاعات روز ته وویل چې تر اوسه د انساني مرګ ژوبلې په اړه دوی ته راپور نه دی ورکړل شوي.

په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي وایي چې اسلام قلعه کې سلګونه موټر سوځېدلي او مسوول بنسټونه باید سوداګرو ته تاوان ورکړي.

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال وایي، چې شاوخوا ۴۰۰ موټر په دې ګمرک کې ول چې له دې ډلې زیات یې سوځېدلی دي.

د توکو غلا

له دې اورلګېدنې پاتې مالونه یا توکي چې خوندي پاتې شوې و، په سرحد کې د مېشتو خلکو له خوا غلا شوي دي.

هغه انځورونه چې له همدې سرحده خپاره شوي ښکاري چې د سیمې اوسېدونکي توکي له ځان سره وړي او د دې لړۍ دوام د هرات سوداګرو ته زیان نور هم ډېر کړی دی.

د هرات والي سید وحید قتالي د شنبې ورځې په ماښام د سلواغې په ۲۵مه اسلام قلعه بندر ته د حالت ارزونې په موخه تللی دی. هغه امنیتي ځواکونه مامور کړي چې د سوداګریزو توکو د غلا مخه ونیسي، خو دغه ګام وروسته شوی دی او تر هغې چې دغه ځواکونه هلته رسېدل، د سوداګریزو توکو ځینې برخې غلا شوې وې.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یونس قاضي زاده وایي چې دغه اورلګېدونه د سلواغې تر ۲۶مه د یکشنبې تر سهاره دوام درلود او ډېرو نامسووله وګړو د دې توکو زیاته برخه له ځان سره وړې ده.

هغه پر ټرانسپورټ وزارت او د نورم او ستنډرډ پر ادارې نیوکې سره وایي، چې د اسلام قلعه په بندر کې د اور اصلي لامل همدا اداره ده چې د نوې تګلارې له امله د نفت او ګازو ټانکرې یې د نمونې یا بېلګې اخیستنې په موخه دوه اونیو لپاره ودرولې وې.

د مرکزي بانک له خوا د پیسو په خدماتي شرکتونو د صرافیانو اړونې غبرګون کې د صرافانو کاري اعتصاب له یوې اونۍ زیاته تېرېږي او په ګمرک کې د ګڼه ګوڼې یو لامل همدا موضوع ده.

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر وایي چې د سوداګریزو توکو واردوونکي د ګمرکي اسنادو د پړاوونو وهلو لپاره افغانیو پیسو ته اړتیا درلوده چې له صرافیو پیسې راوباسي: «کولی شو ووایو چې دوو وروستیو اونیو کې افغانستان کې دا ډول پېښه نه وه رامنځته شوې او دا خصوصي سکټور ته لویه پېښه ده.»

په ځلونو د هرات صنعتکارانو او سوداګرو خبرداری ورکړی و چې دغه ګمرک د خوندیتوب لپاره کافي وسایل نه لري.

د ایران برښنا پرېکون

د هرات اسلام قلعه کې اورلګېدنې، د ایران وارداتي برښنا پرې کړې ده. برښنا ویلي دي چې مهندسي فني ډله د دې برښنا رغونې لپاره ګمارل شوې ده.

دغې ادارې ویلي و چې د اور کرارېدو سره به برښنا مزي سره وتړي. د هرات برښنا له ایران او ترکمنستانه راغلې ده. برښنا شرکت کې مسوولین وایي له د هرات له ۵۰ سلنې ډېر خلک د ایران له برښنا ګټه اخلي. خو د ایران برښنا پرېکون سره، د هرات صنعتي ښارګوټي کې د کارخونو کار په ټپه نه دی درولی.

د هرات صنایعو او کانونو خونې مشر حمیدالله خادم وایي چې د صنعتي ښارګوټي برښنا له ترکمنستانه تامینیږي او د دې تولیدي کارخونو فعالیت نه دی درېدلی.

که څه هم د هرات سیمه ییزه اداره د دې اورلګېدنې په لومړیو ساعتونو کې د غوڅ ملاتړ له ماموریته د مرستې غوښتنه کړې وه، خو اطلاعات روز ته معتبرې سرچینې وایي چې هېڅ مرسته و نه شوه.

د ایران ځینې خبري سایټونه ادعا کوي چې ایرانۍ الوتکې د دې اور د مړه کولو لپاره لاس په کار شوې دي، خو عیني شاهدانو اطلاعات روز ته وویل، چې هېڅ هوایي مرسته نه ده شوې.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وایي چې د ایران د اورمړه کولو یوه ډله د اسلام قلعه ګمرک ته ورغلې وه.

په ځلونو د هرات صنعتکارانو او پانګوالو په دې ګمرک کې بېخ بنسټونو له نه شتونه اندېښنه ښودلې وه او خبرداری یې ورکړی و چې د دې بېخ بنسټونو په نه شتون سره په دې ګمرک کې د اورلګېدنې شونتیا زیاته ده.

د صنایعو او کانونو خونې مشر حمدالله خادم اطلاعات روز ته وویل، چې ځلونه یې چارواکو سره د اورمهارولو ظرفیت لوړونې غوښتنه کړې، خو په دې برخه کې هېڅ کار نه دی شوی: «که اسلام قلعه کې د اور کابو کولو لپاره کافي امکانات وی، سلګونه موټر په دې اور کې نه سوځېدل. له بده بخته چې له ایرانه د توکو راوارېدونکي او صنعتکاران ، ستر زیان ولیده.»

هغه له حکومته غواړي چې له صنعتکارانو ملاتړ لپاره ګام واخلي او د توکو خوندیتوب لپاره ټول تدابیر ونیسي.

د ایران ځینې خبري سایټونه ادعا کوي چې ایرانۍ الوتکې د دې اور د مړه کولو لپاره لاس په کار شوې دي، خو عیني شاهدانو اطلاعات روز ته وویل، چې هېڅ هوایي مرسته نه ده شوې. انځور/ سیمه ییزه اداره

ګمرک دې ښار ته ولېږدول شي

د اسلام قلعه ګمرک د ۹۸ کال په لومړیو کې د هرات له ښاره د اسلام قلعه سرحدي ښارګوټي ته ولېږدول شو، خو اوس د هرات صنعتکاران او پانګوال غواړي چې دغه ګمرک دې بېرته ښار ته ولېږدول شي.

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یونس قاضي زاده وایي چې اسلام قلعه ګمرک د ګمرکي اسنادو د پړاوونو وهلو کافي امکانات نه لري او د دې ګمرک ځینې تاسیسات په اور کې سوځېدلي دي.

هغه ټینګار کوي چې مرکزي حکومت دې هر څه ژر دغه کار وکړي. د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وایي چې د یاد ګمرک ځینې تاسیسات له منځه تللي او یا غلا شوي او باید بیاځلي دغه تاسیسات ورغول شي: «د ګمرک له برخو ګمرکي تجهیزات یا له منځه تللي او یا غلا شوي دي.»

له دې ټولو سره، د هرات – اسلام قلعه لویې لارې امن ښه نه دی.

په ځلونو دهرات سوداګر پر دې لاره د چاودنې، ترور او سړي تښوونې پېښو سره مخ شوي دي. په ځلونو دغو سوداګرو غوښتي چې دغه ګمرک له اسلام قلعه څخه ښار ته انتقال کړي، څو امنیتي ستونزې یې کمې شي.