«ملي مقاومت شورا»: ملګري ملتونه دې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ټاکلو کې ډېر دقت وکړي

اطلاعات روز: د «افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» د ملګرو ملتونو د امنيت شورا وروستي پرېکړه‌ليک ته په غبرګون کې له دې سازمان څخه غوښتي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ټاکلو کې دې ډېر دقت وکړي.

دې شورا تېره شپه (يکشنبه، ۱۰ د مرغومې) په یوې خپرې کړې اعلاميه کې ويلي، دا چې ملګرو ملتونو د دې پرېکړه‌ليک په خپرولو سره افغانستان ته د نړيوالې ټولنې پام را اړولی، مننه ترې کوي.

د دې شورا په اعلاميه کې راغلي: «د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل د دې پرېکړه‌ليک هغه د تأمل وړ مورد دی چې ملي مقاومت شورا يې هم په خپله سياسي طرح کې غوښتنه کړې وه.»

دې شورا ويلي، چې له ملګرو ملتونو غواړي چې «د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ټاکلو کې زيات دقت وکړي تر څو داسې کس انتخاب شي چې له افغانستان، وضعيت، روان کړکېچ، د کړکېچ له ريښو او پر وضعيت له اغېز لرونکو عنصرونو سره بلد وي او په بشپړ بې پريتوب سره قضيه تعقیب کړي.»

«د افغانستان ژغورنې لپاره ملي مقاومت شورا» په خپله اعلاميه کې زیاته کړې، چې له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان يو ځای کېدل يوازې د ټولګډونه حکومت په موجوديت کې چې د خلکو په اراده جوړ شوی وي، ممکن دي.

دې شورا ويلي، چې د هر هغه «ټولګډونه سياسي پروسې ملاتړ کوي په پايله کې يې د وګړو د ارادې پر اساس ټولګډونه نظام جوړ او له کبله يې عادلانه سوله او ولسواکي رامنځته شي.»

«د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» د خپلې اعلاميې په يوه بله برخه کې ويلي، چې د افغانستان اوسنی انساني کړکېچ بېړنۍ رسيدګۍ ته اړتيا لري او غوښتنه یې کړې چې په دې مرستو کې د طالبانو د فساد مخه دې ونيول شي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په تازه پرېکړه‌ليک کې د دې سازمان له عمومي منشي غوښتل شوي چې د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» د وړانديزونو عملي کولو لپاره دې يو ځانګړی استازی وټاکي.

طالبانو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی او ويلي يې دي چې د ځانګړي استازي ټاکل اضافي دي او اړتيا يې نشته.

خو، د طالبانو مخالفو يو شمېر نورو سياسي، نظامي او مدني ډلو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو هرکلی کړی، خو ټينګار يې کړی چې د دې استازي ماموريت بايد د طالبانو له مخالفو سياسي او نظامي ځواکونو او د ډيموکراسۍ او بشر حقونو له ملاتړو جريانونو سره په مشوره وټاکل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه