ننګرهار او لغمان ولایتونو کې سږکال د ممپلیو حاصلات څو برابره زیات شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله سږکال د ممپلیو په حاصلاتو کې درې برابره زیاتوالی راغلی دی.

د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي عبدالستار محمد وایي، د دغه ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې په ۶۲۷ هکټاره ځمکه ممپلي کرل شوي، چې حاصلات یې ۱۶۰۰ مټریک ټنو ته رسېږي.

د نوموړي په خبره چې سږکال د تېر په پرتله د ممپليو حاصلات درې برابره زیات شوي او دا کچه هر کال په لوړیدو ده.

د کرنې رییس د ممپلیو حاصلاتو د زیاتوالي لامل مناسب اقلیم او د ممپلیو کرکېلې ته د کروندګرو زیاته لیوالتیا یادوي.

نوموړی زیاتوي، چې دغه ممپلي به له پروسېس وروسته بازار ته د خرڅلاوو په موخه وړاندې شي.

د معلوماتو له مخې اوسمهال په دغه ولایت کې د ممپلیو د پروسېس ٥٠ کارخونې فعالیت کوي، چې په کې د دغه ولایت ممپلي له پروسېس وروسته بازار ته د پلور په موخه وړاندې کېږي، چې د هیواد د داخلي بازارونو سربیره بهرنیو بازارونو ته هم صادریږي.

بلخوا د لغمان د کرنې ریاست مسوولین هم په دغه ولایت کې د ممپلیو د حاصلاتو د زیاتوالي خبره کوي.

د یاد ولایت د کرنیزو چارو آمر بریالی همدرد وایې، چې سږ کال په قرغیو، الینګار او مهترلام سیمو کې پر ٢٠٠ هکتاره ځمکه ممپلي کښت شوي، چې حاصل ٥٦٠ ټنه دی د تیر کال پرتله په کې شل سلنه زیاتوالی راغلی.

بلخوا کروندګر وایې، که څه هم سږکال یې د ممپلیو حاصلات ښه شوي خو د مناسب بازار نشتون یې پر وړاندې لوی خنډ دی.

دوی د طالبان له حکومت څخه د بازار موندلو، اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

د کرنې برخې د پوهانو په اند، که حکومت په دغه ولايت کې د کروندګرو لاسنيوی وکړي او د کرنيزو حاصلاتو د ساتنې لپاره معياري سړې خونې جوړې کړي، تر ډېره به د کال په ټولو موسمونو کې د هېوادوالو د کرنيزو محصولاتو اړتياوو ته رسېدنه وکړای شي.

ننګرهار او لغمان د هېواد په ختيځ کې يو له هغو ولايتونو دي، چې پراخه کرنیزې ځمکې لري او د کروندګرو د لاسي خواريو حاصلات يې د دې ولايت ترڅنګ د هېواد نورو ولایتونو ته هم رسېږي.