اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنيو چارو لنډمهالي وزير جليل عباس جيلاني د ملا شيرين آخوند په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره په ليدنه کې ويلي، چې هيواد يې له افغانستان سره د تعامل دوام او ګټورو دوه اړخيزو اړيکو ته ژمن دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له هغې اعلاميې سره سم چې تېره شپه (چهارشنبه، ۱۳ د مرغومې) يې خپره کړې، په دې ليدنه کې «د دوه اړخيزې لېوالتيا د مهمو موضوعاتو لکه سولې او امنيت او همدا راز له خلکو سره د خلکو د اړيکې» په اړه خبرې شوې دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو لنډمهالي وزير همدا راز په دې ليدنه کې د سوداګرۍ او په سیمه کې د اتصال له بشپړ ظرفيت څخه پر استفادې هم ټينګار کړی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو پلاوي د پاکستان له سخاوتمندانه کوربتوب څخه مننه کړې چې تر څلورو لسيزو زيات وخت يې افغان کډوال ساتلي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې، چې د طالبانو پلاوي موافقه کړې چې د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا لپاره به «په لوړه کچه تعامل او خبرو-اترو» ته دوام ورکړي.
د دې وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې دې پلاوي د دواړو هيوادونو د همغږۍ کميټې په غونډه کې ګډون کړی او په دې غونډه کې يې د دواړو هيوادونو پر پولو د تګ-راتګ د اسانتياوو په اړه خبرې کړې دي.
تر دې وړاندې طالبانو اعلان کړی و، چې د همغږۍ د مشترکې کميټې په غونډه کې به «د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د شخړو د حل په تړاو پرېکړه وشي».
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي و: «همدا راز به د ډيورنډ کرښې دواړو لورو ته د مېشتو خلکو په خاطر پر اړينو اسانتياوو هم بحث وشي.»
تراوسه په دې غونډه کې د شويو هوکړو په اړه جزييات نه دې خپاره شوي.
تر دې وړاندې پاکستاني رسنيو راپور ورکړی و، چې شيرين آخوند د طالبانو او پاکستان ترمنځ په افغانستان کې د ټي ټي پي جنګياليو د شتون پر سر د را ولاړ شوي جنجال د کمولو په خاطر اسلام اباد ته سفر کوي.
پاکستان ټي ټي پي ډله په خپل هيواد کې د بريدونو مسووله ګڼي او طالبان تورنوي چې پر خپله ژمنه يې عمل نه دی کړی چې د تروريستانو مخه ونيسي، تر څو د افغانستان خاوره د نورو هيوادونو پر ضد ونه کاروي.
پاکستاني چارواکو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې دې د ټي ټي پي جنګياليو پر خلاف اقدام وکړي او پر پاکستان دې د بريدونو مخه ونيسي.
طالبانو هر ځل دا ادعاوې رد کړي او له پاکستاني چارواکو يې غوښتي چې د امنيت په ساتلو کې دې د خپلې «بې کفايتۍ» پړه پر دې ډلې نه ور اچوي.