اطلاعات روز: د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ومانو بوټي د پروسیس په يوې کارخانه کې د اور لګېدنې له امله يو تن مړ او درې نور ژوبل شوي دي.
کندهار کې د طالبانو ځايي پوليسو ويلي چې دا پېښه نن ماشپين (دوشنبه، ۱۸ د مرغومې) د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند په «دوست محمد» کلي کې رامنځ ته شوې.
دوی زياته کړې چې د اورلګېدنې له امله يو تن مړ شوی او درې نور ژوبل کسان يې د درملنې لپاره د سپين بولدک ولسوالۍ ايمرجنسي روغتون ته لېږدولي دي.
دوی زياتوي چې د نشيي توکو د دې کارخونې مالک له اورلګيدنې سره سم تښتېدلی او د نيولو لپاره یې هڅې پيل کړې دي.
د طالبانو حکومت د نشيي توکو پر توليد او کښت بنديز لګولی مګر له دې سره-سره يو شمېر قاچاق کوونکي په پټه خپل فعاليتونه مخ ته وړي.