ارزګان کې تر نیمایي زیات ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري

ارزګان کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وایي، که څه هم دغلته د ماشومانو د زده کړو پرمخ ټول خنډونه له منځه تللي، خو په خبره یې چې د دې ولایت په لېرې پرتو سیمو کې لاهم تر نیمایي زیات ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري.

ارزګان کې د طالبانو د پوهنې ریيس مولوي شمس الله کامران وایي، په دې ولایت کې د ټولو ۱۵۶ زره ماشومانو له جملې څخه یوازې ۶۸ زره ماشومان په زده کړو بوخت دي او پاتې ۸۸ زره یې له هر ډول زده کړو بې برخې پاتې دي.

نوموړی زیاتوي، چې دا مهال په ټول ارزګان کې ۴۰ ښوونځي تړلي او د امکاناتو د نشتون له امله نه شي کولای چې دغه ښوونځي بیرته فعال کړي.

هغه وويل: «موږ د ټولو مسجدونو سروې کړې ده او په ټولو کورونو کې مو هغه ماشومان ليکلي، چې زده کړو ته لاسرسی نه لري د هغو ټولو شمير ۸۸۷۴۷ تنو ته رسيږي زموږ ۴۰ مکتبونه بند پاتې دي که د دغه مکتبونو په خلاص کولو سره زموږ سره يو څوک مرسته وکړي ياد ماشومان به له زده کړو برخمن شي.»

ارزګان کې یو شمیر ښوونځي ودانۍ لري، خو په نورو برخو کې کافي امکانات نه لري

ورته مهال هغه ماشومان چې دا مهال زده کړو ته لاسرسي نه لري وايي، چې د دوی په سيمو کې د ښوونځیو نشتون د دې لامل شوی چې دوی له زده کړو بې برخې پاتې شي.

د ارزګان د مرکز ترينکوټ د «سيدانو» سیمې یو ماشوم حبیب الله وايي، زده کړو سره ډیره مینه لري، خو په سيمه کې یې هيڅ ډول ښوونيز مرکز نشته چې زده کړې په کې وکړي.

حبیب الله وویل: «زموږ په سيمه کې زيات ماشومان شته، خو مکتب نه وايي، ځکه زموږ په سيمه کې هيڅ ښوونځی او هيڅ شی نشته موږ غوښتنه کوو چې زموږ په سيمه کې دې مکتب فعاله شي.»

د ارزګان په ځینو ښوونځیو کې ماشومان د کتابونو نشتون ترڅنګ حتا د ناستې لپاره یو فرش هم نه لري

بلخوا هغه کورنۍ چې ماشومان یې د زده کړو څخه پاتې دي وایي، دومره وس نه لري چې په شخصي لګښت په خپلو ماشومانو زده کړې وکړي.

د ارزګان د درفشان او سرخوم د سيمې دوه اوسيدونکي عبدالولي او نثار احمد د خپل ماشومانو راتلونکي ته اندیښمن دي او د طالبانو له مسوولینو غوښتنه کوي، چې د دوی ماشومانو ته دې د زده کړو زمینه برابره کړي.

عبدالولي وویل:«په لېرې سيمو کې د زياتو ماشومانو زده کړو لاسرسی بيخي کم دی په ولسواليو کې يوازې په مرکز کې زده کړو ته لاسرسی لري د پوهنې ریاست باید په لېرې سيمو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه حل کړي او ښوونيز مرکزونه فعال کړي.»

نثاراحمد بیا زیاتوي: «زما د مسوولينو څخه دغه غوښتنه ده چې هغه ماشومان چې زده کړو ته لاسرسی نه لري د هغوی لپاره دې د زده کړو زمينه برابره کړي باید د تعليم په برخه کې نړيواله ټولنه هم مرسته وکړي ترڅو زموږ له زده کړو پاتې ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره شي.»

خلک د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د دوی ماشومانو ته دې د زده کړو زمینه برابره کړي

دغه راز ارزګان کې د طالبانو د پوهنې ریاست د امکاناتو نشتون خپله لویه ستونزه یادوي او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) څخه غوښتنه کوي چې د دوی سره دې د بندو ۴۰ ښوونځیو په خلاصولو کې مرسته وکړي ترڅو دغلته ټول ماشومان زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي.

د پوهنې رییس مولوي شمس الله کامران وويل، چې يونيسف موسېسې تېر کال په ارزګان کې يوازې ۲۰ ښوونځي خلاص کړي چې په خبره یې دا شمير ډير کم او د دې ولايت لپاره بسنه نه کوي.

هغه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق څخه غوښتنه وکړه چې په ښوونيز بهير کې دې دوی تقويه کړي.

نوموړي وویل: «يونيسف په دې زون (سویل) کې سږکال ډير بند ښوونځي خلاص کړي چې په هغوی کې یې موږ ته لږ برخه راکړې ،سره له دې چې ارزګان ډيرې اړتياوې لري په راتلونکي کې باید زموږ ولايت ته ډيره پاملرنه وکړي.»

ارزګان کې طالب مسوولین وایي، دومره امکانات په لاس کې نه لري چې دغلته ټولو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي

تردې وړاندې په ارزګان کې طالب مسوولينو خبر ورکړي و، چې دغلته ۱۰۰ زره ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري.

د ارزګان ترڅنک د هیواد په ډيرو نورو لېرې پرتو سیمو کې هم زرګونه ماشومان له هر ډول زده کړو څخه بې برخې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپل کلني راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې ډیری له زده کړو څخه محروم ماشومان دا مهال په شاقه کارونو بوخت دي او یاهم ترې په درنو کارونو کې ګټه اخیستل کېږي.