ننګرهار کې د طالبانو په ډزو کې یو ملکی وګړی وژل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د طالبانو په ډزو یو ملکي کس وژل شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط نن (سې شنبه، ۱۹ د مرغومي) وویل، چې تیره شپه شاوخوا ۳:۰۰ بجې د هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند «چنګي قریې» په غریزه سیمه کې د طالبانو سرحدي سرتیرو پر عامو خلکو ډزې کړي، چې پر مهال یې د حبیب الله په نامه د یادې ولسوالۍ یو اوسیدونکی وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، یاد کس له خپلو نورو کلیوالو سره غره ته د لرګیو راوړلو په موخه روان و، چې د طالبانو لخوا پرې ډزې شوي او وژل شوی دی.

بلخوا د هسکې مېنې ولسوالۍ طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او په تړاو یې د دوو طالب سرتیرو د نیول کیدو خبر ورکړی دی.

له دې وړاندې هم د طالب سرتیرو په هوایي او ختایي ډزو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې یو شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، چې د عامو وګړو توند غبرګونونه یې راپارولي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته