اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې د طالبانو د څو رياستونو ګډ پرېکړهليک د ژمي موسم او سړې هوا ته په کتو د سون وچو لرګيو انتقال ته يوازې يوه مياشت وخت ورکړی دی.
دا پرېکړهليک چې تېره ورځ (دوشنبه، ۱۸ د مرغومې) خپور شو، طالب مسوولينو پکې ويلي چې د شنو ځنګلونو وهل او انتقال يې په مطلق ډول بند کړی او د وچو لرګيو لپاره هم سوداګرو ته يوازې يوه مياشت وخت ورکړل شوی دی.
دوی زياته کړې چې تر ټاکلې مودې وروسته هيڅوک نشي کولی چې وچ لرګي هم له يو ځای څخه بل ځای ته انتقال کړي.
په دې ولايت کې د طالبانو د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې د شنو ځنګلونو د ساتنې لپاره يې د شنې قطعې په نوم وسلوال ګروپ جوړ کړی او د غرونو ساتنه کوي.
د پکتيکا اوسېدونکي د شنو ځنګلونو د پرې کولو مخنيوی ښه اقدام بولي، خو غوښتنه کوي چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو دې د دې لپاره بديلې پروژې پيل شي.