کندهار کې یو شمیر بې وزله او بې سرپرسته میرمنې له رواني اړخه کړیږي

په هیواد کې د کاري بوختیاوو کمښت، فقر او د میرمنو پر کار بندیز د دې لامل شوي، چې ګڼ شمیر بې سرپرسته او یا هغه میرمنې چې نارینه یې د کار نشتون له امله په کور ناست دي له رواني اړخه کړیږي او وایي، که دوی او یا هم د دوی نارینه‌وو ته د کار زمینه برابره شي څه ناڅه به یې د ژوند چارې سمې شي.

کندهار یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ورځ تر بلې په کې د دغه ډول میرمنو شمیر زیاتیږي او بې وزلي له رواني اړخه سختې زیانمنې کړې دي. دوی وایي، یوازینۍ درملنه یې د اقتصادي ستونزو حل او کار ته ستنیدل دي.

د کندهار اوسیدونکې بي بي نازیه هغه میرمن ده، چې خاوند یې له شاوخوا درې کلونو راهیسې بې کاره دی، چې دې چارې نوموړې په رواني او نورو ناروغیو اخته کړې ده.

نوموړې زیاتوي، تر دې وړاندې یې خاوند د تېر حکومت د ملي اردو په لیکو دنده درلوده، چې د کورنۍ ټوله سرپرستي یې کوله او اوس چې یې خاوند بې کاره شوی ترڅنګ یې اړتیاوې هم زیاتې شوي او هیڅ هم په لاس کې نه لري.

هغې وويل: «د زرو امېل مې درلوده هغه مو خرڅ کړ پيسې مو په نس وخوړې، پورونه مو وکړل اوس پيسې نه لرو، ما په واکسين کې کار شروع کړ هغه حکومت ښځې په ساحه کې د کار کولو منعه کړې، پخوا به ورور او پلار لاس راسره نيوه، خو د هغوی مشکلات ډير دي، د خپلو بچيانو او ايالو لپاره کار وکړي که یې موږ ته راکړي، په کور کې مو په هفتو اوړه نه وي، د همسايه ګانو په سړو شيانو ګذاره کوو، په ډيرو فکرو ليونۍ شوم، د وچې ډوډۍ وس نه لرو.»

بي بي نازیه د خیریه بنسټونو او موسېساتو د مرستو په ویش نیوکه کوي او وایي، چې د دوی په نوم راغلې مرستې د کلي ملک او نورو په دندو ولاړو کسانو ته ویشل کېږي او اړمنې کورنۍ خالي لاس کور ته ستنیږي.

نوموړې د طالبانو له حکومت او نړيوال بنسټونو غوښتنه کوي، چې دوی ته دې د مرستو پرځای کاري بوختیاوې پیدا کړي ترڅو په خپل لاس ګټلې پیسې په خپله استعامل کړي.

د کندهار ښار یوه بله اوسيدونکې روحينا وايي، له تېر کال راپدېخوا يې دا او خاوند يو ځای بې ‌کاره شوي چې له امله يې اوس په رواني ناروغۍ اخته شوې او څو ځلي یې کندهار او کابل کې ډاکټرانو ته مراجعه کړې، خو پایله یې نه ده ورکړې.

روحینا تر دې مخکې د یوې بهرنۍ موسېسې سره کار کاوه، اوس چې یاد بنسټ کندهار کې خپلې چارې درولي نوموړې هم ورسره بې کاره شوې او د طالبانو له سرپرست حکومت او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې دوی ته دې د کار روزګار زمینه برابره کړي.

هغې وویل: «ښځې او نارينه دواړه بې کاره شوي، پخوا که به مې خاوند بې کاره و زه به په کار وم که به زه بې کاره وم خاوند به مې په کار و، اوس خو دادی دواړه بې کاره يو.»

کندهارۍ میرمنې وایي، دوی هم بې کاره دي او د کور نارینه‌وو ته یې هم کار نه پیدا کېږي چې د دوی ساتنه وکړي

دغه راز د زابل د مرکز قلات ښار اوسيدونکې بي بي حکيمه وایي، د کورنۍ سرپرستان یې وزګار دي او دې هم وړاندې د یوې خیاطۍ په مرکز کې کار کاوه، چې هغه هم د اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوی او ترڅنګ یې د دې دنده ختمه شوې، چې ورسره یې د کورنۍ د ساتنې توان له لاسه ورکړی دی.

نوموړې زیاتوي، چې دغلته سږکال د نورو کلونو په پرتله ځوانانو ته کاري فرصتونه کم شوي او غواړي په نږدې راتلوونکي کې ايران هيواد ته کډوال شي.

حکیمې وویل: «ميړه او زوی مې پر کار وو اوس دواړه بې کاره شوي، د سهاره څه تر ماښامه وتلي وي بېرته کور ته راشي وايي کار نه و، هر کار کوي خو اوس کار نشته، د بل په کرايي کور کې پراته يو د مياشتې ۱۵۰۰افغانۍ راڅخه اخلي، ميړه مې چې بې کاره شوی هره ورځ په کور کې جنګونه راسره کوي پخوا يې سم ژوند راسره کاوه، نه يو څوک لاس راسره نیسي نه مو څوک غږ اوري، موږ هم توکل پر خدای کړی، ټوله ورځ لکه ګنګسه چې يم داسې ګرځم، خوب راته حرام دی.»

ورته مهال د رواني چارو کارپوهان وايي، چې د ميرمنو رواني ستونزې په عموم کې د يوې کورنۍ پر روغتيا، ټولنيز ژوند او د نورو غړو ترمنځ پر اړيکو منفي اغيزې کوي.

د رواني چارو کارپوه ډاکټر حبیب الله زیاتوي، ډيری کورنۍ هڅه کوي ترڅو د رواني ناروغيو درملنه په درملو وکړي، خو په خبره يې چې ياده طريقه مثبته پايله نه ورکوي او ستونزې يې نورې هم ورسره زياتېږي.

نوموړي رواني ناروغانو د لارښوونې په توګه وویل: «يوازينۍ لار يې د مکان بدلول، په شاوخوا چاپيريال کې له نورو وګړو سره د اړيکو زياتول او په نورو دندو ځان مصروفه ساتل دي، په کورنۍ کې د يوې مور خراب روغتيايي وضعيت ماشومانو ته نوې ستونزې پيدا کوي، د خاوند فکر يې ورسره ګډوډیږي، زموږ غوښتنه همدا ده چې دا ډول ميرمني بايد ژر تر ژره يوه رواني او ارواح پوه ډاکټر ته مراجعه وکړي، ترڅو د ښه ژوند کولو لپاره نوي ميتودونه ور زده‌ کړي.»

ډاکټر نوري د ډیری ميرمنو، ځوانانو او لوړ عمر لرونکو د رواني ستونزو يوازينی لامل بې کاري او کورنۍ ستونزې یادوي.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته پر ښځو سخت بنديزونه لګولي دي. اوس مهال د افغانستان ښځې او نجونې د زده کړو، کار او ازاد تګ-راتګ اجازه نه لري.