نورستان کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې له امله دوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: نورستان کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د یوې حقوقي موضوع پر سره شخړه شوې، چې له امله یې یو کس مړ او یو بل ټپي شوی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه نښته تېره ورځ (شنبه، ۲۳ د مرغومي) مازدیګر مهال د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ اړوند د تیتین درې په «بزک خېل» سیمه کې رامنځته شوې.

سرچینې که څه هم د ښکېلو کورنیو د هویت او د پېښې د څرنګوالي په تړاو نور معلومات په ډاګه نه کړل، خو زیاتوي چې وژل شوی کس د یوې او ټپي د بلې کورنۍ غړي دي.

نورستان کې د طالبانو ځايي چارواکو نښته تایید کړې او د دواړو کورنیو د یو شمېر غړیو د نیولو خبر ورکوي.

نورستان کې ډېر کله د ځمکې، ځنګلونو او ناموسي مسایلو پر سر نښتې او شخړې رامنځته کېږي.