انځور: ارشیف

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د بزګرانو لپاره د تاریاکو بدیل حیاتي دی

اطلاعات روز: په افغانستان کې د نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کموالی د ډېری بزګرانو لپاره د عايد د سخت زیان په معنا دی.

دې دفتر نن (دوشنبه، ۲۵ د مرغومي) پر ايکس په خپله پاڼه په يوه پيغام کې ليکلي، چې د تارياکو په عايد کې کمښت کليوالې کورنۍ په نامناسبه توګه اغېزمنوي او د بديل رامنځته کول يې ضروري کړي دي.

د دې دفتر په وينا، کليوالې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي.

د دې دفتر موندنې ښيي چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال په افغانستان کې د تارياکو کښت ۹۵ سلنه کم شوی دی.

د دې دفتر له راپور سره سم چې په لړم مياشت کې خپور شو، د ۲۰۲۳ کال پر مهال د تارياکو د پلور له لارې د بزګرانو عايد په ۹۲ سلنه کموالي سره ۱۱۰ ميليونه ډالره و، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲ کال پر مهال يو زر او ۳۶۰ ميليونه ډالره و.

له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر په راپور کې ويل شوي چې تر ۲۰۲۳ کال پورې د افغانستان د تارياکو صادرات د دې هيواد د توکو او صادراتو د قانوني خدماتو تر ارزښت زيات وو.

له دې راپور سره سم، تمه کېږي چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال د افيوني موادو د کمېدو له کبله د افغانستان اقتصاد په پراخه توګه تر اغېز لاندې راشي.

دا ادعا چې په افغانستان کې د تارياکو کښت ۹۵ سلنه کم شوی دی، د ځينو کسانو له لوري له شک سره مخ ده.

له بل لوري ادعا کېږي چې په افغانستان کې د صنعتي نشه يي توکو توليد زيات شوی دی.