د تورخم لارې په تړل کیدو سره په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار اوسیدونکي شکایت کوي، چې د تورخم لارې بندیدو په بازارونو کې د خوراکي او نورو اړینو توکو په بیو اغېز کړی دی.

خلک وایي، نږدې یوه اونۍ وړاندې په جلال اباد ښار کې یوه بوجۍ اوړه په ١٦٠٠ افغانۍ و، خو اوس یې بیه تر ١٦٥٠  افغانیو لوړه شوې، لس لیټره غوړي اونۍ وړاندې په ٨٠٠ افغانۍ و، خو اوس یې بیه ٨٧٠ افغانیو ته لوړه شوې او همدارنګه د تازه سبزیو په بیو کې هم د څو ورځو په تېریدو د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی حضرت الله وایي، له کله چې د تورخم لاره تړل شوې ورسره سم په جلال اباد ښار او د ولسوالیو په بازارونو کې د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

حضرت الله وویل: «تورخم لارې په بندیدو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوي، نه ښاروالۍ نرخونه کنټرولوي او نه پخپله سوداګر دومره انصاف لري چې له خلکو سره ګوزاره وکړي.»

خلک د خوراکي او نورو اړینو توکو بیو لوړیدو اندښمن کړي او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې د خوراکي توکو د بیو مخنیوی دې وکړي.

په همدې حال د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو د خرڅلاو یو هټیوال خانولي وایي، هغه توکي چې په هټیو کې یې درلودل د خلاصیدو په حال کې دي.

نوموړی اندیښنه لري او وایي، که چیرې د تورخم لاره د زیات وخت لپاره تړلې پاتې شي نو نه یوازې به په بازارونو کې د خوراکي توکو کمښت رامنځته شي بلکې خلک به هم له ستونزو سره مخ شي.

بلخوا د اقتصادي چارو کارپوهان د افغانستان پر وړاندې د اسلام آباد د ګونګ سیاست له امله د طالبانو له حکومت څخه غواړي، چې د پاکستان د سوداګریزو توکو پر ځای دې له نورو اسیایې هیوادونو سره بدیلې لارې پیدا کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه اسدالله ساپی دغه راز په کور دننه د صنعتي فابریکو په برخه کې پر پانګونې او سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کوي.

ورته مهال د جلال اباد لپاره د طالبانو  ښاروالۍ خبرداری ورکوي، که دوکانداران د تورخم لارې د تړل کیدو په پلمه له ټاکلې نرخنامې سرغړونه وکړي او د توکو بیې لوړې کړي نو هټۍ یې تړل کېږي.

دغه راز طالب چارواکی وایي، چې د سوداګریزو توکو د لېږدونکو موټرونو پر مخ د تورخم لارې د بېرته پرانیستلو په تړاو یې هڅې روانې دي.

ولسي خلک داسې مهال په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي، چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د تورخم دروازه تړلې او دواړو غاړو ته سلګونه بار وړونکي موټر او لویې لارۍ ایسارې پاتې دي.

دا لار ظاهراً د بار وړونکو موټر چلوونکو ته پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو جبري کېدو له کبله تړل شوې ده.